له مېرمن سره یو ځای خوب د ځانوژنې لامل ګرځي!

                 
ایا هره شپه د خوب پرمهال په کټ کې ښي او چپ اړخ ته اوړې را اوړې، ایا که د ژوند ملګری مو خریږي، غوسه درځي، ایا کله مو له یو بل سره د بړستن یا کمپل پر سر د خوب په کټ کې شخړه کړې ده؟
که دا چیرې تاسې ته ډېره عادي خبره او ستونزه ښکاري، نو اوس د دې وخت رارسیدلې دی، چې د خوب په اړه فکر وکړئ، که اړتیا شوه، کټ جلا کړې او که خبره تردې هم ستونزمنه وي نو د خوب کوټه جلا کړې.
په انګلستان کې لیډز پوهنتون له Silentnight شرکت، چې د کورنۍ جوړولو متخصص هغه دی شریکه سروی کړې ده، ۲۹٪ خلکو ورته ویلي دي، چې د شپې له اړخه د پوره او ښه خوب د نه کولو لامل یې د ژوند ملګری دی.
څیړنې وايي: که پوره خوب ونه کړې، دا به بیا د خپګان، د زړه ناروغي او ان د زړه د دریدو، د تنفس د بندیدو لامل ګرځي. پردې سربېره د طلاق او ځانوژنې لامل هم ګرځي، کارپوهان وايي:
دا به غوره وي، چې د خوب د کوټې په اړه د نورو لارو چارو په اړه فکر وکړئ.
د خوب د برخې کارپوهه  نیرینا راملاخان وايي: درې برخې برتانویان وايي: موږ  دژوند د ملګري له لاسه سم او پوره خوب نه شو کولای، اوس دا ښکاره ده، چې د خوب لپاره خپله کوټه جلا کړو دا زموږ لپاره  یوازینۍ او غوره لار ده.
Case روغتیايي مرکز بیا وايي: لږ خوب د انسان پوست خرابوي، څیړونکي وايي: هغه کسان، چې لږ خوب کوي دوی نږدې ۳۰٪ د بدن اوبه له لاسه ورکوي، هغه کسان، چې ښه خوب کوي، د بدن پوست یې نرم او شفاف وي.
هغه کسان، چې ښه خوب ته اړتیا لري او یا ښه خوب نه شي کولای دوی د نورو هغو په پرتله، چې خوب یې ښه وي ژر زړیږي.
طب ثابته کړې ده، چې لږ خوب د سړی مزاج خرابوي او په نه خبره غوسه کیږي، زموږ د دماغ په تل کې یوه خبره ده، چې له خوب سره مستقیم تړاو لري او دا زموږ له  عاطفې او خپګان سره تړاو لري.
څیړنه وايی: هغه کسان، چې د ۲۵ ساعتونو لپاره له خوبه بې برخې شي دوی د کار پرمهال بیا ناسمې پریکړې کوي، پر خپلو ملګرو او همکارانو ناحقه نیوکې کوي.
دا ډېره سخته ده، چې دوه کسه داسې وی، چې د خوب عادتونه او سیستم سره ورته وي، نو د کټ شراکت بیا سخته خبره ده، دا لکه یو سړی، چې په لوی لاس ځان له خوب څخه بې برخې کوي.

د خوب پرمهال د ځینو جګړې او جنجال  دخوب له عادت سره تړاو لري، ځینې مطالعه کوي، ځینې بیا تلویزون ګوري، ښه خبره دا ده، چې په دې اړه یو بنسټیز حل راوویستل شي او داسی سیستم جوړ شي، چې د دواړو لپاره وړ وي.
اوس که ستاسی د ژوند ملګری ستاسې د بې خوبۍ لامل ګرځي نو څه باید وکړئ؟
- تاسی یوازې نه یاست، چې دا ستونزه لرئ.
ډاکتر وايي: داسې مراجعین لرم، چې د جلا کوټې غوښتنه، بلکې د جلا کور په لټه کې دي، ځکه دوی له یو بل څخه دومره اغیزمن شوي دي، دا عمومي ستونزه ده، د مرستې په اړه د شرم او خجالت احساس مه کوئ.
منځلارې اوسئ.
که چیرې تاسې دشپې لس بجې ویده کیږي او د ژوند ملګری مو نیمه شپه، نو هڅه وکړې، چې دا توپیر یو څه رالنډ کړې، د بېلګې په توګه، ورته ووایه، چې له کټ سره نږدې د کمې رڼا ګروپ ولګوي او تاسې بیا د خوب زنګ مه لګوئ. دا ډیره ساده او اسانه لار ده، خو ځینې جوړې یې له پامه غورځوي.
که په خوب کې خریږې، څه به درپېښ شي؟
نږدې ۴۰٪ وګړي په خوب کې خریږي او ډیری یې نارینه دي، خو د ټولو وګړو لامل یو نه وي، ایا دا حساسیت دی؟ ایا د ډیر وزن خبره ده؟  ایا د شپې له اړخه د الکولو د څښاک لامل دی؟ پر لامل یې ځان پوه کړئ، کېدای شي درملنه او علاج یې ډېر اسانه وي.