دا حکومت دی که CHA موسسه؟ ولسمشر ارګ سلام رحیمي ته په اجاره ورکړی

 
هسې غني ناست دی ‌د ولسمشرۍ اکټونه کوي، دا عوام فریبي ده، دا د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندل دي، زموږ اصلي ولسمشر خو سلام رحیمي دی،‌ هوښیار،‌ مدبر، په دسیسو، طلسمونو او نخرو پوه رحیمي.
نور به څه راسره کېږي، بس ښه ده ځان تقدیر ته وسپارو او له ځانه سره ومنو چې زموږ حکومت یوې معتبرې وطني این‌جي‌او ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
سي‌ايچ‌اې موسسه اوس د افغانستان د اقتدار اسمان دی، د سي‌ايچ‌اې موسسې او بشري حقونو کمېسیون له چاپړاسي او دروازه وان سره هم ګوتې پټې کړه، سبا وزیر یې، والي یې، کمیشنر یې، هره لوړه څوکۍ چې وغواړې، په نصیب دې ده.
ولسمشر د شفافیت ډرامه شروع کړې ده. ‌تر ټولو ډېر فساد د دفاع وزارت په قراردادونو کې دی، اما د ولسمشر نیم کاري وخت د دفاع وزارت په قراردادونو د تدارکاتو له کمېسیون سره تېرېږي.
ولسمشر له ښارواله تر ولسواله له هر یوه امتحان اخلي، په وروستیو کې خو یې د کابل د کومې ناحیې مشر هم مرکې ته ورغوښتی و، خو ولسمشر په دې کارونو سره هسې د معلمۍ تمرین کوي، د معلم خاصیت تل د معلم وي، ‌که پاچا هم شي، خصوصیات یې د یو معلم وي، په ارګ کې هم فکر کوي چې ‌په ټولګي کې ولاړ دی، ‌یا مطالعه کوي،‌ یا لکچر ورکوي، یا امتحان اخلي او نمرې ورکوي.
هسې غني ناست دی ‌د ولسمشرۍ اکټونه کوي، دا عوام فریبي ده، دا د خلکو سترګو ته د خاورو ورشیندل دي، زموږ اصلي ولسمشر خو سلام رحیمي دی،‌ هوښیار،‌ مدبر، په دسیسو، طلسمونو او نخرو پوه رحیمي.
ولسمشر غني د سلام رحیمي ټاپه ده، ‌کله چې سلام رحیمي پرېکړه وکړي، په ارګ کې بیا د چا ورته اوبه نه ځګ کېږي چې ویټو یې کړي، ولسمشر د سلام رحیمي ‌ټاپه ده، بس سلام رحیمي پرېکړه کوي، ولسمشر ټاپه د مېز له جابې راوباسي او د حکم، فرمان او مکتوب په تندي یې ورچسپوي.
د شکایت دې رنګ ورک شي، په پښتنو کې یو متل دی ‌چې پور دې تر سلو واوښت مرغ پلو وهه، زموږ افغانانو ستونزې خو تر میليون هم اوښتې، هسې ورته ځورېږو.
نور به څه راسره کېږي، بس ښه ده ځان تقدیر ته وسپارو او له ځانه سره ومنو چې زموږ حکومت یوې معتبرې وطني این‌جي‌او ته په قرارداد ورکړل شوی دی.
سي‌ايچ‌اې موسسه اوس د افغانستان د اقتدار اسمان دی، د سي‌ايچ‌اې موسسې او بشري حقونو کمېسیون له چاپړاسي او دروازه وان سره هم ګوتې پټې کړه، سبا وزیر یې، والي یې، کمیشنر یې، هره لوړه څوکۍ چې وغواړې، په نصیب دې ده.
دا نو اوږد ليسټ دی ‌چې د دې واړه اخبار حوصله د دغومره نومونو د ځایولو توان نه لري چې د سي‌ايچ‌اې موسسې او سېما سمر شبکې څومره کسان په حکومت کې کار کوي، نادر نادري، حسین مرتضوي، لوی څارنوال حمیدي صاحب، په خپله سلام رحيمي، په اداره امور کې سبحان صاحب، نادر نادري...... او د ارګ له دېوالونو دننه په ټولو دفترونو کې د سي‌ايچ‌اې موسسې او بشري حقونو کمېسیون لسګونه مامورین.
