ويډيو: د هلمند والي ۶۰۱ نمبر شهرا اړوند د خلکو ستونزې له نژدې واوریدې او ۴ پولیس یې موټر چلوونکو څخه د پیسو اخیستو په تور ونیول

 
۲۱/۸/۱۳۹۵
ورځ جمعه
وروسته له هغه چې د ولايت مقام شکايتونو مرکز ته د ۶۰۱ نمبر شهرا اړوند امنيتي پوستو کې موټر چلوونکو سره د پولیسو د ناسم چلند شکایتونه ثبت شول د هلمند والي د يادې شهرا له امنیتي پوستو ليدنه وکړه او د خلکو ستونزې یې له نژدې وکتلې.
ښاغلي حيات الله حیات څلور تنه پوليس لاس په لاس له خلکو څخه د پيسو اخيستو په تور ونيول او هغو پولیسو ته یې نغدي مکافات ورکړل، چې خپلې دندې یې په سمه توګه ترسره کړي.
د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات د مدني ټولنې له مشر سردارمحمد همدرد سره يو ځای په ناڅاپي توګه د يادې لارې اړوند امنيتي پوستو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی حيات په عادي توګه خپله موټر ته کیناست او د ۷ بیلا بیلو امنیتي پوستو څخه لیدنې ترڅنګ یې ځای ځای موټر چلوونکي او مسافرین هم د امنیتي ځواکونو چلند په اړه وپوښتل او معلومات یې ترې ترلاسه کړل.
 

 
نوموړي د لارې په اوږدو کې د موټر چلوونکو څخه د ولسونو په ژبه د هغوی ستونزې واوریدې او د هوارۍ ډاډ یې ورکړ.
یو شمېر موټر چلوونکو او مسافرینو د ځينو پوليسو له ناسم چلند او د غېرې قانوني پيسو اخيستو څخه شکایت وکړ او زیاته یې کړه، چې د همدې لارې په اوږدو کې د ملي اردو سرتیرو لخوا ورسره ښه چلند کیږي.
د هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات تر د شکایتونو تر تثبيت وروسته هغه څلور تنه پوليس ونیول، چې د لارې په اوږدو کې یې له موټر چلوونکو په غېرې قانوني توګه پيسې اخیستې وې.
ښاغلي حیات د ۶۰۱ نمبر شهرا سفر په ترڅ کې د مکافاتو او مجازاتو اصل په اساس هغه امنیتي ځواکونه وستایل، چې خپله دنده یې په سمه توګه ترسره کړې او ځینو نورو ته یې خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې هم وکړې.
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_2432.JPG
 
د سفر نتيجه ددې لارې په اوږدو کې څلور تنه هغه پوليس نيول کېږي، چې له خلګو يې غېرې قانوني پېسې اخيستلې، او هغه امنيتي ځواکونه ستايل کېږي، چې خپله دنده يې په ښه توګه اجرا کړې.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد چې په دې سفر کې د هلمند له والي سره ملګری وو، د ښاغلي حيات دغه فعالیت ولسونو ته د نېږدې کېدو او د خلکو د ستونزو د حل يو ښه ګام او نوښت وباله .
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې به حل شي او خبرداری یې ورکړ، چې پولیسو لخوا د یادو ناقانونیو دوام په ترڅ کې به د پوستو قومندانان او مسولین مجازات شي.
د هلمند والي له لوري د خلکو ستونزو ته پداسې حال کې رسيدګي کېږي، چې ښاغلي حيات الله حيات د خپل کار د پېل پر مهال خلګو ته ژمنه ورکړې وه، چې د ولسونو هوساینې لپاره به د بادارۍ فرهنګ خلاف به د خدمتګارۍ فرهنګ ته وده ورکوي.
په درنښت 
د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر