داسې نوي بټرۍ جوړيږي، چې په برېښنايي محصولاتو کې به لوی بدلون راولي

ژباړه: روهي
د مرکزي فلوریدا د پوهنتون څېړونکي پر دې بریالي شوي، چې د بټرۍ لومړنۍ يوه داسې نمونه جوړه کړي، چې تر ۳۰ زره ځلو چارج کیدو وروسته به بيا هم هماغسې ځواک ولري لکه په لومړي چارج کې.
د فلوریدا پوهنتون لخوا جوړه شوې بټرۍ نورې ډيرې ښېګنې هم لري؛ د څو ثانيه په چارج کيدو سره کولی شي، د اوسنيو بټريو په پرتله ۲۰ ځله زیات چارج زيرمه کړي او د څو ورځو لپاره په پرله پسې توګه کار وکړي.
دغه بټرۍ د اوسنيو ليتومي بټري په پرتله شل ځله ډير چارج اخلي، ځکه د زيرمې کولو لپاره له ستاتيک میتود نه کار اخلي او د بټرۍ پر مخ باندې چارج ذخیره کيږي، په داسې حال کې چې په اوسنیو کې کیمياوي میتودونه کارول کيږي او د چارج زيرمه د بټريو په منځ کې وي.
که څه هم بازار ته د دې ډول بټریو تر وړاندې کيدو پورې به ډير وخت ته اړتیا وي، خو څېړونکي وايي، چې دغه بټرۍ به د وړو سايز برېښنايي الاتو لپاره ډير غوره وي، ځکه سایز (کچه) يې وړ دی.
 
سرچينه: العربیه