
ليکنه: داکترعبدالصمد نظري
ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چې د حمل مخنيوی وکړي او د يو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي، چې مختلف سببونه لري؛ مثلا ډيرې ناروغۍ شته چې د هغه ناروغي په شتون کې حامله پاته کيدل، د ښځي ژوند ته خطر وي. ځيني اقتصادي مشکلات وي چې د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته مشکل وي، ځيني خلګ بيا وايي لږ اولاد پيدا کوم چې پالنه او روزنه يي ښه کوم ،چې هم يي کورنۍ ته خير ورسيږي او هم ټولني ته. همدارنگه په ځيني هيوادوکي د نفوس د کنترول په مقصد هم دحمل مخنيوی کوي.
همدارنګه ذکرشوي د حمل مخنيوي په طريقو ماشوم وژنه هيڅ نسته دلته فقط او فقط د نارينه د مني (سپرم) او دښځينه د هگۍ تر منځ يو ديوال جوړيږي د نارينه دمني او د ښځينه د هګۍ د يو ځای کيدو مخه نيسي. د نارينه مني د ديوال يوي خواته پاته کيږي د ښځينه هګۍ د ديوال بلي خواته پاته کيږي. د حمل د مخنيو طريقې هره يوه جلا جلا ښه او بد طرف يې په لاندی شکل تشريح کوم .
بيچکاري (ستنه) : دحمل په مخنيوکي ډيري تاثير ناکه دي د يو مياشتني او دري مياشتني ستني سته چې د مياشتني ناروغي په اول پنځه ورځو په داخل کي ورته لگول کيږي ذکر شوي ستني هم گټه لري او هم تاوان لري.
گټه يي دا ده چې د اوږده وخت لپاره دي، د اعتماد او د باور وړ دي، د حمل د مخنيوي وړتيا يي لوړه ده، د نورو دواګانو سره يي يو ځای استعمال خاص تاوان نلري ، په پريښودلو سره تکرار خپل پخواني حالت ته راګرځي ، درحم او تخمدان دکنسر په مخنيوي کي کمک کوي ، د پاخه عمر لرونکو ميرمنو ، دويني فشار لرونکو او دشکري دناروغي لرونکو میرمنو دپاره استعمال کيداشي
تاوان يي دادي چې مياشتني ناروغي دغير منظم والي احتمال ورسره سته ، دمياشتني ناروغي د ځنډوالي احتمال ورسره سته ، غير منظم د رحم دويني احتمال ورسره سته ، وزن دزياتوالي احتمال ورسره سته ، دژور خفګان د زياتوالي احتمال ورسره سته ، د سيني دحساسيت احتمال ورسره سته ، دهډوکو د کمزوتيا احتمال ورسره سته .
دواگاني : دحمل په مخنيوي کي ډيري کامياب دي ، د حمل دمخنيوي وړتيا يي لوړ ده ، د تابلتو مختلف ډولونه لري په عمومي ډول په ورځ کی يو دانه خوړل کيږي يويشت 21 ورځي ادامه ورکول کيږي په منځ کي اوه 7 ورځي فاصله ورکول کيږي تکرار شروع کيږي
گټه يي داده چې د حمل په مخنيوي کي په لوړ درجه تاثير لري ، په پريښودلو سره دستي خپل پخواني حالت ته راگرځي ، په هر عمر کي داستفادي وړ دي ، ټول منفي تاثيرات يي څيړل شوي ، مياشتني ناروغي لنډوي اسانه کوي یی او منظم کوي يي ، د درد لرونکي مياشتني ناروغي مخنيوي کوي ، پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلري ، دسيني او درحم د سرطان په مخنيوي کي کمک کوي
تاوانونه يي دادي چې د نورو دواگانو سره يي استعمال منفي تاثير ښکاره کوي ، هره ورځ خوړل کيږي ، د ويني دلوړ فشار احتمال ورسره سته ، دزړه دناروغيو احتمال ورسره سته ، د صفرا دکڅوړي د تيږي (تيگه) احتمال ورسره سته ، دینه (جگر) دسرطان احتمال ورسره سته ، د ديفريشن او ژور خفگان احتمال ورسره سته.
د دواگانو د استعمال په وخت کي کيداي شي دغه تاثيرات هم ښکاره کړي لکه سرچرخي ، استفراق ، سر دردي ، دسيني حساسيت ، دمياشتني ناروغي نه ليدل ، پر پوستکي ټکۍ او داني
دواگانی باید دلاندی ښځو لپاره استعمال نشی چې عمر یی تر 35 کالو لوړ او سګريت څکوي ، چاغي ښځي ، حامله ښځي ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي ، نيم سري او سردرد لرونکي ښځي ، لوړ ګليسترول لرونکي ښځي ، هغه ښځي چې ماشوم ته طي ورکوي( اولي شپږ مياشتی ) ، چې ښځي دسيني دسرطان تشخيص يي ښودل شوي وي
په عمومي ډول دواګاني دهغه ښځو لپاره ښه مناسبي دي چې ځوان عمر ولري ، دمياشتني ناروغي وينه يي زياته وي ، غير منظم مياشتني ناروغي ولري ، په مياشتني ناروغي کي دردونه ولري ، په سينه او تخمدان کي کيستونه (کوچني داني) ولري
په بازوکي تر پوستکي لاندي دامپلانت ايښودل : د بازو په لاندني برخه کي تر پوستکي لاندي يوه آله ايښودل کيږي چې په داخل کي د آلي هرمون شتون لري دضرورت په اندازه يي وجود ته ورکوي مختلف ډولونه لري دمياشتو او کلونو لپاره داستفادي وړ دي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي دآلي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي منفي طرف يي دادي چې دمياشتني ناروغي د غير منظم والي احتمال ورسره دي .
