څېړنه: که پنیر وخورئ، عمر به مو اوږد شي

 
نباتیان( سبزي خوړونکي) تر ډېره  پردې باور و، چې غوړ لرونکي خواړه او پنیر دانسان پر پوست، رګونو، زړه او معده ناوړه اغیز پریباسي.
خو پرون Nature Medicine مجلې داسې یوه څېړنه خپره کړې ده هغه کسان، چې پنیر خوري  کېدای شي اوږد عمر وکړي.
څیړنه لیکي، چې دپینر په ځینو ډولونو کې داسې مواد موندل شوي دي، چې (sperm dine)نومیږي او دمتابولیسم سلولي په  عملیه کې برخه اخلي، کېدای شي داوږده عمر لامل شي.
څیړنه زیاتوي: کله، چې پر موږکانو تجربه وشوه نو مالومه شوه، چې دهمدې موادو له کبله  دموږکانو عمر اوږد شوی دی، پردې سربېره یاد مواد  دزړه دناروغیو مخه نیسي، دا مواد د زړه دعضلو دپړسیدو مخه نیسي( لوړ فشار سره تړاو لري) دا هم دیادونې ده، چې له زړه سره دتړلو ستونزو  په کمیدو کې ونډه لري، په بله مانا پنیر زړه ته ښه دی.
پر ۸۰۰ایتالویانو، چې دودیز غذايي رژیم یې درلود، چې پنیر یې هم ډېره برخه وه، له څیړنو وروسته مالومه شوه، چې دا کسان ۴۰٪ دزړه له ناروغیو خوندي وو. دا هم مالومه شوه، چې ددوی دوینې فشار هم ټیټ و.
د ننګرهار، کونړ او لغمان  پنیر دا ډول ځانګړنې لري.