
اسيتامنوفين ( Acetaminophen ) دوا چي د درد لپاره يي ډيرخلګ استفاده کوي که تر خپل نارمل مقدار (دوز) زیات استعمال سی زهرجن خاصيت اختياوري چي په لنډ وخت کي ينه(جګر )د منځه وړي په ورځو يا هفتوکي يي دمنځه وړلاي سي( acute liver failure) .
اسیتامینوفین او دی ورته نوری د درد دوگانی کله کله په نارمل مقدار (دوز) کی هم د ینه (جګر) تیراب(انزايم) لوړ (جگ) کوی ددي تيزاب ( AST ALT) لوړ کيدل پدی معنی دي چی پر ینه زور راوړی او که یی مقدار زیات سی ینه زهرجنه کوی دمنځه يي وړي
د اسيتامنوفين دوا مختلف تجارتي نومونه لري اکثره د درد دواګانو په ترکيب کي شتون لري مقدار او دوز ورته ليکلي وي بيله نسخي څخه په درملتونو کي خرڅيږي خلګ يي د مختلف دردونه لپار استفاده کوي لکه دعضلاتو درد ، تبي ، درد سردرد ، نيم سري درد ، صورت درد ، دپښو دردونه...
ددي دوا لپاره تقريبي روزانه يعني د ورځي په اوږدو کي مجموعه تر څلور 4 ګرامه (4gr/day) يا څلور زره ملي گرامه اضافه استعمال پر ينه زهرجن تاثيرات ښکاره کوي ديني دمنځ تلو باعث کيداسي
ددي دوا لپاره مختلف څيړني اوتحقيقات سوي يوه څيړنه په امريکا کي سوي ده هغه خلګ چه دغه دوا يي د درد لپاره استعمال کول د يو کال په اوږدو کي شپږ پنځوس زره 56000 کسانو عاجل وطاق ته د زهرجن کيدو په شکايت راغلي وه
ددي کسانو څخه يي شپږ ويشت زره 26000 کسان عاجل بستر شوي تر جدي تداوي لاندي نيولي وه او څلور سوه اته څلويښت 448 کسانو د همدي زهرجن کيدو يا په لوړ مقدار اسيتامينوفين د دوا په استعمال سره خپل ژوند د لاسه ورکړي وو
په امريکاکي کي دينه(جگر) له يوه انسان څخه بل انسان ته دينه دنقلولو ياتبديل په سببو کي د اسيتامينوفين دوا باندی زهرجن کيدول په اول سرکي شيمرل کيږي
ډيري نوري دوا گاني هم په لوړ مقدار استعمال تااون لري خو ذکرشوي اسيتامينوفين تر ټولو زهري دوا ثابت سوي په امريکا کي د ينه(جګر) دمنځه وړلو او زهري کيدو تر ټولو اول درجه خطر ناک دوا ده
هغه خلګ چي هميشه د درد دواگاني استعمال کوي په دواگانو کي یی بايد د اسيتامينوفين و مقدار ته ډيره توجه وکړي اکثره د درد دواګاني په خپل ترکيب کي ايستامينوفين لري تر نارمل مقدار يي بايد اضافه استعمال نکړي
بعضي خلګ دا عادت لري چي درد ور پيداسي د درد دوا خوله ته واچوي کله چي درد ارام نسي لږ ورسته بله ګولي(تابلت) پسي تيره کړي کله چي لږ ور سره ارام کړي ددي لپاره چي وايي درد پرمخ راڅخه ورک سي يودانه بله ګولي هم پسي تيره کړي چي داسي خلګ ډير ډير د خطر سره دي دا رقم کړنه بايد ونسي
هره دوا پر ينه سربيره پر پښتورګو (ګردوکي) همدارنگه د بدن پر نورو برخو باندي هم زهرجن خاصيت ښکاره کوي
کله چي مو په لوړ مقدار(دوز) باندي دوا استعمال کړه او وروسته دغيرنارمل خالت سره مخ سوي يا کوم بد تاثير يي ښکاره کړي ژر تر ژره بايد نژدي يو د صحت مرکزته ځان ورسوي ځنډوالي بايد پکښي رانسي ځکه که چيري يي زهرجن خاصت ښکاره کړي وي د ساعتو په جريان کي د ينه تخريب او د کاره لويدل امکان لري. مننه