ماشومان ولې خپل نوکونه زدويي؟

  په رواني اختلالاتو کې تر ټولو بد یې یو هم دا دی چې ځیني ماشومان خپل نوکونه زدویي او دا یو ډول عادتي ناروغي بلل کېږي.
د ګوتو زبېښل هم په ماشومانو کې یو عادتي اختلال دی چې د نوکونو زدولو ته ورته والی لري.
نن سبا په لس سلنه ماشومانو کې د نوکانو د زدولو ناروغي لیدل کېږي چې دغه ناروغي په هلک او نجلۍ کې کوم ځانګړی توپیر نه لري؛ معنا دا چې کېدای شي هلک او نجلۍ دواړه له دې ناروغۍ سره مخ شي.
دغه ناروغي معمولاً له دوه تر څلور کلنۍ پورې پیدا کېږي چې د ګوتو زبېښل هم له دې ناروغۍ سره ډېر ورته والی لري او په همدغه سن کې کوچنیان خپلې ګوتې هم زبېښي.
لومړۍ مرحله داسې پیلېږي چې ماشوم په لومړي وخت کې خپل نوکان پر غاښونو پټ کوي، وروسته یې په خپلو ګوتو پرې کوي او بیا یې خولې ته کوي او ژوي یې. دا چې ولې ماشومان پر دې ناروغۍ اخته کېږي، په لاندې ډول به یې واضح کړو.
د دې ناروغۍ اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی، خو ارواپوهانو دا په ګوته کړې ده، لکه څنګه مو چې مخکې وویل، په ماشومانو کې د نوکانو زدویل یو رواني اختلال دی او دغه اختلال هغه وخت پیدا کېږي چې ماشوم د ډار، یوازېتوب او خوار ځواکۍ احساس وکړي.
له مور او پلار څخه د لرې والي، د شپې په تیاره کې ډارېدل ماشوم له دې ډول ناروغۍ سره مخ کولای شي.
که ماشوم ته په خپل وخت سره د مور او پلار او یا هم د نورو نږدې کسانو مرسته ونه رسېږي، ډېر کله ماشوم پر دې ډول ناروغیو لکه د نوکانو زدولو باندې اخته کېږي. د یوې اونۍ، یوې یا څو میاشتو له تکرار څخه وروسته ماشوم له دغه اختلال سره عادت کېږي او د یوه دایمي عادت په توګه یې بدلېږي
که څه هم چې د دې ناروغۍ اصلي عامل تر اوسه نه دی په ګوته شوی خو دغه ناروغي یو ډول ارثي هم ده، که په کورنۍ کې مور او یا هم پلار په کوچنوالي کې دغه څه ترسره کړي وي او یا هم پر دې ناورغۍ باندې اخته شوي وي، لرې نه ده چې ماشوم یې هم پر خپل وخت او معلوم سن کې د نوکانو پر زدولو باندې اخته شي. نو له مور او پلار څخه په ارثي ډول او یا هم هغه ماشومان چې په خپلو کې سره لوبې کوي او یو کس یې پر دې ناروغۍ اخته وي، کېدای شي بل یې پېښې وکړي؛ ځکه ماشوم تل د نورو تقلید کوي.
دغه ناروغي په هغو ماشومانو کې چې د مور شيدې یې په پوره ډول خوړلې وي او یا هم په لومړیو کلونو کې د مور په څنګ کې پاتې شوي وي، کمه لیدل کېږي.
د نوکانو زدولو جانبي عوارض
که څه هم چې په لومړي سر کې ماشوم د خپلو نوکانو له زدولو څخه خوند اخلي او د ارامۍ احساس ورسره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره ورته ګڼ عوارض پېښوي؛ د بېلګې په توګه پر خپل نفس یې اعتماد کمېږي، یوازېتوب اختیاروي او په لوړ سن کې بیا له یو ډول ذهني، اجتماعي او وظیفوي ستونزو سره مخ کېږي.
د نوکانو زدولو جسمي عوارض
د نوکانو زدولو جسمي عوارض دا دي چې د ماشوم د ګوتو په سرونو کې زخمونه پیدا شي، مکروب په کې ځای ونیسي او ان ډېر کله د نوکانو او ګوتو د شکل د تغییر سبب هم ګرځي.
