مبارزه که تېښته؟

 
د ستونزو، خڼدونو او سختیو مشاهده کول، پر وړاندې یې په کلکه او ټينګه اراده درېدل او د حل لارو لپاره یې هلې ځلې کول مبارزه ده. د ستونزو او خنډونو له وجې د هغه کار پرېښودل تېښته ده.
که څه هم پدې وروستیو کې د هېواد حالات تر بل هر وخت ډېر ترينګلي او ناهیلې شوي دي، خو بیا هم کلک او متین عزم، د افغان ولس یووالی او شریکې هلې ځلې کولی يې شي ټولو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
په تېرو څو ورځو کې ګڼ شمیر لوړ پوړو چارواکو او په ځانګړې توګه (پښتنو مشرانو) خپلې دندې پرېښودې. که څه هم دوی د استعفا او یا د ورسپارل شویو دندو د پرېښودلو لپاره بېلابېل دلیلونه ښودلې وو، خو دا چې رښتیا ویل ورته ستونزمن ښکارېدل، په درواغو ویلو يې خپلې دندې پرېښودې او د دندو څخه د لېرې کېدو وروسته یې د استعفا اصلي علتونه روښانه کړل. دا مبارزه نه، تېښته ده.
که چېرې هېوادونه په یوه نفر (ولسمشر) جوړېدلی؛ که چېرې ملکونو د یوه نفر په هلو ځلو ير مخ تللی او یو  نفر د بې حده ډېرو شتو ستونزو لپاره بسنه کولی، نو بیا یې مشاورینو، وزیرانو او نورو... ته هېڅ اړتیا نه درلوده. د هېواد پرمختګ، د هېواد ابادې او د هېواد ساتنه د ټولو هېوادوالو دنده ده. هغوی ته چې مسئولیتونه ورسپارل شوي له بل هر چا پدې ډېر مکلف دي چې د ورسپارل شويو مسئولیتونو د ادا کولو لپاره له هر ډول قانوني او ټولنيزو کړنو څخه کار واخلي. که چېرې لوړ پوړي چارواکي ټول استعفا ورکړي، هېواد به څوک جوړوي؟ د هېواد ساتنه به څوک کوي؟ او موږ بیا څنګه د هېواد ساتنې دعوه کوو؟ څنګه موږ د مسئولیت د ادا کولو دعوې کوو؟ پر نورو نېوکې کولی شو پداسې حال چې خپله  راسپارل شوي دنده مو هېڅ نه او یا هم په نیمه کې پرېښي وي. که استعفا د حل لاره وای، تر هر چا مخکې به ولسمشر استعفا ورکړی وای. که استعفا د حل لاره وای، نو یوازې یو نفر نه، ټولو د دندو والاو به خپلې دندې پرېښی وای. استعفا ورکول او بیا وروسته ویل چې ستونزې ډېرې وې، نو دا تېښته ده، مبارزه نه ده. او په دې تېښته کې تر اوسه د پښتنو مشران مخکې دي، خور ا ښه یې ځانونه سره استعفاو ته کش کړي دي. موږ به بیا وایو چې پښتنو ته لوړې چوکۍ نه دي ورکړل شوي...
که تېښته د حل لاره وای، خان عبدالفغار خان بابا به د هغومره زندان او سختیو وروسته لاس په سر شوی وای، او لکه د اوسنو به یې خپله مبارزه پرېښی وای. خو نه، بابا د مرګ تر ورځې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
د ابراهام لینکولن، د امریکا د شپاړلسم (!) ولسمشر د مبارزې په اړه راځي، چې نوموړی په ژوند کې د څومره ناهیلیو سره مخ شوی خو دا چې ټینګه اراده یې درلودله، خپل هدف ته ورسید. نوموړی یو له هغو اتو کسانو څخه وو چې په دفتر کې ومړ. د ژوند او مبارزې په اړه یې راځي:
هغه په ۲۱ کلنۍ کې په سوداګرۍ کې تاواني شو.
په ۲۲ کلنۍ کې په پارلماني ټاکنو کې پاتې شو.
په ۲۴ کلنۍ کې یې بیا په سوداګرۍ پاتې راغی.
په ۲۶ کلنۍ کې یې مېرمن له لاسه ورکړه.
په ۲۷ کلنۍ کې په عصبي ناروغۍ اخته شو.
په ۳۴ کلنۍ کې د کونګرې په ټاکنو کې پاتې شو.
په ۴۵ کلنۍ کې یې د سناتور کېدو لپاره هڅې ناکامې شوې.
په ۴۹ کلنۍ کې د سنا مجلس په ټاکنو کې ناکام شو.
او باالاخره په ۵۲ کلنۍ کې د امریکا د ولسمشر شو او په ۵۶ کلنۍ کې مړ شو.
ماریلن مونروي وايي: د ستړیا په خاطر دې کار مه پرېږده؛ چې خلاص دې کړ، بیا یې پرېږده.
یادونه: زه نه وایم چې په حکومت کې ستونزې نه شته؛ حکومت شریک حکومت دی، یو لور ته یې د فېشن او سینګار والا او بل لور ته یې ته سپين ږیری پاچاه دی. هغه لوری بس همدا کوي چې خپل خپلوان د جهاد په نامه مقرر  کړي، د اړیکو پواسطه یې مقرر کړي او کوچنیانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړي. پاچا یوازې دی، د پاچا لاسنیوی وکړئ، پاچاه په دغو سختو حالاتو کې یوازې مه پرېږدئ. پاچاه تر پخوانو ډېر ښه دی، یوه ورځ به ټول واک په خپل لاس کې واخلي بیا به هر څه سم شي. د هېواد ساتنه، ابادي، پرمختګ او ترقي د یو کس کار نه دی، په یوه کس د دومره لوی او دروند بار پيرزو مه کوئ.