خوځنده مړی

زه به تاسوته ديوۀ خوځنده مړي کيسه وکړم .تاسوبه خوځنده مړي ډيرليدلي وي . هغه چې پېريان يې په کالبوت ورننوځي اوديوې شېبې دپاره يې راپاڅوي اوبيا بېرته په خپل ځای څملي . يوځلې زمايودوست دغسې وېروونکي پېښه ليدلي وه . خوزه هغه خبره نه يادوم . تاسې به وايی چې ډاکټران ديوې شېبې دپاره مړی په خوځيدوراوستلای شي ،زه داهم نه يادوم . تاسې به وايیُ ښه نوته دمړي نڅايادوې ،چې جلادان يې دجشن اومېلې په وخت کې دتفنن اوساعت تيری وسيله ګرځوي . نه زماقلم ددغسې انسانيت شرموونکې کېسې له ليکلوڅخه انکار کوي . که تاسې ستړي شوي نه ویُ راته وايیُ به ،چې حتماً هغه کسان يادویُ چې خپلې ارواوې يې په شيطان خرڅې کړي دي په حقيقت کې دهغوی انسانيت مړ شوی اوکالبوت يې حرکت کوي زه د اهم نه يادوم . که ﻻهم حوصله ولریُ نوراته وبه وايیُ ،چې ښه ته هغه بېچاره مېرمنې يادوې چې چادرۍ يې په سروي له هرډول بشري حقوقونه بې برخې دي اوکله چې دکورڅخه راووځي نوله خوځنده مړي سره توپيرنه لري خوزه بيا هم درته وايم نه ،نه ، زه تاسوته يوه ريښتوني کيسه کوم خودايوه پخوانۍ کيسه ده .
*****
مرموزه فضا وه . په کلي کې به چې هرچېرې تلم پس پسی به ؤ . دوه تنه به چې سره ودريدل نوپټې پټې خبرې به يې سره کولې . حجرې ته وﻻړم هلته مې پلار له څوتنوسپين ږيروسره خبرې کولې زه چې ورغلم دوی ګونګه روژه ونيوله . څوشېبې وروسته پلارپه اشاره وپوهولم چې دوی پټې خبرې لري . دباندې راووتم . هلته زمادتره زوی دچاسره غږيده ،چې زه يې وليدم دواړوخبرې بس کړې بياچې زه له دوی نه لږلرې شوم پس پسی يې شروع کړ. ما له ځانه سره وويل چې خامخاخبره شته . دوی له مانه خبره پټوي ځکه چې زه وړوکی يم . وړوکی بايد په پټو خبروپوه نه شي . بيامې په ذهن کې تېره شوه هسې نه چې دوی زماپه باره کې خبرې کوي . که داسې وي نوماڅه کړي دي؟ چرت مې وهلوچې مابه څه ګناه يا اشتباه کړي وي . هرڅومره مې چې فکر وکړسرمې په خلاص نه شو. بياکه له مانه کومه سهوه اوخطاشوي وي پلارمې ولې په داسې خبروکې ځان ورګډوي ؟ ... ... ښايي هغه به له مانه دفاع کوي ، چې خوشي چټي اوازې دي حقيقت نه لري . زه په انديښنه کې ډوب شوم چرت مې ډير خراب شو. له ځان سره مې پريکړه وکړه چې له ادې نه به پوښتنه وکړم که هغه حال هم راته ونه وايي له سترګوخوبه يې پوه شم چې دغم څښتن څوک دی . کورته چې وﻻړم زموږ کره يوه ميلمنه راغلې وه . ماښام شو . ماسخوتن شو . ناوخته ماسخوتن شو. په زړۀ مې دغم دروندپېټی پروت ؤپلاراومشرورورمې رانه غلل . دډوډۍ له خوړلو نه پس زه کټ ته وختم . په بړستن کې پټ شوم مورمې راته وويل :
_ زويه ! نن دچرت ډيرخراب دی . نورکله به دې شپې سبق ويلو ،بيا به بيده شوې خير خودی ولې دومر ه خپه يې ؟
دالومړی ځل ؤ چې ماخپلې مورته ځواب ورنه کړ . ډيوې تته رڼاکوله دچرګۍغاړه يې رڼاکړې وه نوره کوټه په تور لوګي کې پټه شوي وه . هڅه مې وکړه چې دوی پرمادويده ګمان وکړي اوهغسې هم وشول . مورمې دجهان بي بي په سترګوکواوښکې وليدې نودمعذرت په لهجه يې وويل :
_ خورې ! دڅېړۍ لرګي خلاص شوي دي ده ته مې ويلي ؤ غره ته ﻻړشي اودڅېړۍ لرګي راوړي . خوداغم چې کاله ته راغلونوده وخت پيدانه کړ ورځ يې له کليوالوسره په مرکوتيره کړه ـ
په دې وخت کې زمادذهن فضا هم دغم تورلوګي ونيوله (( داغم چې کاله ته راغلو)) څه معنالري ؟ داخوبېشکه زموږدکورخبره ښکاري . جهان بي بي ځواب ورکړ :
_ نه کاکۍ . دتوت لرګي په مابدنه لګيږي موږ په خپله هم دتوت ياڅنارلرګي بلوو . هغه بل غم ته مې ژړا راغله . رښتيا داهلک ويښ دی که ويده ؟
دلته مافکروکړچې ماهسې بېځايه تصور نه ؤ کړی . دمورخبرې ته مې پام شوچې ويل يې :
_ ګمان کوم چې ويده دی خوخبرې په معماکې کوه .
