د ملحد ځواب لړۍ - ۵/ په اسلام کې د غوښې خوراک

 
څه موده مخکې زموږ یو ورور د غوښې نه خوړلو په رابطه یو پوسټ وکړو او ليکلي یی وو چي باید انسان غوښې ونه خوري ځکه دا حيواناتو سره ظلم دي 
اوس به دغه اعتراض ته کتنه وکړو.
فتنه (Vegetarianism) سبزيجاتو خوړلو تحریک , دغه تحریک ټوله دنیا کښي زور نیولي , د حقوق حیوانات په نوم دغو خلکو یو ستر جنجال جوړ کړئ .
اسلام کښي د غوښي خوړلو اجازه ولي ?
اسلام د هر جاندار او ژوندي شې د حقوقو تلقین کوي البته دا هم وايي چي دا هر څه د انسان د فایدي لپاره پیدا دي .
اوس دا خبره هر انسان پوري تړاو لري چي هغه دا وسیله څنګه او چیرته استعمالوي ، ددي خبري بلي خوا ته هم نظر اچوو یو عام انسان چي یوازي سبزي یا ترکاري خوري نو دا هم ښه مسلمان دي ضرور نه ده چي غوښه خوړونکي به ښه مسلمان وي
قران عظیم الشان داسي فرماي
وَإِنَّ لَكُمْ فِى الْأَنْعٰمِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنٰفِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
وَالْأَنْعٰمَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنٰفِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
هغه څاروي پيدا کړيدي چي ستاسي لپاره پوښاك هم دي او خوراك هم، او ډول ډول نوري ګټي هم.
او حقيقت دا دى چي ستاسي لپاره په څارويو کښي هم يو درس دى. د هغو په ګيدو کښي چي څه دي، له هماغو څخه موږ يو شى (شیدې) په تاسي څښو،او ستاسي لپاره په هغو کښي ډيري نوري ګټي هم دي او تاسي هغه (غوښي یې) خورئ؛
اول سوال طب نه کوو چي طب موږ ته څه وايي؟
طب له نګاه نه باید یوي خبري ته پام وکو غیر نباتاتي خوراک هګي , ماهي , او غوښه د پروټينو حاصلولو ډيره ښه ذریعه ده په دي شیانو کښي 8 قسمه ضروري (اماینوایسډز) موجود وي چي هغه جسم نشي جوړولي , انسان مجبور دي چي د همدي خوراک نه يي حاصل کړئ 
او بیا غوښه کي فولاد ,( وټامن بی ون او نیاسن) هم شامل وي.
قدرتې طور سره کله چي موږ د سبزي خور ځناور غاښونو ته وګورو نو میده میده هوار جوړ وي 
او کله چي د شیر , سپې , یا نور غوښه خور ځناور وګورو نو د هغوي غاښونه به سخت تیره جوړ وي قدرتي طور سره هغه د غوښي خوړلو لپاره جوړ وي 
راځو انسان ته د انساني غاښونو جوړښت د دواړو ډولونو نه شوي هم هموار او هم تیره نو معنا دا چي سبزي او غوښه دواړه خوړلي شي
اوس که همدي خلکو نه سوال وکړي چي که غوښه خوړل ښه عمل نه وو نو د تیزو غاښونو انسان ته کومه فایده وه ??? نو یقینا دوي به لا جوابه شي.
دا یو منطقی منلی شوي خبره ده چي انسان ته د دواړو شیانو د خوراک غاښونه ورکړل شوي
دغه خلک هندو مذهب نه هم متاثره دي چي د هغوي مذهب کي ولي د غوښي ممانعت راغلي دي 
ځواب : شلو نه زیاتو هندو ازم کتابونو کي د غوښي خوړلو ترغیب راغلي دي موږ به یی یو مثال درکو 
(منو سمرتی 5 باب) کي راغلي چي د قرباني غوښه خوړل صحیح کار دي او همدا د دیوتاګانو عمل وو
هیڅ امکان نشته چي غوښي نه غیر دي انسان ژوندي وي
تقریبا د ( میډیکل په ټولو طبي داروګانو) کي د ځناورو د ویني , زهرو , غوښو , پوستکي نه استفاده شوي او که د انسان وجود د هغو وټامنو نه بی برخي پاتي شو چي غوښه کي دي نو ژوند به ورته سخت شي
اوس راځو دویمي برخي ته 
سبزي خوړل 
نن ساینس دا ثابته کړه چي سبزي هم تکلیف محسوسوې ,خو د سبزو غږ انسان نشي اوریدلي ,ځکه دغه (هرټز ) کم لري انسان له شلو نه پورته تر شل زرو هرټز پوري غږ اوریدلي شي
اوس په امریکا کي یوه داسي اله جوړه شوي چي هغه د سبزیانو غږ د انسان اوریدو درجی ته برابروی 
او دغی آلي سره د بوټو د اوبو په وخت کښي هم چغی اوریدل شوي 
ساینس نور هم مخکښي ځي واي بوټئ غم او خوشحالی هم لري
ډاکټر ذاکر نایک صیب وايي چي یو وار مي د سبزي خور سره بحث شو راته یی وویلي چي د حیوان غوښي نه خو سبزی خوړل ښه دي ما ورته وویلي سبزي خو هم ژوندي دي؟؟؟؟
وايي هغه دری حواسه لري او ځناور پنځه حواسه لري ما ورته ځواب ورکو چي ددي خو داسئ مثال دي
که چیرته ستا یو ورور وئ او هغه اوریدل او ویلو نه محروم وي ګونګي وي او هغه څوک درته قتل کي نو ته به قاضي ته دا ووایی چي قاتل ته سزا کمه ورکه ځکه زما د ورور دوه حواسه کم وو ????
خو داسي به ونه کي ته به ورته وايي چي
معصوم یی قتل کړی سخته سزا ورکه
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 168]
يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِى الْأَرْضِ حَلٰلًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
اې خلكو! په ځمكه کښي چي كوم حلال او پاك شيان دي، هغه خورئ او د شيطان په ښودل شوېو لارو مه ځئ، هغه ستاسي ښكاره دښمن دی.
که چیرته انسان یوازي سبزي خور واي نو دي سره دنیا کښي د ځناورو او بیا خصوصا وحشي ځناورو تعداد به ډير زیات شوي وايي چي دا به انسانیت ته ستر خطر ګرځیدلي وايي هر کار کښې د الله پاک خپل حکمت دي
دا چی قدرتي طور سره هر ځناور ته ځنګلونو کي بل خوړونکې ځناور برابر دي دغه کي هم ستر حکمت پروت دي د تر شی قدرتي توازن قدرتي ساتلی شوي دی
الله دي موږ ته سالم عقل سره د پوهيدو توفیق راکي