
په یوه لیکنه کي مي لیکلي وه چي عصري علوم، نه کسب دي او نه مستحب بلکه فرض دي، بیا غوښتنه وسول چي د ثبوت لپاره یې د اسلامي معتبرو سرچینو په حواله دلایل وړاندي کړم، څومره چي په دې اړه ما بنده څه مطالعه کړې، غواړم نوموړې ادعا د قرانکریم، قراني تفاسیرو، نبوي سنتو او د علماءو د رایو او نظریاتو په رڼا کي ثابته کړم.
خو مخکي تر دې چي دلایلو ته راسم په سرکي باید ذکر کړم چي د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه څخه پرته جمهور امامان د فرض او واجبو ترمینځ په توپير باندي قائیل نه دي، اما یواځي امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په دې باور دی چي فرض او واجب سره لږ توپير لري، نوموړی ستر امام فرض داسي تعریفوي:( ماثبت بدلیل قطعی لیس فیه شبهه) ژباړه: (فرض) هغه څه دي چي په قطعي دلیل سره ثابت وي او شک پکښې نه وي، یاني دلیل یې روښانه او واضحه وي او واجب بیا داسي تعریفوي:( ماثبت بدلیل قطعی فیه شبهه) ژباړه: (واجب) هغه څه دي چي په قطعي دلیل سره ثابت وي اما شک پکښې وي، یاني دلیل یې بیاهم قطعي دی خو بشپړه وضاحت او روښانتیا نه لري، خو جمهور امامان بیا د فرض او واجب ترمینځ توپير نه مني او په کل کي ورته داسي تعریف کوي:( ماطلب الشارع فعله من المکلف علی وجه الحتم و الالزام)، ژباړه:(فرض یا واجب) هغه څه دي چي شارع د مکلف شخص څخه د هغه عمل اجراء حتمي او لازمي غوښتې وي.
اوس نو که په لاندي دلایلو کي ما واجب یا فرض ذکر کړ، فکر وکړئ چي د جمهور امامانو د نظر مطابق فرض او واجب توپير نه لري.
الف: قراني دلایل
۱ــ کله چي الله تعالی، حضرت آدم علیه السلام په خپل قدرت سره پیدا کړ، نو هغه ته یې د ټولو شیانو نومونه ور زده کړل چي د نومونو په زده کړه کي خو طبعي ده د لویو کایناتو او موجوداتو څخه راواخله چي په جغرافیې او علم فلکیاتو پوري اړه لري بیا د آټوم د زراتو پوري نومونه شاملیږي چي په کیمیا پوري اړه لري، چي دلته د (کلها) څخه موخه یواځي د شریعي مسائيلو نومونه نه دي تخصیص سوي، په دې اړه په بقرې سورت کي الله تعالی فرمايي: ( وعلم ادم الاسماء کلها) البقره ۳۱ شمیره ایت، ژباړه: ادم (علیه السلام) ته د ټولو شیانو نومونه ور وښودل سول، مشهور تابعي مجاهد د پورتني ایت په تفسیر کي وايي: علمه اسم كل دابة ، وكل طير ، وكل شيء،ژباړه: هغه ته د ټولو څارویو، مرغانو او ټولو شیانو نومونه ور وښودل سول، دلته ضمني اشاره د وجوب امر افاده کوي.
۲ــ د الانفال سورت په ۶۰ شمیره ایت کي، الله تعالی حکم کړی چي د دښمن (کفارو او منافقینو) په وړاندي هر هغه څه چمتو کړئ چي ستاسو په وس او توان کي وي په دې اړه الله تعالی فرمايي: (وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱسۡتَطَعۡتُم مّن قُوَّةٖ ..........) الایه او د هغوی (دښمن) په وړاندي هر هغه څه تیار کړئ چي ستاسو په وس کي وي.
