د ملحد ځواب لړۍ -۳ / په اسلام کې له زياتو ښځو سره نکاح او د کفري هيوادونو حالت

 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
ولي اسلام کښي د یو نه زیاتو ښځو سره د نکاح اجازه ده؟ او ورسره د کفري هیوادونو حالت
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 3]
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِى الْيَتٰمٰى فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰى وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُمْ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَلَّا تَعُولُوا
كه تاسي وېرېږئ چي له یتیمانو (نجونو) سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو کومي (نوري) ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسي سره دا اندېښنه وي چي له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ، یا له هغو( مینزو) څخه ازدواجي كار واخلئ چي تاسي ته په لاس درغلي دي یعني چي د هغو مالكان ياست. په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژغورل کېدای شئ.
دلته مو یوي خبري ته پام وي قراني حکم نازلیدو نه اول د ښځو د تعداد کوم حد موجود نه وو داسي خلک هم وو چي شل شل ښځي يي نکاح کښي ساتلي وي
بله خبره دا چي قران چي د( دوه دوه دري دري) ښځو خبره کړي هغه يي انصاف او عدالت سره مشروط کړي لکه ایت
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 129]
وَلَن تَسْتَطِيعُوٓا أَن تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ ۖ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ ۚ وَإِن تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
د ښځو په منځ کښي په ټوله معنا عدالت، ستاسي په وس کښي نشته. كه تاسي وغواړئ هم نه یې شئ کولای. له دې امله (د الهي قانون د هدف تر سره كولو لپاره دا كافي ده چي) د يوې ښځي لوري ته دومره میلان مه كوئ چي هاخوا هغه بله بې برخليكه پرېږدئ. كه تاسي خپل کړه وړه سم کړئ او له الله څخه په وېره کښي اوسئ، نو الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
1 - طبی څیړنو ښودلي چي د ماشوم په مقابل کښي د ماشومي په وجود کښي قوت مدافعت زیات وي او اکثرا مرګونه د پیدایښت په وړوکي عمر کښي د هلکانو کیږي
2 - نران د جنګونو او د محاذونو ښکار کیږي او اکثرا ترافیکي او نظامي پیښو کښي هم نران مړه کیږي
رازو د قران ایت باندي عمل نه کولو سره د کفري هیوادونو حالت ته یو نظر کوو
1 - امریکا کښي( 7800000) ښځي د نرانو نه زیاتي دي , د نیو یارک ښار ښځي له نرانو په تعداد کښي لس لکه زیاتي دي , د ښځو پر خلاف نورو ظلمونو کښي ستر ظلم د همجنس بازي ازادي ورکول دي یو راپور لیکلي چي هلکانو سره جنسي اړیکه لرونکو امریکاي سړو تعداد (15000000) یو نیم سل لکه پوري رسیدلي چي دغه خلک ښځو سره جنسي رغبت نه عاجزه دي
2 - انګلستان کښي ښځي پر سړو 40 لکه اضافه دي چي د اسلامي ازدواجي نظام له نه شتون له وجي کورني نظام تباهي سره مخ دي او اکثرا ښځي یا خو ځناورو سره جنسي اړیکي ساتي او یا هم له سترو سترو تعمیراتو نه د ځان وژني هڅي کوي ولي چي ژوند يي فطرت نه لري شوي وي
3 - روسیه کښي ښځي 90 لکه په نرانو اضافه دي چي اکثرا يي د فامیلي ژوند نه بي برخي دي او د نڅاګانو زینت جوړي شوي او تقریبا ټولي ښځي د( Depression) ښکار دي , او د ښځو نسلونه د تباهي په لور رواني دي .
4 - چاپان کښي په خود کشي کښي د نرانو نه د ښځو تعداد زیات دي بیا هم جاپان کښي نرانو نه 11 % ښځي اضافه دي
د اندازي له مخي که امریکا کښي ټول نران یو یو واده وکي نو بیا به هم ( 30000000) دري سوه لکه ښځي د خاوند نه محرومي شي ( سیکولرانو نه زما سوال دي ددي ښځو د ژوند سره به څه کیږي )
رازو د دغو دری سوه لکه ښځو د ژوند حالت ته ګورو دوي دوه لاري لري 
1 - یا خو به د یو سړي دویمه ښځه جوړیږي 
2 - یا به د زرګونو خلکو د حوس د لاسه به د ځناور توب اخري درجي ته رسي چي ژوند او قرار به يي خاوري شي
ایا اي سیکولره که ستا خور او لور داسي حالت سره مخ شي نو ته به کومه لاره ورته غوره کوي؟
قضاوت ستاسو