پر بدن باندي تورخالونه او د سرطان احتمال

 
 

ليکنه: داکتر عبدالصمد نظري 
پر بدن تور خالونه او توري داني چې ځيني خلگ زخي هم ورته وايي په لاتین ورته ( moles ,Nevus ) وایی تقريبا د هر انسان پر بدن دکوچنيوالي څخه پيداکيږي د ځينو پر بدن ډيري وي او دځينو پر بدن بيا لږ وي دځينو پر بدن هيڅ نه وي دا تورخالونه دبدن پر هر برخه کيداي شي راپورته شي چې ځيني يي تور رنګ لري ځيني يي بیا سور رنګ او نور رنګونه لري.
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-15_03.47.48.jpg
 
 
اکثره تور خالونه اوتوری دانی (زخي) بي تاوانه دي ، بي ضرره دي د تشويش وړ ندي خو بعضي وخت او همدارنګه د عمر په تيريدو سره په کنسر يا سرطان باندي د تبديليدو احتمال سته چې يو ښه مثال يي ميلانوم دی ( Melanoma ) چې دپوستکي دخطر ناکه سرطان څخه شمیرل کیژی.
 
دميلانوم کنسر ځانته نښي او علايم لري که چيري علايمو او نښو ته يي پر وخت توجه وشي تشخيص او تداوي يي اسانه کيږي که چيري بي پر وايي ورسره وشي او توجه ورته ونه شی ناروغي به يي درنه شي او د بدن نورو برخوته به ريښي اوږدي کړي.
 
تاسي هر وخت د بدن پر پوستکي څار او توجه کوي که چيري پر پوستکي مو تور خالونه ، توري داني (زخي) او ټاپي وي يا پيداسي دهغوی په منظم ډول تعقيب او کنترول کوی مثلا د خالو او د دانو د شکل غټوالي ، اوږدوالي ، پڼډوالي ، رنګ ، نرم والي ، او کلک والي درسره تعقيب او کنترول کوي.
 
نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي منظم او سمیتريک (symmetric ) شکل لري که چيري خالونه داني (زخي) او ټاپي غيرمنظم او غير سمیتريک شکل ولري د ميلانوم دکنسر دپاره نښه او خطر زنګ کيداشي
 
نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي ملايم وي او سرحدات يي منظم شکل لري که چيري نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي ملايم نه وي او سرحدات يي غير منظم وي د ميلانو دکنسر نښه کيداسي
 
نارمل خالونه داني او ټاپي اکثره وخت تور يا سور رنګ لري که چيري نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي په يوخت کي مختلف رنګونه ولري مثلا د سور رنګ سره تور يا ډير سور رنګ يا آبي رنګ ولري دميلانوم دسرطان لپاره نښه کيداسي
 
نارمل دخالو دانو (زخو) او دټاپو اوږدوالي او پڼډوالي لږ وي خو که چيري يي اوږدوالي تر 6 ملي متره پوري ورسيږي د ميلانوم دسرطان نښه کيداسي همدرانګه کيدای شی تر دي په کوچني اندازه هم دميلانوم دسرطان احتمال وی خو 6 ملي متره يي عمو ميار ورته ټاکل شوي دي
 
نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي د وخت په تيريدو سره پر خپل ځاي ولاړه وي که چيري نارمل خالونه داني (زخي) او ټاپي دوخت په تيريدو سره تر خپل اصلي حالت وده ، پرمختګ او لويوالي وکړي دميلانوم نښه کيداسي مثلا که دوخت په تيريدو سره په رنګ ، شکل ، اوږدوالي او پڼډوالي کي پرمختګ وليدل سو ډاکتر ته ولاړشي او مشوره ځيني وغواړي
 
دميلانوم دسرطان مختلف سببونه لري لکه ارثي ، دعمر ډير والي ، دلمر وړانګي ، ضرري شعاوي اوداسي نور
 
دملانوم دسرطان دمخنيوي لپاره بايد دلمر دوړانګو څخه ځان وساتي ، د ضرري شعاوو څخه ځان وساتي (UV) ، په او طاق کي دلمر د وړانګي څخه ځان وساتي ، کوښښ وکي چې دلمر د وړانګو څخه ځان وساتي او دامکان ترحده په سايه کي وخت تير کړي.
 
دخالو ، دانو او ټاپو تداوي او چاره
 
بعضی خلګ سته چې د نارمل او عادي خالو دانو او ټاپو عمليات هم کوي په لاندي دري دلیل سره
 
اول : دعمر په تيريدو سره د خالو ، دانو او ټاپو په سرطاباندي د تبدیليدو د احتمال څخه ډار لري او وارخطايي ورسره ملګري وي
 
دوهم : د خالو ، دانو او ټاپو دغټوالي په سبب يي عمليات کوي
 
دريم : دښکلا په سبب يي عمليات کوی بعضي وختونه خالونه ، داني او ټاپي داسي ځاي موقيعت او شتون ولري چې طبعي ښکلاته يي تاوان رسولي وي
 
ياد بايد وساتو چې عمليات يي بايد دمتخصيص او تجربه لرونکي شخص له خوا اجراشي که چيري متخصص او تجربه لرونکی نه وي کيداشي دعلمیات څخه وروسته د خالو ، دانو او ټاپو پر ځاي دعمليات نه ورکيدونکي نښان (ټاپه) پاته شي
 
عمليات يي لنډ او څو دقيقي وخت نيسي چې مختلف د عمليات طریقی لری لکه په لايزر راديوفريکنسي او الکتروکوتر او نور طریقو باندی کيږي .مننه
 
 
 
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.40.24.jpg
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.37.51.jpg
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.36.07.jpg
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.32.53.jpg
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.30.54.jpg
 
C:UsersRohiDownloads2016-09-14_19.26.50.jpg