تاسې کېدای شي دا خبرې اغراق وګڼئ، شاید فکر وکړئ چې په ارګ کې ټول حکمونه د ريیس جمهور چلېږي، ځکه هغه ډېر قوي ولسمشر دی،‌ ډېر په سنټرلایزیشن باور لري، هو همداسې ده، خو ولسمشر درنه غلط شوی، ‌ولسمشر سلام رحیمي دی او ولسمشر د سلام رحیمي له خوا څېره شوی دی، بس په صحنه کې یو جعلي کرکټر د ولسمشر غني په نوم لوبېږي، ‌نور شا ته لوی اینجن دی، د سي‌ايچ‌اې موسسې اینجن چې په لمریزه انرژي چلېږي.
په ارګ کې څوکۍ کمې دي، په حکومت کې هم هر ځای عبدالله، محقق او دوستم ولسمشر ته پښه ایښې وي، هیڅ خالي‌ځای نه پیدا کېږي، خو که کومه خالي‌څوکۍ پیدا شي، ‌سلام رحیمي هیڅکله چانس نه ضایع کوي،‌ تاسې پرون ولیدل ‌چې د انتخاباتي کمېسیونونو په تشکیلاتو څنګه چور جوړ شو. 
تاسې پرون ولیدل ‌چې د ملي ‌وحدت حکومت څو منزله دی،‌ څو لارې لري، څو شریکان لري، څومره ونډې لا ناادا شوې پاتې دي.
پرون د کمشنرانو په منځ کې داسې خلک راغلل چې اول د دوو انتخاباتي کمپونو له لابراتواره وتلي چڼولي وي، د عبدالله عبدالله برخه پنځوس فیصده نغده عبدالله ته ورسیده، خو د ولسمشر خوراکي ونډه بیا له دوستم، ضیا مسعود او سرور دانش سره تقسیم شوه. 
ولسمشر په دې کې هم څلورمه یوو نه وړه، بیا څه نور سلاکاران دي چې د ارګ نازدانه‌ګان ګڼل کېدای شي، هغوی هم څه شوکه وکړه، کومه پاتې ونډه چې ولسمشر ته پاتې شوه، هغه ولسمشر واخیسته سلام رحیمي ته یې ډالۍ کړه.
سلام رحیمي د سي‌ايچ‌اې او د بشري حقونو د شبکې خورجین ته لاس کړ او نوي تازه دمي متخصصین یې راوایستل. 
ولسمشر د شفافیت ډرامه شروع کړې ده. ‌تر ټولو ډېر فساد د دفاع وزارت په قراردادونو کې دی، اما د ولسمشر نیم کاري وخت د دفاع وزارت په قراردادونو د تدارکاتو له کمېسیون سره تېرېږي.
هماغه دېګ، هماغه شلغمه. 
زړو قراردادیانو خپل ځای نویو هغو ته پرېښود. اوس به یوه بله ډله مړه شي. دا خو حکومت دی، ‌د یوه زورواکي میراث خو نه دی، دې کې د هر زورواکي ونډه شته. بل اړخ ته ولسمشر له ښارواله تر ولسواله له هر یوه امتحان اخلي، په وروستیو کې خو یې د کابل د کومې ناحیې مشر هم مرکې ته ورغوښتی و، خو ولسمشر په دې کارونو سره هسې د معلمۍ تمرین کوي، د معلم خاصیت تل د معلم وي، ‌که پاچا هم شي، خصوصیات یې د یو معلم وي، په ارګ کې هم فکر کوي چې ‌په ټولګي کې ولاړ دی، ‌یا مطالعه کوي،‌ یا لکچر ورکوي، یا امتحان اخلي او نمرې ورکوي.
د انتخاباتي کمېسیونونو له‌پاره یې له دوه سوه کسانو څخه په اوو پړاوونو کې چڼولي دېرش کسان راوایستل، ‌خو اخېر کیسه هماغه ده چې څوک راتلل یوازې هغوی ته یې لاره هواره کړه، د شفافیت په نامه یې له خلکو سره لوبه وکړه، د شایسته سالارۍ د لمانځه رکعتونه یې تمرین کړل او بس کیسه یې هماغسې په هماغه دعا پای ته رسوله چې ارګ غوښتل او سلام رحیمي یې سناریو ډیزاین کړې وه.
که په دې کې د غلطې څه وي، نو تاسې د اجمل هوډمن او جاوید حبیبي پوهه، انتخاباتي تجربه او حقوقي مهارت په پاسنیو کوم یوه کې راښوولای شئ.
دا نور به نه یادوو، ایا د حمیرا حقمل او اجمل هوډمن په منځ کې به کوم بې‌انصافه حقمل ته رایه ورکوي؟ 
خو بس هغه څوک چې د سي‌ايچ‌اې د لویې کورنۍ خپلوان نه وي، په وینه ورشریک نه وي، په دې دولت کې دنده پرې قران ده.
له سرخط ورځپاڼې څخه په مننه !