دملحد ځواب لړۍ - ۴/ ايا قرآن شعر دی او له شعر ويلو يې منع فرمايلې؟

 
د بي دینانو اعتراض: قران کښي د عربو د شاعرانو شعرونو نه استفاده شوې 
او هر کله چي قران د شعر مخالفت کوي نو بیا يي ولي شعر بیان کړئ؟
ځواب یې داسې ورکوو:
وه بي دینانو , دا خو ستاسو خبره د قران کریم حقانیت باندې نور هم استدلال کوي
دوستانو تاسو تصور وکړې چې د اهل عربو د خطابت او شاعري خو نوم تللې و, د هغوې کم عمره ماشومان هم شاعران و , فصاحت او بلاغت د هغوې رګونو کي ځاي نیولي وو د هغوې د مجلسونو رنګينې د هغوې د فخر او ناز سرمایه شاعري وه ددي وجې نه دومره غرور ته رسیدلی وو چې ټول ما سوا قومونه ورته عجم معلومیدل .
په داسې حالاتو کې یو شخص راځي او اعلان کوې او چیلینج( challenge ) ورکوې هغه نفر په خپله هم امي دي او د الله کلام وړاندي کوي دوستانو فکر وکړي کلام ته
[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 88]
قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلٰىٓ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْءَانِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِۦ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا
ورته ووايه: "كه انسانان او پيريان ټول لاسونه يو کړي چي د دغه قُرآن غوندي د كوم شي د راوړلو هڅه وکړي، نو را به یې نه شي وړلای، كه ټول يو له بل سره مرسته هم وکړي."
دا اعلان څه معمولي خبره نه وه دوستانو دا خبره هغه شخص له طرف نه وشوه چا چي د شعراء او ادیبانو نه هیڅ علم نه وو حاصل کړې پکار خو دا وه چي عربو دغه چیلنج په پوره زور سره ځواب کړايي وايي ځکه د هغوي قومیت او رسوم په قران کې منع شوي وو ,خو داسی ونشول د هغوې مجلسونه داسي ویران شول لکه هدیره (قبرستان) د قران او د امی نبیﷺ جواب ورکولو چاکې همت پاتي نه شو شاعران غلي غلي ګرځیدل , نو وخت تیریدو سره قران بل اعلان ورته کوې
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 23]
وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِۦ وَادْعُوا شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ
او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ، او له الله پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ، كه تاسي رښتيني ياست.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 24]
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِى وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكٰفِرِينَ
خو كه تاسي دا كار ونه كړ او يقيني ده چي هيڅ کله به يې ونه شئ كړاى، نو له هغه اور څخه ووېیږئ چي خس خاشاك به يې انسانان او كاڼي وي، چي د حق د منكرانو له پاره تيار كړاى شوی دى.
اخر چی ځواب نه په شا شول نو بیا یی د قران اسماني کتاب کیدو اعترافات شروع کړل او د حکمت اعترافات یی وکړل 
لکه مثال( ولید بن مغیره) چې اعتراف وکړو
1 - (ولله ان لقوله الذی یقول حلاوة وان علیه لطلاوة .... وانه لیعلو وما یعلی )
ژباړه
په خداې مي دي قسم وې کوم دا کلام چې دوې واې ( یعني قران ) دی کي ډيره شیریني ده او روښناي ده دا کلام به غالب پاتې وې هیڅ کله به مغلوب کیږي نه
ولید بن المغیره چي یو مشرک سړي وو . او د نبي ﷺ سخت دښمن وي. خو کله چي یي د نبيﷺ سره ملاقات وشی . نو قسم یي وکړو او دا شاهدي یې ورکړه چي قران له جنس د شعر څخه نه دي .
ولید به قریشو ته ویل چي قسم په الله زه تر تاسو په شعر کي ډیره ښه پوه لرم .
2 - همدارنګه ضماد بن ثعلبه الأزدی نبي ﷺ ته وویل قسم په الله چي ما د کاهنانو ساحرانو شاعرانو کلامونه اوریدلي دی خو تاسو چي په کوم کلام باندي خبري کوي او کوم کلمات مو راوړي دي د دې په مثل یو کلام هم نشته دي , دا واقعه په صحیح المسلم کې هم ذکر ده.
