لا هم د خطرناکې جګړې خیالي سرتېري

 
د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، په ولایت کې یې د شته ځواکونو ۶۰ سلنه سرتېري خیالي دي. د هلمند د ولایتي شورا ريیس کریم اتل دا هم وايي چې په ولایت کې یې د جګړې د اوږدېدو یو علت دا دی چې هلته پوره سرتېري نشته او په وینا یې د کاغذ پر مخ د شمېرو او د جګړې په ډګر کې د جنګېدونکو سرتېرو د شمېر تر منځ ۶۰ سلنه توپير دی. د نوموړي په وینا هلمند ته د ۳۱زره پوځیانو تشکیل منل شوی خو درېیمه برخه یې هم عملاً هلته نشته دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو راپورونه ورکول کېږي، تر دې وړاندې د هلمند په ګډون له ګڼو ولایتونو د خیالي سرتېرو د موجودیت خبره شوې وه. پر دې څوک سترګې نه شي پټولی چې خیالي سرتېري د افغان ځواکونو په لیکو کې موجود دي، خو مهمه دا ده چې حکومت ولې د دغه کار د مخنیوي په دې اړه جدي او عملي اقدام نه کوي؟ هر کال میلیاردونه افغانۍ د هغو کسانو په نامه د سترو مافیايي کړیو او ځینو امنیتي چارواکو جېبونو ته ځي چې له سره هېڅ شته نه. حکومت نه یوازې د ملت پر وړاندې بې پروا دی، بلکې د ځان پر وړاندې تر دې ډېر بې پروا دی. اوس که فرض کړه په هلمند کې څو زره یا څو سوه کسان خیالي دي او له حکومته معاش اخلي، نو حکومت خو به هرو مرو د دغو کسانو په نامه وسلې هم ورکړې وي، د دغو کسانو په نامه به خوراکي توکي، درېشۍ، مرمۍ او نورو اړین توکي هم ځي. د دې پوښتنه څوک کوي؟ چې کله عسکر نشته نو د هغوی په نوم ورتلونکي تجهیزات او توکي د کومو غلو او کسانو جېبونو ته ځي؟
له بلې خوا نړیواله ټولنه او هغه بنسټونه چې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې کار کوي، خپل مسوولیت په دې برخه کې نه دی ادا کوي؛ دوی یوازې پیسې ورکوي او د دې پوښتنه نه کوي چې چېرته ولاړې او په کومو لارو ولګېدې.
دلته څو علتونه دي، یا خو دا چې په دې کې د نړیوالو استخباراتي کړیو لاس دی او غواړي حکومت کمزوری کړي، بلخوا ښايي په حکومت کې دننه داسې کړۍ وي چې د حکومت له منځه پر حکومت وار کوي، دوی هم پیسې اخلي، هم حکومت کمزوری کوي او هم ښايي هغه زرګونه میله وسلې چې د دغو خیالي کسانو او سرتېرو په نامه راځي، پر نورو وسله والو ډلو وپلوري. په دې توګه به دغه ښاماران لا غټ او چاق شي، لا به په حکومت کې بغاوتونه راپورته کړي، په ټول کې حکومت، نړیوالو بنسټونو او مدني فعالانو ته په کار ده چې د دغه ډول خیالي سرتېرو د موجودیت په اړه څېړنې وکړي، حل لارې وپلټي او پر دې ځان پوه کړي چې اصلي لامل یې څه دی؛ ځکه په دې توګه خلک باوري وي چې لکونه سرتېري لري خو په حقیقت کې به هېڅ هم نه وي، حکومت او ځينو چارواکو به خلکو ته هسې شنه باغونه ښودلي وي.
که د دې چارې مخه ونه نيول شې، پیسې به لګول شوې وي، وسلې به ضایع شوې وي، خو امنیت به نه وي راغلی، جګړه به دوامداره وي، تلفات به مو ډېر وي او خپلې میلیونونه افغانۍ به مو د مافیایي او قاتلو کړیو جېبونو ته ورغلې وي.