
فساد که په هره برخه کې وي یوه ورانونکې پديده ده، که هغه په حکومتي ادارو کې وي او که د ټولنې په نورو برخو کې، ضرر یې په ټوله کې د ټولنې وګړو ته رسیږي، فساد د ټولنې د پرمختګ پر وړاندې هغه ننګه ونه ده چې په شتون سره یې د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو استحکام له منځه ځي.
فساد مختلف اړخونه لري ، چې زموږ موخه په دې لنډه لیکنه کې په دولتي ادارو کې د اداري فساد شتون دی، چې له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې یې پر وړاندې د مبارزې ډول غږیږي، خو لا هم فساد د افغانستان په دولتي ادارو کې هغه ستره ننګه ونه ده چې د ښې حکومتولۍ ژرړې یې له بنسټه نړولي دي.
په تېرو شپاړسو کلونو کې د فساد پروړاندې د مبارزې لپاره ډېرې ادارې جوړې شوې چې په وینا یې اصلي موخه یې د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کول دي ، تر څو وکولی شي د ښې حکومتولۍ لپاره لار هواره شي.
په تېرو څو کلونو کې چې د بهرنیو بنسټونو له لوري کومې څېړنې د اداري فساد په اړه شوي، د اداري فساد په برخه کې مو د نړۍ په کچه په اداراتو کې د فساد شتون په ثبوت رسېدلی او د فاسدو ادارو درلودونکو هېوادونو په سر او یامو دوهم دریم ځای تر لاسه کړی دی.
د اداري فساد له کبله مو د ښې حکومتولۍ د بهير پر لور یو ګام پرمختګ هم نه دی کړی، ورځ تر بلې مو د سیاسي ثبات پر ځای د سیاسي بې ثباتۍ لاره غوره کړې، ولس د همدې شومې پدېدې پر بنسټ هره ورځ لا نور هم له حکومت سره لرې والی اختیاروي ، چې په اوسني وخت کې یې ښه بیلګه د وسلوالو طالبانو محکمو ته د ولس مخه کول دي چې لامل یې د هېواد په عدلي او قضایي ادارو کې د پراخ فساد شتون ګڼل شوی دی، د فساد شتون د دې سبب شوی چې د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د نا امنۍ پر لور رهي شي.
اصلي پوښتنه داده چې ولې او څنګه سره له دومره چغو چې د اداري فساد پروړاندې یې ښه په زور سره شپیلۍ غږول کیږي بیا هم په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه بریالۍ نه شوه؟
که څه هم په تېرو شپاړسو کلونو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه وخت نا وخت چغې پورته شوي او ځانګړې ادارې ورته جوړې شوي ، خو تر دې دمه یې داسې کومه کړنه نه تر سترګو کيږي چې هغه دې د اداري فساد پر وړاندې لویه لاسته راوړنه وبلل شي.
زما په اند لاملونه یې ډېر دي ، په بهرني اړخ یې خبرې ځکه نه کوم ، چې په دې لیکنه کې مې موخه یوا ځې او یواځې داخلي اړخ ته کتنه ده.
زه په دې عقيده یم چې په هېواد کې مو په اداري فساد ککړ اشخاص په نظام کې دننه لوړ پوړي دولتي چارواکي دي، یا خو دوی نېغ په نېغه په فساد ککړ دي او یا هم په یو ډول نه یو ډول سره د فساد ملاتړي دي ، دوی یا په خپله په فساد ککړ دي او یا هم په فساد ککړو د هغو کسانو څخه ملاتړ کوي چې په دولتي ادارو کې د دوی د ګټو لپاره کار کوي.
په دولتي ادارو کې د فساد شتون د نورو ستونزو د رامخته کېدو لپاره لار هواروي ، یو شمېر افغانان داسې انګیري چې په هېواد کې روانې نا امنۍ هم تر یوه بريده د اداري فساد له کبله زور اخلي، د مخدره توکو قاچاق کونکي هم د اداري فساد له کبله نه نیول کیږي ، بلکه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د ناکامۍ لامل هم اداري فساد او د دې توکو په قاچاق کې د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو ککړتیا په ګوته کوي ، ځکه خو ویل کیږي چې په دې برخه کې جدي اراده شتون نه لري.
په دولتي ادارو کې د فساد شتون او نه همغږي د دې لامل شوې چې ورځ تر بلې یې سیاسي نظام د کمزورتیا پر لور رهي کړی، تر دې چې په یو شمېر برخو کې د ارګ ماڼۍ فرمانونو ته هم د عمل جامه نه اغوستل کیږي.
لیکنه : نظیف الله نظیف