
د پښتنو تاريخي او قسم خوړوونکي دښمنان د پښتنو په بې اتفاقه کولو کې «د نوک پر ځای سوک منډي!» تېره ورځ مې د پښتنو د تاريخي دښمنانو له ډلې څخه د يوه تورمخي ليکنه د فسبوک پر صفحې ولوستله ... دغه تور ضميره او بې وجدانه کس د خپلې مقالې په يوې برخې کې ليکلي و:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري « جهاني د خپلې استعفاع دليل خپله فزيکي ناروغي ښودلې وه...» ،خو لږه موده وروسته په ډاګه شوه چې اصلاً د ده په صلاحيتونو او واکونو کې نورو ادارو او د ارګ ځينو زورورو اشخاصو مداخلې کولې او له ده څخه يې د مُقررۍ او تبديلۍ واکونه اخيستي وو او د وزارت په چارو کې يې ورته بېځايه مداخلې کولې ، ډاکتر « غني » هم ده ته پاملرنه نه کوله او په يوه کال کې يې يوازې څلور پلا نيم ـ نيم ساعت د ملاقات وخت ورکړی و ...؛»
نوموړي پښتون دښمنه شخص په خپله مقاله کې ليکلي دي:« خو دا خبرې د عبدالباري « جهاني » د استعفاع اصلي دلايل نه دي !! بلکي د « جهاني » د استعفاع اصلي دليل دادی چې د « غلځيانو » او د « بارکزايانو » تر منځ د تاريخي دښمنيو او د تربورګلويت موجودیت او شته والی دی او دوی تل په خپل منځ کې يو د بل پښې وهي او غوڅوي ، « جهاني » هم د همدغو قومي مخالفتونو او تضادونو په پايله کې استعفاع کولو ته مجبور شوی دی!!...»
اوس نو تاسې درانه لوستوونکي خپل سرونه په خپلو ګرېوانونو کړئ او د دغه مُتعصب شخص مقالې او نظر ته يو ځغلنده نظر واچوئ او بيا ښاغلی عبدالباري «جهان » د « غلځيتوب » او « بارکزيتوب » په تله کې وتلئ ؛ څومره بېځايه او غلطه خبره ده !؟ او څومره بې بنسټه نظر دی !؟
که چېرې ښاغلي عبدالباري «جهاني » د : قوم ، پښت ، سمت ، ژبې ، رنګ ، مذهب ، خېل او خټک په لومو او دامونو کې ښکېل ( خدای مکړه ! ) لنډ فکره او مُتعصب افغان ـ انسان وای !؟ نو د ده تخلص به « جهاني » نه وای !! بلکې پر عوض به يې تخلص : « غلځی » ،« بارکزی » ، « عليزی » ، « محمدزی » ، « شېرزی » ، « اڅکزی » ، « کرزی » ، « بړېڅ » ، « بيټنی » ،« کندهاری » ، « غرغښت » ، « سړبنی » ، « هوتک » ،« هوتکی » ، « دُرانی » ، « سدوزی » ، « نيازی » او «...زی » وای !!؟؟
زما د معلوماتو په محدوده کې څومره چې زه ښاغلی شاعر ـ ليکوال ـ ژورنالست عبدالباري « جهاني » پېژنم ؛ هغه ته دا کوچني او واړه « توکميز » ، « قومي » ، « خېلي » ، « سمتي » او « سيمه ايز » تخلصونه هسې بې ارزښته څيزونه او خوشې بابېزې دي !
عبدالباري « جهاني » انسان دی !( ستر انسان ، هوښيار انسان ، نوميالی انسان ، لوړ انسان ، پوه انسان، روښانه انسان !!)
عبدالباري « جهاني » افغان دی ! ( مُتعهد او ژمن افغان ! )
عبدالبار ي« جهاني » مُسلمان دی !( شعوري مُسلمان !)
عبدالباري « جهاني » پښتون دی ! ( لوی افغانستان شموله پښتون !)
عبدالباري « جهاني » نوميالی ـ افغاني ـ سيمه ايز او نړۍ وال شاعر ـ ليکوال او ژورنالست دی !! عبدالباري « جهاني » د کندهار ، د « غلځو » او د « بارکزيو » شاعر نه و ، نه دی او نه به هم شي !! هغه د ټولو انسانانو ، د ټولو مُسلمانانو ، د ټول افغانستان ، د ټولو افغانانو او د ټولو( لرو ـ برو ) پښتنو شاعر ـ ليکوال او ژورنالست دی !!! هغه ته ټول پښتانه ، ټول افغانان ، ټول مُسلمانان او ټول انسانان د يوه لاس پنځه ګوتې دي !!!