
ولسمشر غني ته نږدې کسان ورځ تر بلې له غني څخه لرېوالی اختیاروي، یا خو خپلې استعفاوې وړاندې کوي او یا هم په ډک زړه سره زړه او نازړه په پټه خوله خپل زړونه خوري او دندې تر سره کوي، ځنې چې استعفا ورکړي پټه خوله پاته شي، خو ځنې ځنې یې بیا د کاغذ پر مخ اویا په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې استعفا په اړه لږ تر لږه یو څه ووایي.
هغه ډله چې د خپل فکر په ټول قوت سره به یې له غني څخه په ټولنیزو رسنیو کې دفاع کوله د هغوی لیکنو هم نن بل رنګ اخستی، که څه هم د لیکنو څخه یې د خفګان او نارضایتئ بوی له ورایه څرګندیږي خو بیا هم داسې ځرګندوي چې ګواکې په غني یې زړه خوږیږي او هسې نه چې یوه ورځ یواځې پاته شي.
هغه چې لږ تر لږه زړه یې غواړي څه ووایي، د ټولو په خوله دغه یوه خبره ده، چې د دوی اجرائيوي صلاحیتونه اخستل شوي وو، دوی وایي د کار کولو لپاره یې باید واک درلودلی، خو د دې پر خلاف یې لاسونه تړل شوي وو.
که څه هم د واک د انحصار خبره نوې نه ده، د جان کيري له لوري د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو څخه تر ننه د واک د انحصار په اړه وخت نا وخته ناندرۍ را پورته کیږي او په حکومت کې دننه کړۍ له دغې ستونزې څخه سر ټکوي او پر ولسمشرغني تور پورې کوي چې ټول واک یې په خپل لاس کې اخستی، د سیاست جوړونې له ډګره نیولې ان د قراردادونو تر کتو او د ده له پلتره تر تېرېدو پورې .
په اوس وخت کې دغه چغه د هغو خلکو له ستوني څخه راوځي ، چې د ولسمشر غني د ټیم ټینګ او غښتلي ملګري وو، دوی ولسمشرغني ته نږدې ځنې کړۍ په دې تورنوي چې ولسمشر ته د ورتګ او غږ رسېدلو دروازې یې نیولي او د هغو کسانو مخه یې نیولې چې پاک او د زړه له تله هېواد او خلکو ته کار کول غواړي.
د غني له پلویانو څخه چې نن یې د نه رضایت خبرې پیل کړي ، ځنې یې د سیاسي کورنیو د پیدایښت خبره هم کوي او د ولسمشر غني د کمپاین د وخت خبر رابرسېره کوي چې نوموړي به ویل زه سیاسي کورنۍ نه لرم ، خو اوس په دې نيوکه کوي چې تر ټولو زیاتې سیاسي کورنۍ ولسمشر غني وزېګولي، د غني په پلویانو کې چې په مات زړه له ارګه بهر وتي، داسې ګیلې هم کوي چې غني یې خبرو ته غوږ نيول خو یې لا څه کوې چې په میاشتو به یې د لیدو په هیله و ، نه به یې شو ليدلی خو داسې کسان هم شته چې په اونۍ کې یې څو وارې زړه وغواړي ورسره لیدای شي.
د دې تر څنګ په واک کې شریکې یو شمېر کړۍ او ډلې بیا په ولسمشرغني تور پورې کوي چې د یوه قوم لپاره کار کوي، دغه ډلې او کړۍ بیا غني په قوم پالنې تورنوي، دا ډله زموږ په ان بې فکره څرګندونې کوي، موږ وایو د ولسمشر غني لپاره خپل قوم کوم ارزښت نه لري، که داسې وای نو د لومړیو ورځو څخه به یې د خپل قوم د کلمې نه چې هغه د ده تخلص و انکار نه کوه.
هغه چې پټ خپل زړونه خوري ؟ هغه څه چې په ارګ کې ورسره شوي ولې په زغرده پرده نه پورته کوي ؟ باید هغو ته ووایو ، چې ولې په پټه خوله خپل زړونه خورئ؟ هغه څه مو چې لیدلي په زغرده یې له ولس سره شریک کړئ، په ارګ کې څه روان دي ؟ اصلي واک د چا سره دی؟ له غني سره هم واک شته او که نه؟ داسې نه شي چې د غني له ستوني هم یوه ورځ داسې چغې را و وځي او په لاسو ورسره ګډه بازینګري وکړي او ووایي چې تاسو ولې خپل زړونه خورئ؟ له ما سره کله واک و چې هغه مې له تاسو سره وېشلی وای؟
لیکنه : نظیف الله نظیف