
ټرمپ او داخلي کړکیچونه ښه فرصتونه دي نور موږ ته څه په کار دي؟
هدف مې دادی چې له هغې خوا ټرمپ پرې را ودانګي او له دې خوا مونږ، نو یو څه خو به وشي.
سناریو سخته تکراري ده
۹۰ لسیزه کې د ګرباچوف واک ته رسېدو سره د مسکو اکاونټونه دافغانستان په دیموکراتیک دولت وتړل شول!
۲۰۱۷ کال کې به ټرمپ د امریکا اکاونټونه تش په نوم د ولسواکۍ نظام وتړي!
هلته هم د سولې سناریو روانه وه د فلم پای کې مخالف باغیان امریکا واخیستل او مطلق تسلط یې ورباندې حاکم شو.
اوس هم د سولې فلم نندارې ته وړاندې وو مګر د ۲۰۱۶ کال اخر کې روسیې د فلم بدماشان خپل کړل او د فلم اتل څخه ټرمپ لاس په سر کېدو والا دی!
نور نه پوهېږم خو يقيني ېم ټرمپ زوی مړی به د ګرباچیف ریکارډ مات کړي!!
ګرباچیف له غرب بلاک سره ایډیالوژيک تضاد ختم کړ پایله کې نیولیبرالیزم په سوسیالیزم غالب شو او شوروي اتحاد تجزیې سره مخ شو!
دا ځل به د امریکا لیبرل دیموکراسي پوتین ته د ټرمپ په برکت منځني ختیځ کې په ګونډو کېږې!
چې په پایله کې به د ناټو تجزیه او د امریکا تجزیه کېدل په يو فدراتیف باندې حتمي شي!
له جنوبي افریقا به یوه خونخواره جګړه پیلېږي او د واشتګټن تر سړکونو به ځان رسوي!
د سوسیا لیستي بلاک د موجودیت په اواخېرو کې د ګرباچوف لپاره د تولنې عیني او ذهني شرایط بدلون ته تیاروو او نن هم همداسې ده!
نن امریکا او اروپا له هماغو عینیي شرایطو سره مخ دي
ښه بېلګه یې له یورو زون د انګلستان وتل دي!
لکه څنګه چې روسانو د حیراتانو په پله د تېریدو وخت کې د شوروي کنګرې د تجزې تجویز وکړ او ریګن جشن ونیولو
نن ټرمپ له مکسکو سره د دیوال په وهلو د امریکا د تجزې پریکړه کړي او پوتین کرملین کې د ۲۰۱۷ کال په جشن لګیا دی!
نړیوالو شنونکو د ټرمپ په بریا ۲۰۱۶ ته د سیاسي عجایبو د کال نوم ورکړ!
پېرنګیان په دې پوه شول چې غلامه او مفت خوره اروپا د دوى په زیان ده نو ممکن یو لامل یې دا هم وي او نور اقتصادي اړخونه یې تاسو ته ښه مالومیږي.
د سرمایداري بحران اوج ته رسیدلي او رکود يې ضروري دى!
ډېر ژر به دا فلم پای ته ورسېږي.ځکه چې د پانګوالی زوال امپریالیزم دی!
امریکا د کورنۍ جګړې شدید خطر سره مخ ده ځکه ۳ میلیونه مهاجرین له خاورې شړي.
د اپراتاېد شغلې به دا ځل د واشنګټن له سترو واټونو پورته شي!!!
دېالکتيکې ککرۍ ګروپ يې وړاندې کوي!
لېږونکى: آرېن پکتېار