د نوکانو د زدولو ناروغي ډېر کله په هغو ماشومانو کې پیدا کېږي چې د وینې له کمښت سره مخ شي؛ که په ماشوم کې د وینې د کمښت نښې نښانې ولیدل شي باید ډاکټر ته وښودل شي. دغه ناروغي هغه وخت زور نیسي چې ماشوم د یوه ډاروونکي فلم په کتلو، د یوه سخت فکري کار په کولو لکه درس ویل باندې مشغول وي.
د نوکانو زدولو درملنه
دا چې دغه ناروغي د څو میاشتو او یا هم څو کلونو په اوږدو کې منځته راغلې ده، نو مور او پلار هم باید دغه ډول توقع ونه لري چې ګواکې په څو ورځو کې دې د دې ناروغۍ درملنه وشي؛ ځکه که دوی په دومره کم وخت کې د دغسې عاجلې درملنې توقع ولري او په څو ورځو کې یې درملنه کومه پایله ورنه کړي، کېدای شي د ماشوم له درملنې لاس واخلي.
که ماشوم مو پر دې ډول ناروغۍ اخته وي، د یوه مور او پلار په توګه باید دغه ټکي په پام کې ونیسئ:
۱- د دې ناروغۍ په درملنه کې تر ټولو لومړی خپله ناروغ له ځان سره مرسته کولای شي، وروسته د کورنۍ غړي او له هغه وروستی د دې برخې پوهان.
۲- د درملنې کړنلاره او مشورې ورکول د دې ناروغۍ د درملنې اصلي عوامل دي.
۳- د ماشوم نوکان د امکان تر حده باید لنډ وي، تر څو ماشوم یې د زدولو لپاره تحریک نه شي؛ معنا دا چې په غاښو کې ورنه شي.
۴- مور او پلار چې کله د ماشوم نوکان اخلي، ښه خبره ده چې هغه د خبرو له لارې وهڅوي چې نوکونه ونه زدویي؛ د بېلګې په توګه ورته و وایي، که یوه اونۍ د خپل نوکان ونه زدویې هرو مرو به دې پارک، سینما، رسټورانټ او یا هم ستا د خوښې وړ ځای ته بیایم.
۵- هېڅکله هم هڅه مه کوئ چې د ماشوم نوکونه د نوکانو په رنګ رنګ کړئ؛ ځکه له یوې خوا دغه کار له ماشوم سره په درملنه کې مرسته نه کوي، بلکې کېدای شي ماشوم د نوکانو د زدولو په وخت کې دغه څه وخوري او مسموم شي.
۶- د نوکان چسپ کول یا تړل هم په دې برخه کې د درملنې لامل نه ګرځي، بلکې کېدای شي چې د ماشوم د نوکانو بڼه تغيیر وکړي. که تاسو د ډېر کم وخت لپاره هم دغه څه ترسره کړئ، کېدای شي د ماشوم ګوتې مو کږې شي.
۷- ماشوم مو په دې دلیل چې ولې خپل نوکان زدویي، د نورو تر مخ او یا هم یوازې مه تنبه کوئ، ښه خبره دا ده چې له ماشوم سره په یوازې سر د دې ناروغي پر جانبي او جسمي عوارضو خبرې وکړئ او پر زیانونو یې پوه کړئ. که دغه کار له مور او پلار پرته د هغه چا په وسیله وشي چې دنده یې ده او یا هم په دې برخه کې معلومات لري او درملنه یې کړې وي، ښه پایله ورکوي.
۸- دا چې دغه ناروغي په تدریجي ډول منځته راغلې ده، نو د درملنې لپاره یې هم باید بېړه ونه شي او له پوره حوصلې کار واخیستل شي.
۹- کېدای شي ماشوم د یو ډول اختلالاتو له امله د نوکانو زدول شروع کړي او یوه یا دوه اونۍ دوام وکړي، خو که دغه کار تر دوو اونیو زیات دوام وکړي، باید درملنه یې وشي.