د رحم داخلي آله : دا يوه ډيره کوچني آله ده چې درحم په داخل کي ځاي پرځاي کيږي دحمل په مخنيوي کي ډير کامياب دي ډيري ميرمني يي استعمال کوي مختلف ډولونه لري د پنځه 5 کاله څخه تر لس 10کالو پوري داستفادي وړ دي دآلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي
گټه يي داده چې ارزانه ده ، اسانه ده ، د اوږده وخت لپاره داستفادي وړ دي ، ددنيا ډيري ميرمني يي استفاده کوي ، د آلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي ، هرمونيک آلي يي دمياشتني ناروغي دردونه او وينه هم کمولاي شي
تاوانونه يي دادي چې د آلي ايښودل مسلکي ته ضرورت لري ، دمياشتني ناروغي د زيات وينه کيدو احتمال ورسره سته ، دميکروبي کيدو احتمال ورسره سته
دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چې د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي ، ماشوم ته طي ورکونکي ښځي ، هغه ښځي چې د دوا استعمال نه غواړي ، هغه ښځي چې د 12 مياشتو په داخل کي د رحم پوري مربوط ميکروبي ناروغي نه وي پر تيره شوي ، هغه ښځي چې پاکي او صافي ته ډيره توجه کوي ، هغه ښځي چې تولد يي ډير کړي وي ، هغه ښځي چې مياشتني ناروغي يي منظمه وي
د رحم داخلي آله بايد د دغه ښځو لپاره بايد نشي استعمال لکه حامله ښځي ، په رحم پوري مربوط د ميکروبي ناروغيوشتون الي ، دويني کنسر شتون والی، د ايډز شتون والی، د وجود دفاعي سيستم خرابوالي ، د مس سره دالرژي شتون والی ، دويلسن د ناروغي ستون والي ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي ، رحم تر خپل نارمل حد دیر غټ يا کوچني وی ، د زړه د والو دناروغيو شتون والي
د رحم داخلي رينگ : دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يي دهرمون څخه تشکيل شوي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي د 3 هفتو لپاره ايښودل کيږي په نهه ويشتمه 29 ورځ ايستل کيږي بل رينگ ورته ځاي پر ځاي کيږي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي .
د نارينه کانډم : هم د حمل مخنيوي کوي او هم د جنسي اړيکو د لاري دساري ناروغيو مخه نيسي ساري ناروغي لکه ايډز ايچ اي وي تور ژيړي ...
دهري جنسي اړيکي لپاره بايد نوي کانډم استفاده شي ، تر هري جنسي اړيکي وروسته بايد کانډم کنترول شي چې سوري شوي يا څيرل شوي خو ندي که چيري سوري شوي وي د 72 ساعته داخل کي دصحت مرکز ته مراجعه کولاشي ، کانډم استعمال اسانه دي ، ارزانه دي ، گته لری ، خاص تاوان نلري. .
ښځينه کانډم : ښځينه کانډم نرم جوړښت لري تر جنسي اړيکي مخکي درحم په واجن (درحم په مخکني برخه ) کي ځاي پر ځاي کيږي هم دحمل مخه نيسي او هم دجنسي اړيکو دلاري د ساري ناروغيو مخه نيسي لکه ايډز ، ايچ اي وي ، تور ژيړي ...
د نارينه دکانالو بندول : دنارينه دکانالو بندول سل فيصده دحمل مخنيوي کوي د کانالو تر تړل کيدو وروسته دنارينه شخص څخه دعمر تر پايه دحمل کيدو امکان نسته ، دکانالو تړل پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو منفي تاثير نلري دا طريقه ډير کمه ليدل کيږي دا طريقه هغه خلګ کوي په کافي اندازه اولاد ولري او حامله کيدل يي د ميرمني ژوند ته خطر وي
دښځينه د کانالو تړل : سل فيصده دحمل مخه نيسي يو ځل چې کانالونه وتړل شول بيا دعمر تر پايه دحامله پاته کيدو چانس يي ډير کم دي دا طريقه هغه ميرمني کوي په کافي اندازه اولاد ولري او حامله کيدل يي ژوند ته خطر وي دا طريقه پر مياشتني ناروغي او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلري .