د ډونالډ ترامپ په اداره کې جارډ کوشننر پریکنده رول لوبوی، نوموړی لومړنۍ پیاوړی زوم دی، چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي، دا سختدریځه یهودي څوک دی؟ څرنګه پر بنسټپال واوښت؟
دهغو پیاوړو او ځواکمنو ترمنځ، چې ټرامپ یې سپینې ماڼۍ ته ورساوه یو هم د ځمکو دکارو بار ستوری او مشهور سوداګر جارډ کوشنر دی، چې ۳۵ کاله عمر لري او د امریکا دنوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ زوم دی، نوموړی دامریکا په تاریخ کې تر ټولو پیاوړی او ځواکمن زوم دی، چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي.
دسټالین په څېر کسات اخستل.
د ټرامپ دټاکنیز کمپاین په وروستیو کې کوشنر د کمپاین مسوول شو، او دخپل خسر دستراتیژیکو چارو سلاکار و، خپل زوم ته به یې دانترنټ لپاره ویناوې لیکلې.
دټرامپ دنااټکله بریا څخه ایله څو ورځې وروسته، کوشنر ځینې داسې کارونه وکړل، چې څارونکو ورته دسټالین په څېر دکسات اخستنې نوم ورکړ، ځینو بیا د ( چړو جګړه) یاده کړه، ځینو دخپلمنځي اختلاف نوم ورکړ، دا ځکه، چې نوموړي خپل پخوانی سیال دنیوچرسي ایالت والي دواک دلېږد له کمیسون څخه ګوښه او پر ځای یې مایک بنس وټاکه.
داسی ویل کیږي، چې دکریسټي او کوشنر ترمنځ پخوانۍ دښمني وه، پخوا کریسټي فډرالي څارنوال و، دکوشنر پلار یې محکمې ته معرفي کړې و، ځکه پلار یې مالیه نه وه تحویل کړې.
سخت دریځه یهود
له کریسټي وړاندې دټرامپ دواک دلیږد له کمیسون څخه مایک روګرز او ماتیو فریډمان ګوښه شول، دا کسان دحکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو کړۍ وه، اودکریسټي نږدې ملګري دي.
دښکلي اندام او څېرې څښتن کوشنر په هارورډ او نیویارک پوهنتونونو کې زده کړې کړې دي او ۲۶ کلن و، چې په ۲۰۰۷ ز کې یې ستر سوداګریز تړون لاسلیک کړ، دنیویارک په ګرانبیه سیمه کې یې د ۱،۸ ملیارډه ډالرو په ارزښت یوه ستره ودانۍ راونیوه، ددې سوداګریز تړون ډیره برخه پور وه.
کوشنر د ټرامپ په کاري ګروپ کې دجلا ځانګړې څښتن دی، نوموړی سختدریځه یهود دی، ان دټرامپ لور له نوموړي سره له واده وروسته په ۲۰۰۹ یهودیت منلی دی. کوشنر له خپل خسر څخه په هر ډګر کې ملاتړ او دفاع کړې ده، ان دنوموړي په ملاتړ یې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې لیکنې کړې دي.
ستر سړی
ټرامپ خپل زوم ته د( ستر سړی ) خطاب کړی دی، راپورونه وايي: ټرامپ دا ځل دخپل ډول بېساری سپارښتنه هم کړې ده، خپل امنیتي ټیم ته یې ویلي دي، چې کوشنر اجازه لري، چې دسپینې ماڼۍ تر ټولو سري او محرمو کړنو ته هم لاسرسی ومومي.
دا په سپینه ماڼه کې له دود او دسپلین څخه دسرغړونې مهمه پېښه ده، پر ټرامپ تور دی، چې له خپلوانو سره ډېره مرسته کوي او پر ځینو دندو یې خپلوان ټاکلي دي.
ریچارډ پینټر، چې دجورج بوش دواکمنۍ پرمهال په سپینه ماڼۍ کې داخلاقي چارو وکیل و وايي: په سپینه ماڼۍ کې دکوشنر د دندې امکانات ډېر کم دي، ځکه نوموړی د ولسمشر له کورنۍ سره تړاو لري.
کانګرس په ۱۹۶۷ ز کې داسی قانون رامنځته کړی و، چې ولسمشر نه شي کولای دخپلوانو له ډلې څخه څوک په سپینه ماڼۍ کې پر دنده وګوماري، زوم هم په دې برخه کې شامل دی، دا قانون وروسته له هغې رامنځته شو،چې ولسمشر جون کینډي خپل ورور رابرټ کینډي دڅارنوال په توګه ټاکلې و.
پریکنده رول
قانون دا نه دي منعه کړي، چې کوشنر دبې معاشه سلاکار په توګه دنده ترسره کړي، ددی امکان شته، چې کوشنر ددولسمشر دسیاسي چارو دسلاکار په توګه دنده ترسره کړي.داوباما او ټرامپ دلیدنې پرمهال کوشنر په سپینه ماڼۍ کې وګرځيد دولسمشر له مرستیالانو او دسپینې ماڼۍ له مامورینو سره ډیرې خبرې کړې دي.
کوشنر له مشهورو کسانو سره لکه هنري کیسینجر، دمطبوعاتو امپراتور رابرټ مردوګ سره نږدې اړیکې لري، بهرني سفیران یې لیدو ته ورځي، کوشنر دخپل خسر په څېر دولتي دنده نه ده ترسره کړې، خو اوس له ډیرو هغو مهم دی، چې دولتي او رسمي دندې یې کړې دي.
وروستي