د ډېرو پیسو پیدا کولو موخه ډېر کله ازادي وي؛ په دې ډول غواړئ چېرته مو چې زړه وي ولاړ شئ، له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړئ او د امکان تر بریده له خپله ژونده خوند واخلئ.
پیسې له موږ سره موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي.
کومه لار چې تر اوسه د ډېرو پیسو د پیدا کولو یوازېنۍ لار ګڼل کېږي، کاروبار دی؛ کاروبار د دې معنا نه لري چې تاسې یو ځان بوخت کړی، بلکې کارپنځونه باید وکړئ.
ډېری خلک یوازې د ځان لپاره د کار پر پیدا کولو فکر کوي، که له دوی سره همدا ډول فکر مل وي، دوی هېڅ کله هم ازادي نه شي ترلاسه کولای، بلکې دوی به تل په کار کې مصروف وي، داسې لکه تل چې د بل چا لپاره کار کوي.
د میلیونرانو په څېر ګام پورته کړئ
میلیونران له موره میلیونران نه دي پیدا شوي، ډېری یې داسې خلک دي چې په تېر ژوند کې یې مالي وضعیت ډېر ښه نه و، هغه څه چې دوی یې میلیونران کړل، کارپنځونه، ښه فکر، قوي اراده او خپلې موخې تعقیبول وو.
د دې لپاره چې میلیونران شئ، د عوایدو پر څو لارو فکر وکړئ.
پرېږدئ چې پيسې مو جریان پیدا کړي
اصلي فکر دا دی چې څو ګونی جریان رامنځته شي، دغه کار کولی شي ستاسې پر مالي حالت ژور اغېز وکړي. کېدای شي تاسې خپلې پيسې په داسې یوه جریان کې بندې کړئ چې د میاشتې لک یا دوه لکه افغانۍ وګټئ اوس له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې دغه کار د دې ارزښت لري چې تاسې دې داسې یو جریان رامنځته کړئ؟
هو نه یوازې دا چې تاسې باید دغه جریان پراخ کړئ، دې جریان ته نور جریانونه هم ور زیات کړئ، دا مهمه نه ده چې دا جریان به ډېر لوی وي، د جریانونو تنوع باید ډېره شي، دا مهمه نه ده چې ستاسې د اقتصاد جریان له کومه اړخه پيدا شوی دی، خو دا چې ګټه یې تاسې ته ډېره ده نو ښه به وي چې دا جریان پراخ کړئ.
تاسې ته ښايي چې تنوع پراخه کړئ، تاسې به ډېر زر خپله ګټه پراخه کړئ، تر ډېره هغه کار وکړئ چې مینه ورسره لرئ؛ ځکه ګټه هم درته لري، خو کوښښ وکړئ هغه لارې چارې وکاروئ چې تاسې ته په زړه پورې وي او له هغو لارو پیسې وګتئ چې تاسې مینه ورسره لرئ دغه جریانونو ته ډېر پام کوئ. ستاسې احساسات کولی شي د پیسو د ګټلو په لاره کې خنډ شي؛ ځکه په لومړي سر کې تاسې له خپل کار سره مینه ونه لرئ نو ورو ورو به ستاسې د اوږو بار شي، له هغه به وېره پیدا کړئ، دا د بریا فورمول نه دی، د بریا فورمول دا دی چې له هغه څه ګټه واخلئ چې مینه ورسره لرئ. تاسې به له همدې لارې پیسې پيدا کړئ.
له انټرنېت سره ملګري شئ
انټرنېټ یوه ځانګړې او په یوه کس پورې تړلې پديده ده، په دې توګه ټول هغه خلک چې په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي، له هغه ګټه اخلي. د انټرنېټ لګښت کم خو ګټه یې ډېره ده او کولی شي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تاسې له خپلو مینه والو او مشتریانو سره وتړي. په انلاین نړۍ کې کار او له مشتریانو سره اړیکې تاسې ته دا وړتیا درکوي چې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره ډېر وخت تېر کړئ. تاسې کولی شئ چې یوازې یو بټن په ګوګل کې کېکاږئ او هر څه پیدا کړئ، تاسې کولی شئ له دې لارې د خپلو مشتریانو ستونزې او غوښتنې هلته پر ځای کړئ. تاسې په دې توګه کولی شئ د خپلې خوښې وړ فعالیتونه ترسره کړئ.