په امریکا کې طبي ویبپاڼې “Top10Homeremedies” تر سرلیک لاندې څیړنه خپره کړې ده او د خرو دشیدو په اړه یې داسې لس ګټې خپرې کړې دي، چې ډیری خلک یې نه پيژني.
۱- داسی ویل کیږي، چې دملکې کلیوباترا دسپین او تازه مخ راز دخرو په شیدو کې و.
۲- په اروپا کې ګرانبیه شیده دخرو دي، چې یو لیتر یې په ۶۰ ډالره دی.
۳- دخرو شیدې په هند کې ډیرې کاریږي.
۴- دخره شیدې ویټامین B، B12 او C لري.
۵- ماشومان په ځانګړې توګه نوي زیږیدلي که چیرې دسالنډۍ او تنفسي ناروغۍ لري دخره شیدې ورته ګټورې دي.
۶- دمور دشیدو په پرتله ۶۰ ځلې زیات ویټامین C لري.
۷- کالسیوم ډیر لري، دتې رودونکو ماشومانو دهډوکو ودې ته ښه دي.
۸- هغه ماشومان، چې خپلې میندې یې له لاسه ورکړې وي، د دوی لپاره ښې دي ځکه ډیره کالري لري او ماشومان تر ډیره موړ ساتي.
۹- دغوا دشیدو له کبله راپیدا شوی حساسیت دخرو دشیدو له لارې له منځه ځي.
۱۰- دپروبیوتیک په نوم بکتیریا لري، چې دکولمو دروغتیا او پیاوړتیا لپاره ښې ګڼل شوې دي.
دیادونې ده، چې دخرو شیدې اوس دوزیر اکبر خان په ځینو پلورنځایونو کې موندل کیږي.