3 - او بله واقعه د عتبه بن ربیعه ده :چي واقعه یي اوږده ده خو دلته هغه مهم ځای نقل کوم چي ده کله د نبي ﷺ
سره ملاقات وشي . او نبی ﷺ د قرانکریم یو څو آیتونه ورته تلاوت کړل. او بیا دې بیرته خپل قوم ته وګرځیده نو قسم یي وکړو چي محمد ﷺ په کوم شي راتګ کړی هغه شعر او سحر نه دي.
4 - ابوذر رضی الله عنه چي کله د نبي ﷺ په مبعوث کیدلو خبر شو, نو مکې ته راغي او نبي کریمﷺ سره یي لیدنه وشوه وروسته له لیدنې کله چي خپل قوم ته لاړو نو قسم یي وکړو چي نبيﷺ په ښو اخلاقو امر کوي. او کوم کلام چي ده راوړي وو. هغه شعر نه و. دا رقم ډیري واقعي دي چي د ټولو لیکل ډیر مشکل دي حتاً چي دا یو څو واقعې مو هم په تفصیل سره ونه لیکلي. که څوک غواړي چي په داسي واقعو باندي ځان خبر کړي نو د سیرت کتابونه دې وګوري یا حیاة الصحابه دي وګورئ.
نو ملحد خانه اعتراض دي اصل کي اعتراف دي
بله خبره
دا چي دا د مشرکینو د وخت د اعتراضاتو کاپي ده تاسو ته بهتره معلومه ده چي ملحدان خپل کوم اعتراض نه لري کله د یهودو نه غلا کوي , کله د نصاراو نه کله د مکی د مشرکانو نه
ددوي بل اعتراض
هر کله چي قران کریم د ( شعر ) نفي کړی د نبي ص له نه نو بیا ولی شعر پکي ویلي شوی ؟
قران عظیم الشان کي چي د کومی شاعری نفي شوي هغه د هغه وخت د مشرکینو او د عربو د شاعرانو د شرکي شاعري نفي پکي بیان شوي
مثلا دوي اعتراض کوي په لاندي ایت
[سُوۡرَةُ يٰسٓ : 69]
وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنۢبَغِى لَهُۥٓ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْءَانٌ مُّبِينٌ
موږ دغه پېغمبر ته شعر نه دى ور زده کړی او نه شاعري له ده سره ښایي. دا خو يو نصيحت او روښانه لوستل كېدونكى كتاب دی.
دي ایت کي صراحت دي د قران د صفت تحدید د هغه د( Mission ) تبلیغ او پیغام دي ایت کي د شعر مخالفت نه دي شوي .
[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 224]
وَالشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُۥنَ
(پېغمبر (ص) شاعر نه دی). پاته شول (کافر) شاعران، په هغو پسي غوليدلي ګمراه شوي خلك ځي.
دلته د قران نه د شعر نفي نه ده شوي لکه (باقلانی ) ته چی وهم شوي چي دلته نفي شوي دا ایت د قریشو هغو شاعرانو په باره کی نازل شوي چي همیش به یی د اسلام او د بت پرستي په مابین کي مورچي جوړولي او معرکي به یی تودولی دوي به دروغ ویلی او خلک به یی ګمراهي طرف ته غوښتل.
ددي د وجي نه وروسته ایاتو کښي ایمانداره شاعرانو ته استثناء ورکړل شوي او وعده ورکړل شوي ورته د فتحی لکه مثال لاندي ډول
[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 225]
أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِى كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ
ايا ته نه وينې چي هغوى په هر ناو (کندي) كي سرګردانه دي؛
[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 226]
وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ
او داسي خبري كوي چي عملي كوي یې نه.
[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 227]
إِلَّا الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانتَصَرُوا مِنۢ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا ۗ وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوٓا أَىَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ
پرته له هغو كسانو څخه چي ايمان یې راوړ، غوره عملونه یې وکړل او الله یې ډېر ياد کړ او كله چي پرې ظلم وشو، نو یوازي غچ یې واخيست. او ظالمانو ته به ډېره ژر معلومه شي چي هغوى له څه سرنوشت سره مخامخ کیږي.