که پورتنۍ ایت کریمه په اوسني عصر کي تفسیر کړو، نو نن یې وجوبي حکم دادی چي زموږ دښمن په هستوي او زروي وسلو او لیري واټن ویشتونکو توغندیو او بې پيلوټه الوتکو سمبال دی، د الله تعالی ددې حکم له مخي موږ مسلمانانو ته امر سوی چي په ورته وسائیلو سمبال وه اوسو، اوس نو هستوي او زروي وسلې او بې پیلوټه الوتکي جوړول او سایبري جګړې (cyber wars) له شکه پرته ساینسي علومو ته اړتیا لري او همدارنګه په دې ایت کریمه کي مسلمانانو ته د سخت قدرت (hard power) سربیره د نرم قدرت (soft power) چمتو کولو هم حکم سوی لکه اقتصادي وده، سیاسي مدیریت، عصري علوم، د جغرافیوي حدودو او سرحداتو ساتنه او داسي نور چي دا هم د عصري علومو څخه پرته په بشپړه توګه امکان نه لري.
علماء وايي چي د پورتني ایت کریمه سره سم پر مسلمانانو کفايي فرض ده چي د دښمن په وړاندي د عصر له غوښتنو سره سم په وسائیلو او امکاناتو ځان سمبال کړي چي دا پورته کړني د عصري علومو څخه پرته امکان نه لري.
البته دلته څوک نیوکه ونکړي چي زما موخه داده چي د شریعي علومو ارزښت پیکه کړم، نه هیڅکله نه!، بلکه موخه مي ددې ادعا ثبوت دی چي عصري علوم هم فرض دي، فقط په دومره توپير چي علماء وايي، ځیني شریعي علوم لکه عقاید، میراث، فقه او داسي نور فرض عین دي، یاني پر هر مسلمان فرض دي، اما عصري علوم فرض کفايي دي که ځیني مسلمانان یې زده کړي او د دښمن سره ورباندي مقابله کولای سي او خپلي ستونزي ورباندي حل کولای سي، نو د نورو مسلمانانو څخه یې فرضیت ساقطیږي.
۳ــ پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم وحي د العلق سورت د شپږو ایاتونو په نزول سره په دې ډول پيل سولې، د العلق سورت په دوو ایاتونو کي الله تعالی فرمايي: ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ ) ژباړه: ولوله د هغه رب په نوم سره چي ته یې پیداکړی یې، (هغه) چي انسان یې د علق (یوې ټوتې ویني) څخه پيداکړی.
دلته که وګورو اول خو د اقراء لفظ عام دی، په ټوله کي د علم لاسته راوړلو حکم دی، له دې ور ها خوا په دویم ایت کریمه کي الله تعالي د خپل عظمت او قدرت ښوولو په خاطر وايي چي هغه رب کوم چي انسان یې د یوې ټوټې ویني څخه پیداکړي، که فکر وکړو، د انساني خلقت پړاونه کله چي مني او سپرم په یوې ټوټي ویني بدلیږي بیا په غوښه او بیا هډوکي پیداکوي او بیا الله تعالی ورته روح ورکوي...... ټول هغه څه دي چي د بیالوژي اوطب له علم څخه پرته یې پيژندل امکان نه لري، اوس نو د بیالوژي، اناټومي او طب زده کړي عصري علوم دي، که زده نسي د قران تفسیر په سم ډول نه کیږي بناء څنګه چي د قران تفسیر فرض دی، د قران د تفسیر په خاطر عصري علوم هم فرض دي.
۴ــ د قرانکریم ډیر ایاتونه علمي او ساینسي اعجاز لري، که په عصري او ساینسي علوموپوهـ نه سو، نو تفسیر کولای یې نه سو، ددې بیلګي خورا ډیري دي، زه د نمونې په توګه یوه بیلګه ذکر کوم، الله تعالی جله شانه فرمايي:( وَمِنْ كُلِّ شَيْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَيْنِ....) سورت الذاریات ۴۹ ایت، ژباړه: او هر شی مي جوړه پیداکړی....
اوس دلته پوښتنه پیداکیږي، سمه ده حیوانات مذکر او مونث لري، اوسني ساینس ثابته کړل چي نباتات هم مذکر او مونث لري او د القاح عملیه اجراء کوي، اوس که نور شیان مثلاً میز، چوکي، کمپيوټر، غر، سیندونه څنګه جوړه پیداسوي؟!!
دلته ددې ایت کریمه تفسیر ساینس کوي: هر هغه څه چي موږ یې وینو او په فضاء کي ځای نیسي هغه ماده ده او هره ماده له بې شمیره اټومونو څخه جوړه ده او هر آټوم درې ذرات لري چي په دې کي بیا الکترون منفي زره ده او پروټون مثبته او نیوټرون خنثی زره، اوس نو پوهـ سولو چي ټول موجودات د مثبت او منفي زراتو څخه جوړ دي چي مثبت او منفي ته موږ تاسو هم جوړه وایو.
پخوانیو مفسیرینو چي هغه وخت ساینسي اکتشافات نه وه سوې، ویلي وه چي ددې زوجین څخه موخه داده چي هر شی جوړه ده لکه سهار او ماښارم، نیک بختي او بدبختي، سپین او تور خو اوسنۍ تفسیر بیا ډیر منطقي دی!
انګریز فزیک پوهـ پال دیرک ددغه نظريي په وړاندي کولو سره په ۱۹۳۳م کال کي د نوبل جایزه ترلاسه کړل، دا په داسي حال کي ده، چي تر شلمي میلادي پیړۍ پوري ساینس په دې باور ؤ چي د مادې تر ټولو کوچنۍ زره آټوم دی، خو دا دقرانکریم معجزه (اعجاز) دی چي څوارلس نیمي پیړۍ وړاندي یې وړاندوینه کړې چي نه اټوم هم جوړه منفي او مثبت چارجونه لري.
اوس که ساینسي او عصري علوم و نه لرو، پورتنۍ ایت کریمه به څنګه تفسیر کړو؟! د قران دا ډول ایاتونه چي تفسیر یې ساینس کوي خورا ډیر دي، د لازیاتو معلوماتو لپاره د قران اعجاز په نوم کتابونه ولولئ!
۵ــ قرانکریم په یوسف سورت کي د یوسف علیه السلام د مدیریت (Management) کیسه کوي چي اوه کلونه یې غنم راټولول او بیا د اوه کلني وچکالۍ پر وخت یې له همدې ذخیرې کار اخیست، اوس نو تاسو ووایاست که د زراعت او مدیرت علم نه وي، ایا اوه کاله کي غنم په کندو یا ذخیره ګاه کي نه خرابیږي؟!، طبعي ده چي غنم به د دومره وخت لپاره حتماً په خزندو ضد دوا شاه او خوا لړل کیږي ترڅو وژغورل سي.
۶ــ قران د بیلابیلو پیغمبرانو د کِسب یادونه کوي: لکه داود علیه السلام اهنګري کول، یاني صنعتي توکي یې جوړول، نوح علیه السلام بیړۍ جوړه کړې وه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم سوداګري کول، ابن کثر رحمة الله علیه په البدایه والنهایه کي لیکي چي ادریس علیه السلام لومړی کس ؤ چي قلم، تله او اسلحه یې جوړه کړه او حساب یې ایجاد کړ او داسي نور...... اوس نو د بیړۍ (کشتۍ) جوړول، توري او په اوس کي توپک جوړول، قلم جوړول او سوداګري نن د عصري علومو په قطار کي لوستل کیږي، که یواځي بیړۍ را واخلو نن د سوداګرۍ سربیره ډیر هیوادونه سمندري پوځ لري چي موږ مسلمانان نن پوځي سمندري بیړۍ یا له فرانسې اخلو یا له امریکا اویا......، د توپان وروسته نوح علیه السلام یو ښار تاسیس کړ چي ښارجوړنه یا ښارسازي نن د انجنیري علم یوښاخ دی، ابراهیم علیه السلام لومړی کس ؤ چي د تجریبوي علومو بنسټ یې کښیښود، الله تعالی ته یې وویل چي یاربه ته مړي څنګه ژوندي کوې؟!، بیا الله تعالی ورته په تجریبه سره وښودل حال دا چي نن ورځ ساینس ته د تجریبې علم وايي، علماء وايي چي د قران قصص یا کیسي زموږ لپاره احکام دي نه فقط یادوني!.
۷ــ په شرعي علومو کي یو علم چي فرض دی او د ټولو علومو نیمايي ګڼل سوی، هغه د میراث علم دی، اوس ماته ووایاست، هغه څوک چي د ریاضي په څلورګونو عملیو(جمع، منفي، ضرب، تقسیم) او همدارنګه کسر نه پوهیږي، میراث ویشلای سي؟!، نه هیڅکله نه، پس فقهي قاعده ده:( من لایتم الواجب الا به فهوه واجب) هغه څه چي د هغه څخه پرته یو واجب/فرض عمل نسي ترسره کیدی نو په خپله هغه عمل هم واجب/فرض دی، اوس نو که د میراث زده کړه فرض ده، د میراث د علم د عملي تطبیق لپاره تر یوه بریده د ریاضي زده کړه هم فرض یا واجب ده!
