د وینې نښې د محکمې په برخه کې یو مهم عنوان دی.
ایا وینه د جرمونو د حالت په درست والي کې شاهدي ورکولی شي؟
یوه ازاده پوښتنه داده، چې وینه چېرته کولی شي ، چې د جنګي محکمې په منظم والي کې صحت ومومي؟
ایا د ویني څاڅکی په رښتیا کولی شي ، چې مونږ ته د ایچ بي او په څېر په درسټ ډول کیسه وړاندې کړيُ
(ایچ بي او ) هغه کمپني ده، چې په انلاین ډول خلکو ته فلمونه او کیسې خپروي.
ایا د وینې څاڅکي کولی شي ، چې د تلویزیون په څېر مونږ ته رښتینې ډرامه یا صحنه وښیي؟
که چیري تاسو د قتل د دوسیې په ترتیب کې شمولیت یا ګډون ولرئ، ښایي تاسو همیشه د وینې پېژندونکي پسې تلاش وکړئ. ځکه هغه کولی شي تاسو ته په صادقانه توګه دا په ډاګه کړي ، چې د وینې په وسیله درته د قتل صحنه واضح کړي او د جرم په اړه به درته رښتینې کیسه ووایي.
ځېنې نظریات:
د وینې تجزیه کولی شي په مختلفو برخو کې مرستندویه تمام شي، دا په زیاته پېمانه د جرمونو د محوه کولو د امکاناتو په توګه کارول کېږي، په ځانګړې توګه دا نشي کولی ، چې هغه څه ثبوت یا تاید کړي، لکه څنګه چې واقعه رامنځته شوې وي دا یواځې یو ډېر مدافع توکی دی؛ خو د وینې څاڅکي اوسمهال په امریکا متحده ایالاتو کې د ټپونو د ډولونو، د ورانکارو د وروستي حرکت او د حملې د زاویې په معلومولو کې کارول کېږي . یو ګومان دا چې هغه څوک ، چې وینه د محکمې په ډیسېپلین کې کاروي، هغه دا ده، چې وینې څاڅکي یا داغ د واقعې د ځای، ټپونو د طبیعت ، د جامو په پېژندلو، د مرمۍ د ویشتلو په جهت معلومولو او د زخم په معلومولو کې پرې تکیه کېدلی شي. د جرم او واقعې په کشف کې د وینې پاشلي څاڅکي ځانګړې مرسته کولی شي. مثلاً مونږ کولی شو ، چې د وینو له دارو څخه د حملې جهت معلوم کړو. په معقولي ډول هڅه کېږي ، چې د وینې داغونه په دوه کټه ګوریو وویشل شي. ۱: مخکې خواته پاشل شوي داغونه ۲: شا خواته پاشل شوي داغونه:
د دواړو برخو انتشار مرسته کولی شي، چې د صحنې ځای ، د اغېز پراخوالی او د حملې طرف معلوم کړي. مخې خواته د وینې پاشل هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې مرمۍ یا ټپي کوونکې وسیله د ټپي له بدن څخه په خورا فشار سره حارج شي.
د وینې په وسیله د جرمونو په کشف کې دغه بنسټیز اصول او قاعدې موجودې دي:
۱: د ټوپک ډز په وسیله د وینې پاشل:
په دې ډول کې د وینې ګرد ، ګرد څاڅکې تر لرې ساحې پورې پاشلي وي او ستر داغونه چې تقریباً (۱-۲) ملي متر پورې وي لیدل کېږي. او وینه تقریباً تر څلورو یا پنځه فوټه پورې فاصله کې موندل کېږي. که حمله د څلورو فوټو په واټن کې ترسره شوې وي ، نو بیا د وینو څاڅکي په ټوپک یا وسلې، د ډزې کوونکي په بدن او یا جامو پورې هم نښلي . په هر حال د وینو څاڅکي کولی شي ، چې د دې سبب شي ترڅو یې څېړونکی تر څېړنې لاندې ونیسي.مخ پر وړاندې څاڅکي ښایي د مخ پر شا څاڅکو سره برابر وي. دا بیا د حملې د جهت نه ښکاره کېږي ، چې زخمي کوونکې وسیله د متضرر شخص بدن ته د کوم خوا یا جهت نه ورسېدلې ده. سربېره پردې مخې خواته څاڅکي اکثره وخت د مرمۍ د خط سیر په معلومولو کې مرسته کوي او د شا طرف د وینو دارې بیا د وسلې ډول، د برخورد طریقه او زخم ته په کتو د حملې نیولو فاصله یا واټن په ګوته کوي.کله چې یوشمېرساینس پوهانو د پاشلو وینو د څاڅکو د څېړلو په اړه خبرې اترې وکړې، دوی سره یو شمېر موافقو ته هم ورسېدل. چې د وینو څاڅکي په موقتي ډول د قرباني شوي د ټپونو له زخمونو څخه پېداکېږي، چې د حملې په وسیله د نوموړي له بدن څخه راوتي وي. په عین حالت یا وخت کې که دوه فایره یا ډزې قرار ولري، د لومړي ډز په پرتله د دوهم ډز اثرات زیات وي او څاڅکي په خورا فشار سره بېرون لېږدوي. ځکه لومړی ډز ساحه زخمي کوي؛ خو وینه بېرته ژر د زخم یا ټپ په کنده کې راټولېږي او د دوهم ډز په کولو سره همدغه ټوله شوې را غونډه شوې وینه پاشل کېږي او ډېر واضح اثرات پرېباسي.
په دوهم ډز سره په ډراماتیک یا حېرانوونکي ډول د وینو د پاشلو څاڅکو نتیجه خورا ستره او درنده وي.
بالاخره د پرې وتې وینې له داغونو دا مشخص کېدای شي ، چې حمله څنګه شوې او د کومې اسلحې په وسیله ترسره شوې ده. د لاسته راوړنو سره سره یوه ستونزه دا ده، چې په ټوله معنی د صحیح نتیجې تر لاسه کول ناممکن دي ، ولې تر یوې اندازه مرسته کوي ، چې حرم او صحنه تر اوږدې څېړنې لاندې ونیول شي. په دې برخه کې د پوهې او د پوهو ساینس پوهانو کمې هم یوه ستره ستونزه او ننګونه ده. د دې برخې پوهان او کارکوونکي دومره وارد نه دي، چې په بشپړه توګه یوه غایبه پېښه او د هغې عاملین پېداکړي، ولې دومره کولی شي، چې د څېړنې لپاره لاره هواره کړي. دا علم تقریبا د مایعاتو د بهېدنې د پېژندنې له علم سره یو څه ورته والی لري؛ خو د مایعاتو ماهرین بیا په خپل مسلک کې ډېر پوه او وارد دي. مثلاً د مایعاتو د بهېدنې فشار، د مواد شتون، د محرکې قوې اړتیا او نور ټول په درست ډول پېژني او ترتیبوي یې. دا په دې معنی ده، چې د وینې پېژندنې عالمان باید د دې چارې د درستوالي او صحت لپاره په ډاډمنه توګه کار وکړي او دا ستونزه حل کړي، ترڅو د وینو د داغونو او دارو څخه یوه درسته او رښتینې پایله خلکو او محکمې ته وړاندې کړي.