لیکوال: براین ټریسي
ژباړن: مشتاق رحیم
تاسې د شخصیت د دوه ځواکونو په خپلولو سره خپل زړه راښکون/کریزما (Charisma) او د نورو تر خپل اغیز لاندې راوستو وړتیا ډیرولې شئ.
پریکړه وکړئ چې تاسې په ځانګړي توګه څه غواړئ
د دغه ځواکونو لومړې د موخې ځواک دې. هغه سړي او ښځې چې زړه راښکون او جاذبې ځواک لري نژدې ټول د خپل ځان په اړه چې دوي څوک دي یو روڼ لرلید لري، په دې پوهیږي چې دوي کوم ځاې ته روان دي او دوي د څه د لاس ته راوړلو په هڅه کې دي. هغه رهبران چې د توکو د خرڅلاو او مدیریت په بازار کې دي د هغه څه چې دوي غواړي جوړ یې کړي په اړه لرلید لري او دوي پوهیږي چې دوي څه کوي او ولې دا څه کوي. دوي یو شمیر لوړې موخې ترلاسه کولو په هڅه کې دي. دوي د ژوند هر اړخ په اړه پریکنده دي. دوي پوهیږي چې په ځانګړې توګه دوي څه غواړي او دوي په دې هم پوهیږي چې باید څه وکړي ترڅو هغه څه چې غواړي ترلاسه کړي. دوي خپل کار پلان کوي او په خپل پلان باندې کار کوي.
ځان ته رڼې موخې وټاکۍ
تاسې د خپل شخصیت زړه راښکون او جاذبې ځواک هره ورځ د ځان دپاره د رڼو موخو د ټاکلو، د دغه موخو د ترلاسه کولو دپلان جوړولو او په خپلو پلانونو د کار کولو له لارې د ډسپلین او ټینګ عزم په درلودو زیاتولې شئ. َټوله نړۍ داسې ښکاري چې هغه چا سره روانه وي څوک چې پوهیږي چې دې چیرته روان دې. څومره چې تاسې د خپلو مقصدونو او موخو په اړه راڼه او روښانه و اوسۍ همدومره به خلک تاسې پورې نورې مثبتې خبرې تاسې پورې تړي. دوي ته به تاسې یو ښه انسان او ډیر د خوښېدو وړ شخصیت ښکارئ. او کله چې تاسې روښانه موخې ولرئ، تاسې بیا هغه خلک او موکې چې د موخو د ترلاسه کولو دپاره اړین ځان خواته په راښکلو پیل کوئ.
په ځان باور ولرئ
د شخصیت د ځواک دویم هغه یې په ځان باور دې.د زړه راښکون درلودنکې نارینه او ښخې په ځان او به هغه څه چې دوي یې کوي پیاوړې باور لري. دوي ډیرې وخت دخپل ځان او د خپل کار په اړه آرامه، ساړه او منظمه وي . ستاسې په ځان د باور کچه ډیرې وخت ستاسې په جرات، ستاسې د هر هغه څه کولو سره علاقه مندي چې ستاسې د مقصدونو د ترلاسه کولو دپاره اړین دي څخه مالومیږي.
د جلبولو راز
خلک په قدرتي توګه د هغه خلکو لورې ته چې په ځان د باور احساس نندارې ته وړاندې کوي جلبیږي، د هغوخلکو لورې ته چې په خپلو هغو وړتیاو چې ده سره مرسته کوي چې د حالاتو سره په مقابله کې خپلې موخې ترلاسه کړي.
پایلې مخکې تر مخکې و انګیرئ
په خپل ځان باور نندارې ته وړاندې کولو یوه لار دا ده چې داسې و انګیرې چې خلک په قدرتي ډول تاسې خوښوي او تاسې مني، او غواړي چې تاسې سره راکړه درکړه ولري. د بیلګې په ډول، که غواړې چې یو پیرودونکي سره راکړه ورکړه پاې ته ورسوې نو وانګیره چې پیرودونکي تولید یا چوپړتیاوې پیرلي، او بیا لاړ شه او هغه د پیرودونکي ته د سپارلو دپاره چمتو کړه. په خپلو اړیکو کې د بریا ګټلو دپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې و انګیرې چې خلک په قدرتي ډول ستاسې ملګرتیا خوښوي او دوي غواړي چې له تاسې سره واوسي او بیا د همدې انګیرنې پر بنسټ مخ ته لاړ شه. همدا چې تاسې په ځان باور درلودونکې برخورد کوئ دا د دې لامل کیږي چې د نورو په سترګو کې ستاسې کریزما زیاته کړي.
عملي تمرین
دوه کاره چې په کولو یې تاسې وړاندې کړې شوي نظریات عملي کولې شئ دلته درته وړاندې کیږي:
لومړې، د کاغذ په مخ فکر وکړئ. خپلې موخې او پلانونه تفصیل سره ولیکئ او بیا یې دوامداره بیا کتنه وکړئ. د دې موخې په اړه نورو سره بحث وکړئ. خپلې موخې او پلانونه نوي کړئ او چې هر کله نوې مالومت ترلاسه کړئ نو بیا یې د سره ترتیب کړئ. د موخو او پلانونو په اړه واضحه او روښانه و اوسئ.
دویم، نورو ته په ځان باور هر وخت څرګند کړئ، آن که تاسې په خپل ځان کې شکي هم یاست. تل د یو ګټونکي په څیر وګرځئ، خبرې وکړئ او او خوځښت ولرئ، لکه د یو داسې چا چې د خپلې بریا او سوبې په اړه پوره ډاډه دې.