د دغې هندارې دوییم مخ څه ډول انځور ورکوي؟

 
 دلته هر لوړپوړی دولتي چارواکی او په ټوله کې د دولتي ادارو د مسولینو په کچه مامورین هله پاک او سپیڅلي شي چې له دندو ګوښه کړای شي، دغه ډول لوړپوړي دولتي مامورین بیا تر هغې په نظام کې د فساد په شتون، د ادارو په ضعف، بې عدالتۍ  او د چارواکو په بې کفایتۍ ستوني پړسوي، تر څوپورې چې یې بیا ځلي ځانونه په نظام کې دخیل کړي نه وي.
 دوی وایي، وزارتونه، دولتي ادارې او ولایتونه  یواځې همدغو خلکو ته اړتیا لري او باید دوی یې په سرکې شتون ولري، د دوی په شتون کې به نه فساد وي او نه هم بې عدالتي، دوی دي چې د قانون د پلي کولو وړتیا لري، دوی دي چې د هر مظلوم غږ اورېدلو ته یې غوږونه خلاص نیولي وي او د هر مظلوم پر مخ یې د ادارې دروازې پرانستې  وي.
دوی د ځمکې پر مخ سپېڅلو پرښتو ته ورته دي او له دوی څخه پرته په دې خاوره نه کوم  هېواد پال شتون لري او نه هم داسې څوک شته، چې هغه دې د دوی په کچه له دې ولس او له دې خاورې سره مینه ولري او یا دې هم  دومره وړتیا ولري چې د دوی په نه شتون کې  تشه ډکه کړي .
  که چېرې دوی ته په دولتي چوکاټ کې ونډه ورنه کړل شي، پرته له شکه چې دغه ډول نظام کې به وړتیا نه وي، دا نظام به د ولس له ملاتړ څخه برخمن نه وي، دغه ډول نظام به خپلې پرېکړې د قومي، ژبني، سیمیزو او مذهبي تعصباتو پر بنسټ تر سره کوي.
 دلته هر دولتي چارواکی پاک او سپېڅلی دی، دلته نه فساد شتون لري او نه هم د چا سره بې عدالتي شوې؟ دلته نه د چا څخه رشوت اخستل شوی او نه هم  د چا سره ظلم شوی ؟ دلته هر څه داسې روان دي چې د دې خاورې هر وګړی نه یواځې دا چې خوښ او راضي دی، بلکه د هغه سره انصاف هم شوی ؟ دلته هر څه داسې روان دي چې ټولې پرېکړې او ټول مسایل هغه ډول پر مخ ځې څه ډول  چې د ټولنې او قانون غوښتنه ده؟ دلته نه څوک د قانون پر وړاندې خنډ واقع کیږي، نه واقع شوی اونه هم څوک له قانون څخه سرغړونه کوي ؟  دلته هر دولتي چارواکی قانون ته داسې ژمن دی، چې د سپین کاغذ پر مخ دغه تورې کرښې چې  د قانون بڼه یې غوره کړې، داسې یې منلی او د  تطبیق لپاره یې هڅې کوي چې په تطبیق کې یې هر ډول سر ښندنې ته چمتو دی؟
    دا خلک ( دولتي چارواکي )  ډېر سپيڅلي دي، په دوی نیوکه په قانون نیوکه ده، په  دوی نیوکه د قانون سپکاوی دی، دوی ولس ته ښه خدمات وړاندې کړې، که په دوی مو نیوکه وکړه ګناهګار به شئ ،  دغه خلک زموږ ویاړلي شخصیتونه دي، ولس د دې حق نه لري چې په دوی نیوکه وکړي، ځکه دلته عام ولس ګناهګار دی.
    دلته که لوړپوړي دولتي چارواکي هر څه کوي، په هغه کې هرو مرو د دې ولس خیر رانغښتل شوی دی، دغه سپېڅلي دولتي چارواکي هېڅ کله هم داسې څه نه کوي چې هغه دې د دې ولس په ګټه نه وي، دوی ډېر پاک نيته خلک دي او ډېر پاک زړونه لري.
    دلته هر دولتي چارواکی قهرمان دی، دوی ډېر ستر ستر کارونه کړي، دوی د خپلو لاسونو په تڼاکو سره د ګټلو پیسو په اساس ځانته تجارتونه شروع کړي، لوړ پوړیزې ودانۍ یې جوړې کړي او بچیان یې د دې لپاره چې د راتلونکي لپاره سپېڅلي رهبران شي بهرنیو هېوادونو ته د ښونې لپاره لیږلي دي.
    دلته د دې ټولو شته ستونزو او کړاونو پړه د عام ولس پر غاړه ده، دوی هم قانون ماتوي،هم فساد کوي، د قانون د تطبیق پر وړاندې  چې څوک خڼډ واقع کیږي هم دغه عام ولس دی، ځکه خو دوی باید  د خپلو کړنو جزا وویني او د دې ټولوکړاونو غرامت باید پرې کړي.
 لیکنه : نظیف الله نظیف