مسکو له امریکا څخه د غچ اخستنې په ډګر کې، که د ځان ساتنې؟

 
    که لوړ پوړو امریکایي چارواکو  په ویتنام کې له ماتې وروسته خپل ځانونه له روسې څخه پوروړي ګڼل او د دوی په خبره چې د حقارت احساس یې کوه ، نو ځکه په دې لټه کې و چې څنګه کولی شي د روسې  څخه د خپلې ماتې غچ واخلي او دغه ترخه مزه د روسې له ستوني څخه هم تېره کړي؟
    ویتنام هغه ماته چې ۵۸ زره امریکایان په کې ووژل شول او ډېر شمېر په کې ټپیان شول، له دغې جګړې وروسته امریکایان له روسې څخه د غچ اخستنې په لټه کې شوو ، چې د خپلې بریا لپاره یې سیمه افغانستان وټاکله، په افغانستان کې یې له روسانو څخه خپل غچ واخیست، دلته له راغلو ۱۲۰۰۰۰  روسانو څخه یې د افغانانو پر مټ د سربازانو او افسرانو په ګډون نږدې ۱۴۴۵۳ ووژل او نږدې ۵۳۷۵۳ تنه یې ټپیان شول.
    دغې جګړې چې ۱۰ کاله یې دوام وکړ مالي لګښت یې د سعودي عربستان ، امریکا ( سي ای اې ) او د عربو شیخانو تمویلوه،  د دغې جګړې لپاره د سلاح برابرونکی هېواد هم د امریکا  استخباراتي اداره وه چې  له مصر، چین، ترکې ، انګلستان ، اسرائیلو له دولت او هم د سلاح  قاچاق د نړیوالو  شبکو له خوا برابرېده.
     امریکایانو د افغانانو پر مټ شوروي اتحاد ته ماته ورکړه، په دغې جګړې کې امریکایانو ځانونه ګټونکي بلل، خو  افغانستان له خاورو سره خاورې شوی و،  دغې جګړې له یوه میلیونه زیات افغانان شهيدان او له یوه میلیونه ډېر یې ټپیان او معیوب کړل.
     راځم اصلي موضوع ته، د روسانو له ماتې وروسته بیا هم افغانستان له سولې او  امن څخه برخمن نه شو، وخت نا وخت یې جګړې بڼه بدلوله ، ان تر دې چې  دا ځل یې د امریکا متحدو ایالاتو او د دوی د متحدینو پښې د جګړې عملي ډګر ته را کاګلې ، د امریکا د متحدو ایالاتو او د دوی متحدینو  نږدې شپاړلس کاله د جګړې په عملي ډګر کې برخه واخسته ،نه د افغانستان جګړه سړه شوه او  نه هم دې هېواد ته امن او سوله راغله.
     اوس دغه جګړه  په یو بل ډول سره د  خپلې بڼې  بدلېدو په حال کې ده، داسې برېښي چې دا ځل روسان په دې خاوره کې د خپلې ماتې غچ د افغانانو پر مټ له امریکایانو څخه واخلي ، که څه هم د دغې جګړې په لړ کې افغانانو د جګړې د دوام پړه د دې هېواد په ګاونډیو دولتونو اچوله، خو اوس اوس د جګړې ډګر ته په ښکاره توګه د روسانو  لاسونه د را اوږدېدو په حال کې دي.
     د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې د داعش له پیدایښت سره سم داسې ګونګوسې خپرې شوې چې ګواکې داعش ډله  به له دې سیمې څخه منځنۍ اسیا تر تحدید لاندې ونیسې ،  په هېواد کې دننه او بهر داسې اندېښنې را و ټوکېدې ، چې داعش ډله غواړې د افغانستان په شمال کې د خپل نفوذ  لمن پراخه کړي ، په دې اړه څه موده وړاندې د افغان  ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم  فاریاب ولایت ته د سفر پر مهال وویل ، چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې ٧٥٠٠ داعشيان د هېواد شمال ته ولېږدوي. دوستم  دا هم وویل چې ياد شوي داعشيان د چيچين، ازبکستان او تاجکستان وګړي دي چې د منځنۍ اسيا په عراق، سوريې، لبنان او لبيا هېوادونو کې د داعش په ليکو کې فعال دي او غواړي چې د راتلونکي کال تر وري مياشت پورې د افغانستان شمال ته ولېږدول شي .
    تېره ورځ  د افغانستان لپاره د روسيې  ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترکیې له انادولو خبري آژانس سره په  خبرو کې دوسلوالو طالبانو سره د اړیکو او په همدې توګه د امریکا متحدو ایلاتو  تېر  ۱۵ کلن بهير په اړه  ځنې څرګندونې وکړې ، نوموړي وویل طالبان په افغانستان کې د هغو ډلو پر ضد جنګیږي چې روسیه ور سره په سوریه کې په جګړه اخته ده، له همدې امله مسکو او طالبان په خپلو کې سره ګډې ګټې او موخې لري.
     ضمیر کابلوف وايي، روسیه له افغان طالبانو سره د خپلو ډیپلوماتیکو مرکزونو د امنیت خوندې کولو په موخه په اړیکه کې ده ، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی په خبره، افغان طالبان اوس د یوې فعالی سیاسي  وسله والې ډلې په توګه په افغانستان کې مطرح دي او روسیه هم په ځینو مشخصو برخو کې د طالبانو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره له هغوی سره په اړیکه کې ده .
     داعش ډله چې  ترشا د دولتونو په کچه ملاتړي لري، روسیه یې د ځان لپاره  ستر خطر بولي او په سوریه کې یې پر وړاندې  په جنګ اخته ده ، غواړي په افغانستان کې د طالبانو ملاتړې شي ، تر څو د داعش پر وړاندې  ترې د قوي سپر په توګه کار واخلي ، ځکه خو وایي  چې مسکو او طالبان په خپلو کې سره ګډې ګټې او موخې لري.
     که څه هم په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د جګړې ډګر  ګرم ساتل شوی و ، خو په روان کال کې دغې جګړې  زور واخيست، په هېواد کې یې ۱۵ ولایتونه د سرو لمبو په تنور بدل کړل، ان تر دې چې د هېواد په شمال کې یې دوه وارې د کندز ولایت سقوط کړ او  د څو ورځو لپاره د طالبانو  لاس ته ورغی ،  لنډه دا چې جګړه د هېواد په شمال کې ورځ تر بلې د ګرمېدو په حال کې ده ، داسې بر يښي چېنړیوال او سیمه ییز قدرتونونه هڅه کوي چې افغانستان په یوه بله ناپایه جګړه کې ښکېل کړي ، چې د تل په څېر یې بیا هم د قربانۍ رول د همدغه مظلوم ولس  په غاړه وي او ګټې یې دوی تر لاسه کړي.
  لیکنه : نظیف الله نظیف