_ ده مکتب ويلی دی . په معماپوهيږي خوسباته يې وپوهوه چې چاته حال ونه وايي که نه پلاربه يې بندي شي .
_ زه خوډارېږم چې حکومت ته چارپوټ نه وي ورکړی ،که داسې وي نوحکومت به زموږکليوال ﻻس په لستوڼي ونيسي ټول به بنديان کړي . بنديخانه خوخيردی جريمه سخته ده ، ټول دسبابېګا روزي ته اريان دي جريمه به له کومه ځايه کړي ؟
_ کاکۍ ، خلک وايي چې ډېره ښکلي ځواني لري . سپين مخ ،نوراني ټنډه ،خيالي توربرېتونه . ظالمانويې يوه ګوته هم ورپرې کړې ده . د هغه په ګوته يوۀ قيمتي ګوتمۍ وه ، چې له ګوتې نه نه رايستل کيده نوپه چاکويې دده ګوته رېبلې ده .
_ اوه خدايه ، دمساپرۍ مرګ څومره زور لري . موراوخورڅوک به يې وي هغوی به سترګې غړوي ، چې له هندوستان نه به پېسې اوکالي راوړي خبربه نه وي چې پېسودده ځواني وخوړه اوکالي يې په وينو سره شول . مرګ خوحق دی خوپه ځوانيمرګ مساپر دچازړۀ نه خوږيږي ؟
په دې وخت کې دکلادروازه وټکېده ادې وارخطاجګه شوه اود کلادروازه يې خلاصه کړه . له بابک سره شپږ اووه تنه ميلمانه راغلل په پوزي کېناستل . ماغلي شانته مېلمانه له نظره تېر کړل فقط يوسړی مې ونه پېژانده ، چې دبابک په شان يې هېبت ناکه څېره اواوږده برېتونه لرل .
پلارمې مورته وويل :
_ دادتوت لوګی دخدای ووهي . ورشه داصيل کورنه دڅېړۍ لرکي راوړه !
دمېلمنوله ډلې يوۀ تن وويل :
_ حاجت نه شته موږروان يوو . که په کورکې ګوړه اوتوتان وي رايې وړه چې ديوې پيالې چايوسره يې وخورو ، چې تاوده شووبيابه ځو. هغه نورخلک به اوس ((سورۍ غونډۍ )) ته رسېدلي وي . هواډېره سړه ده هغوی به په انتظارکې نه پرېږدو .
ورپسې يې زماله پلارنه وپوښتل :
_ ﻻﻻ ، دومره ډېرخلک موولې راغوښتل . دجنازې کټ دپاره خواته يالس تنه بس دي .
_ داغم دټولودی . بايدټول په ښه اوبده کې سره شريک شو. هسې نه سباڅوک ووايي ،چې موږ له هېڅ شي نه خبرنه يوو . داکار دوی په خپل سرکړی دی .
بل مېلمه پوښتنه وکړه :
¬_ جنازه کوم ځای ته وړو ؟
پلارمې ورته وويل :
_ ترهغه ځايه وړوچې بيابېرته په تياره کې خپلوکورونوته راستنېږ واوڅوک موونه ويني .
په دې وخت کې چاداستفهام په توګه زماخواته اشاره وکړه .
بابک وويل :
_ پروا مه کوۍ ، زه به يې وپوهوم چې چاته حال ونه وايي .
رښتياخبره داده ،چې اوس نيمه پېړۍ تېره شوې دهغه راز څرګندول چاته زيان نه رسوي .
*********
دژمي په سړه شپه کې په شنه اسمان کې ستوري له يخنۍ رېږدېدل . يوځوانيمرګ شهيدپه دښتوکې سرګردان ګرځېده . دورځې به يې په کوم پټ ځای کې دمه جوړوله اودشپې به له يوې سېمې نه بلې سېمې ته تلو . دی له هندوستان نه دزرمت ( زرملې ) خوا ته روان ؤ . نه پوهېږم چې په پای کې به خپل منزل ته رسېدلی وي اوکه په دوړو او ګردونو کې به يې ﻻر ورکه کړي وي !
د1995 دمې دوه ويشتمه
مونشن ګلادباخ _ جرمني