ډونالډ جون ټرامپ

 
نن جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرامپ په رسمي توګه د امریکا ولسمشر وټاکل شو، نوموړی به د ډیموکرات ولسمشر اوباما د ځایناستي په توګه پر دنده پیل وکړي. هیچا اټکل نه کاوه، چې نوموړی به مشهوره سیاستواله هیلري کلنټن ماته کړي، خو د امریکايي موسسو او مطبوعاتو ټولې وړاندوينې ناسمې ثابتې شوې، چې  بیګا او سهار به یې د مېرمن کلنټن ستاینې کولې. ټرامپ  د سیاست په نړۍ کې نوې څېره ده، نوموړی له اصله سوداګر او پانګوال دی، د امریکایانو سربېره ګرده نړۍ ګوته پر غاښ ده، چې دا څه وشول، اوس به وګورو، چې  د نوموړي د ولسمشرۍ پرمهال راتلونکي څلور کلونه به څنګه تېر شي، افغانستان او سیمه کې به څه بدلون رامنځته شي.
د روهي ویبپاڼې محترمو لوستونکو ته مو د ټرامپ د ژوند لوړې ژورې دلته راټولې کړې دي، چې هیله ده، چې خوښې به یې شي.
ډونالډ جون ټرامپ (Donald John Trump) د۱۹۴۶ ز د جون پر ۱۴ زیږیدلی دی، د امریکا ۴۵ ولسمشر دی، د۲۰۱۶ ز د نومبر پر ۹ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د خپل سیال هیلري کلنټن څخه یې ټاکنې وګټلې، نوموړی به د۲۰۱۷ ز د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ټرامپ پخوانی پانګوال او امریکايي ملیاردیر دی، پخوا یې تلویزوني پروګرام هم چلولی دی او کوم کتاب هم لري.
ټرامپ په امریکا کې د ځمکو د پلور او پېر ستر شرکت لري پر دې سربېره یې یو شمېر قمارخانې، هوټلونه او د ګلف لوبغالي هم اداره کړي دي.
ټرامپ د خپلې ځانګړې لهجې او مارک له کبله په امریکا او نړۍ کې شهرت موندلی دی.
ټرامپ د خپل پلار څلورم زوی دی، پلار یې فرید ټرامپ نومیږي، چې دنیویارک له مشهورو پانګوالو څخه شمېرل کیږي، نوموړی له خپل پلار سخت اغیزمن دی همدا لامل دی، چې دخپل پلار کسب یې راخپل کړی دی.
ټرامپ، چې له پوهنتون فارغ شو په ۱۹۶۸ ز کې د پلار شرکت ته ولاړ او هلته یې دنده پیل کړه، څه وخت وروسته یې دپلار د شرکت نوم  د (ټرامپ ټولنه) ته واړوه.
نوموړي خپل عملي ژوند له بریتزګر کورنۍ سره په ګډه د ګرانډ هوټل له پرانېستلو وروسته پیل کړ، څه موده وروسته یې د ایسترن شټل په نوم هوايي شرکت پرانېست، د اتلانتیک سیټي په نوم یې قمارخانه پرانېسته، بیا له کروسبي کورنۍ د تاج محل قمار خانه هم راونیوله، خو څه وخت وروسته  قمارخانه  تاواني شوه، دومره پراخه سوداګریزو پروژو نوموړی تاواني کړ او پورړوی شو.
د شلمې پیړۍ په نویمو کلونو کې یې خپلې ستونزې پټې کړې وې، د واده له چوکاټ بهر  جسني اړیکې لري، چې ستره رسوايي یې ګڼلې شو. له مارلا مابلس په نوم ښځې سره نامشروع اړیکې درلودې، چې د لومړې مېرمنې ایونا ټرامپ د طلاق لامل شوې.
د نویمو کلونو په پای کې یې بخت کار وکړ او مالي وضعیت یې ښه شو، په ۲۰۰۱ ز  ټرامپ د ټرامپ نړیوال برج، چې ۷۲ پوړه دی او دملګرو ملتونو ودانۍ ته مخامخ پروت دی، له همدې کبله یې ډیرې پیسې او شهرت تر لاسه کړ.