۸ــ قرانکریم انسانانو ته په پوره وضاحت فرمايي چي: (هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا) دبقرې سوتر ۲۹ ایت، ژباړه: هغه رب چي ټول هغه څه چي په مځکه کي دي، ستاسو لپاره یې پیدا کړي، اوس که وګورو د اوسني ساینسي او ټیکنالوژیکي پرمختګ اکثره عوامل یاني کیمیاوي عناصر په مځکه کي دي، چي د مځکي پر دغه ستري هستۍ (عناصر، مینرالونه) او نورو پوهیدل له ساینسي علومو پرته ممکن نه دي، د الله تعالي په کایناتو کي که مځکه وي او که فضاء، فکر کول تدبر او ذکر دی، او الله تعالی په ځلونو په قرانکریم کی د تدبر حکم کړیٔ
فکر کوم قراني دلایل همدومره کفایت کوی اوس هم راځم، د نبوي سنتو دلایلو ته:
ب: د نبوي سنتو څخه دلایل
۱ــ صحیح البخاري په خپل دویم ټوک، ۱۶۸ پاڼه کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا حدیث رانقلوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زید بن ثابت رضي الله عنه ته امر کړی ؤ چي سریاني ژبه زده کړي، اوس نو د ژبو زده کړه د ادبیاتو د علومو موضوع ده چي نن ادبیات د عصري علومو برخه ده، ددې ترڅنګ علماء یو بل حدیث هم ذکر کوي، د حدیث شریف ژباړه داسي ده: چا چي د کوم قوم ژبه زده کړل د هغه قوم له شره یې ځان وژغوره!
اوس نو یو خو د اسلام دښمنانو پر ژبي پوهیدل د پورتني حدیث شریف له مخي ځکه اړین دي، ترڅو یې له شره په امان سو او له بل لوري اسلامي دعوت واجب یا فرض دی، بناءً اوس که موږ په اروپايي او لویدیځو هیوادونو کي اسلامي دعوت وړاندي کوو، نو لازمه ده چي په انګلیسي، جرمني، فرانسوي او نورو ژبو پوهـ سو، چي ژبپوهنه نن د ادبیاتو تر سرلیک لاندي د عصري علوموپه قطار کي لوستل کیږي، د مخکي ذکر سوي فقهي قاعدې له مخي اوس نو د دعوت لپاره د ژبو زده کړه هم فرض کفايي یا واجب ده!
۲ــ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: قَالَ: إِنَّ اللَّهَ لَمْ يُنْزِلْ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، عَلِمَهُ مَنْ عَلِمَهُ وَجَهِلَهُ مَنْ جَهِلَهُ ژباړه: له شکه پرته الله تعالی هیڅ درد (ناروغي) نه ده پیداکړې مګر دا چي ورته یې شفاء پیداکړې، څوک چي علم لري ورباندي پوهیږي او څوک چي بې علمه دي ورباندي نه پوهیږي. ترمذي دا حدیث صحیح ګڼلی.
اوس نو د کیمیا، طب، بیولوژي، فارمیسي پرته د اوسنیو ناروغیو لپاره کله دوا جوړیدای سي، بناء دا پوره اشاره ده چي کله هره ناروغي پیداکیږي انسانان په ځانګړې توګه مسلمانان یې باید په وړاندي دوا، معالجه او حتی وقایعه ولري.
ج: له اسلامي فقهي څخه دلایل
۱ــ فقهاء وايي که په یوه سیمه کي د مسلمانانو په مینځ کي کوم کِسب نه وي، په داسي حال کي چي دغه کسب خورا اړین وي، نو زده کړه یې پر مسلمانانو کفايي فرض ده، که ځینو زده کړل نو له نورو څخه یې فرضیت ساقطیږي، اوس که دوه مثالونه ورکړو، زموږ په هر کلي او ښار کي طب یاني د انسانانو معالجه او زراعت (کرنه) او د نباتاتو معالجه او پوهه اړینه ده، که په کوم ځای کي د خلکو د ناروغیو سره سم متخصص ډاکټر نه وي، طبیعي ده چي په هغه سیمه کي طب فرض کفايي دی.