شالید او زده کړه
ټرامپ د فرید کریسټ ټرامپ  څلورم زوی دی،  نوموړي دک یو فورسټ په نوم ښوونځي کې زده کړې پیل کړې دي، خو د ځینو ستونزو له کبله یې  پلار  د دیارلس کلنۍ په عمر د نیویارک نظامي اکاډمۍ ته ولیږدوه، چې نوموړی به هلته یو څه زده او منظم ژوند به زده کړي، د لیږد پریکړه یې  یو منطقي برېښیده، هلته یې له اکاډمۍ څخه سند تر لاسه کړ.  د فوټبال او سکواش مشهور لوبغاړی شو.
ټرامپ په فورډهام پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۹۶۸ ز کې ترې فارغ او په اقتصاد کې یې د لیسانس سند تر لاسه کړ.
په  Trump: The Art of the Dealکتاب کې ټرامپ د خپل ژوند په اړه ډیرې خبرې کړې دي.
مسلکي ژوند
ټرامپ عملي ژوند دپ لار په شرکت کې کار پیل کړ، د خپل پلار په څېر یې د منځنۍ کچې وګړو ته دکورونو خدمات وړاندې کول. نوموړی لا په پوهنتون کې و، چې د استوګنځي د جوړولو پروژه یې درلوده. په یو کال کې یې نږدې ۱۲۰۰ اپارتمانونه جوړ او پر خلکو یې وپلورل او نږدې ۶ ملیونه ډالر یې وګټل.
په ۱۹۷۱ ز کې ټرامپ  منهاټن  ته وکوچیده او دلته یې اقتصادي فرصتونه له نږدې څارل، په ځانګړې توګه د ځمکو د پېر او پلور  کاروبار یې له نږدې څاره.
مالي ستونزې
په ۱۹۸۹ ز کې ټرامپ سخت تاواني شو، تر پورونو( قرض) لاندې ډوب شو، په ورته وخت کې ټرامپ درېیمه قمارخانه هم پرانېسته او د تاج محل نوم یې پرې کېښود، ۱ ملیارډ ډالره ارزښت یې درلود. ډیرو پورونو په  ۱۹۹۱ ز کې  له مفلسۍ سره مخ کړ، میلونونه ډالر یې له لاسه ورکړل.، د تاج محل قمارخانې ۵۰٪ ملکیت یې وپلوره، په ۱۹۹۴ ز کې ټرامپ وتوانیده، چې ۹۰۰ ملیونه شخصي پور خلاص کړي او نږدې ۳،۵ملیارډه ډالره سوداګریز پورونه یې راکم کړل په ورته وخت کې یې د ټرامپ شټل څخه لاس واخیست، یوازې په نیویارک کې ټرامپ ټاور وژغوره.
د ۲۰۰۸ ز مالي ستونزه
د ۲۰۰۸ ز مالي کړکیچ ټرامپ له ستونزې سره مخ کړ، نوموړي له ۴۰ ملیونه ډالر  پور له ورکړې انکار وکړ او زیاته یې کړه دا ستونزه خدايي ده زما یې پرې څه. د ۲۰۰۹ ز کې د ټرامپ ټولې هغه پروژې دیوالي شوې، چې تفریحځایونه یې  درلودل، نږدې وه، چې ټرامپ له هر څه استعفا وکړي او ځان ګوښه کړي. فوربس مجلې له اټکله ټرامپ ۴ ملیارډه ډالره پانګه لري.
د ټرامپ مشر ورور د الکولو له ډېر څښاک څخه په ۴۳ کلنۍ کې ومړ، د ورور مړینه یې وه، چې ټرامب له الکولو څخه لاس واخیست، نوموړي درې ځل واده کړې دی، په ۱۹۹۳ ز کې یې له سینمايي ممثلې مارلا مابلیس سره واده وکړ او په ۱۹۹۹ کې یې طلاقه کړه.
درېیم واده یې د سلواک له میلانیا کونس سره، چې ماډلیسته ده واده وکړ ، ټرامپ له ۱۹۸۷ ز څخه هیله ده، چې د امریکا ولسمشر شي، په ۲۰۰۰ ز کې یې له کوچني ګوند څخه کاندید کړ، خو بخت ورسره یاري ونه کړه.