۲ــ د فقهي لوستل فرض دي، حال دا چي د اسلامي فقهي یو ډول فقه الواقع ده چي مفهوم یې دادی چي مسلمان باید د وخت او شرایطو سره سم د سیميزو او نړیوالو سیاستونو او اقتصادي تګلارو او نورو باندي پوهـ وي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کي په دې پوهـ ؤ چي د عربي جزیزې په شاه او خوا کي حبشه (اوسنۍ ایتوپيا) پاچا نجاشي عقیدوي آزادۍ ته درناوی لري، نو د خپل علم له مخي یې مسلمانانو ته د حبشې لور ته د هجرت اجازه ورکړل....
حال دا چي موږ اوس تل د نړۍ د سترو قدرتونو د ګټو قرباني کیږو، که افغانستان مثال ورکړو، په ټول افغانستان کي د نړیوالو اړیکو شل ډاکټران نه لرو! نو څنګه به د نړیوالو سیاستونو سره غاړه غړۍ سو!
د: له نبوي سیرت څخه دلایل
۱ــ نن ورځ اسلامي هیوادونه د کفارو د ټیکنالوژۍ غلامان دي نه د هغوی د عقیدې او اخلاقو، دا ځکه چي موږ په نظامي ډګرکي د دوی په وړاندي داسي کمزوري یو، چي د عربو له سمندرګي څخه افغانستان په نښه سو، طالبان چي اکثره یې دیني علم ته منسوب وه، په دوې میاشتي کي خپل ټول حکومت پريښوولو ته اړ سول، حال دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خیبر په غزا کي د هغه وخت د ثقیله اسلحې منجنیق څخه استفاده وکړل او د خیبر یهود یې تسلیمۍ ته اړ کړل، مسلمانان باید د عصر په موډرنو اسلحو او وسایلو سمبال وي.
هـ: له تاریخ څخه دلایل
۱ــ اصل خبره خو داده چي اسلام مبارک دین، د دیني او عصري علومو تفکیک یا جلاوالی نه مني، له همدې امله مو پورته ذکر کړل چي د الله تعالی استازو (پیغمبرانو) هم دیني علم درلود او هم د خپل وخت د عصري علومو بنسټ ايښوونکي وه، لومړی ساعت چي کله د هارون الرشید عباسي خلیفه په وخت کي جوړ سو، د اوسنۍ اروپا پرمختللي هیواد فرانسې پاچا شارلمان ورته حیران ؤ او ویل یې چي دې کي به حتماً پيریان وي، زموږ مخکني علماء لکه فارابی، ابن سینا، ابن الهیشم، عمر الخیام او زهراوی داسي علماء وه چي له یوې خوا د عقایدو، تفسیر او حدیثو په اړه پوهـ وه او له بلي خوا د کیمیا، فلکیاتو، ریاضي، فلسفې، طب، نجوم علماء وه.
زهراوي لومړی عالم ؤ چي جراجي وسیله یې اختراع کړل، علامه سید سلمان ندوي صاحب وايي چي ما خپله په واشنګټن کي دځینو موزیمونو څخه لیدنه کړې چي لیکلي دي چي د فلکیاتو علم موږ ته مسلمانانو راښودلی، اما تاسي اوس وګورئ چي په مریخ کي څوک ګرځي، فضايي سپوږمکۍ د چا دي؟!
۲ــ عبدالله نیازي په خپل کتاب (جنایات استعمار و مزدوران استعمار در راه مبارزه با دین حق) کي لیکي چي دا د انګریزانو توطیه وه چي د یو منظم پلان له مخي یې کار وکړ او په اسلامي ټولنه کي یې له بده مرغه دا ذهنیت عام کړ چي عصري علوم هیڅ ارزښت نه لري، بلکه یواځي یو کِسب دی، ترڅو مسلمانان د عصر د ټیکنالوژۍ له مبارزې څخه عاجز پاته سي، چي د مسلمانانو اوسنۍ حالت یې خپله شاهدي وايي، حال دا چي زموږ اسلافو په یوه مدرسه کي هم دین زده کاوه اوهم عصري علوم!
هیله ده په دې لیکنه مو راسره قناعت کړی وي، که احیاناً تیروتنه مي کړې وي، پوهـ مي کړئ!