ځینې چلندونه چې باید والدین د خپلو اولادونو په اړه، هغو ته ځانګړی پام وکړي

 
ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ په خپل ماشوم باندې تور مه پورې کوئ.
۲ ـــ خپل ماشوم له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ.
۳ ـــ د هغه د توان له کچې څخه لوړه هیله ترې مه لرئ.
۴ ـــ ماشوم مو له خپل دننني او بهرني طبیعي ځواک څخه مه بې برخې کوئ.
۵ ـــ د خپل ماشوم له بریده زیات ملاتړ څخه ډډه وکړئ.
۶ ـــ د هغه پرځای تصمیم مه نیسئ او د هغه پرځای یې ستونزې مه حل کوئ.
۷ ـــ د زړه خوږي له احساس او ملاتړکوونکي ښېکلتوب څخه ډډه وکړئ.
۸ ـــ د نورو په ځانګړې توګه د همزولو په وړاندې یې له غندلو څخه ډډه وکړئ.  
۹ ـــ د امکان تر بریده هڅه وکړئ، چې بدني سزا ورنه کړئ.
۱۰ ـــ له رټونکو او سپکو کلمو څخه ډډه وکړئ.
۱۱ ـــ هغه ته د کرکې، کینې او غچ اخیستنې احساس مه ورکوئ.
۱۲ ـــ د ماشوم په وړاندې د ښوونځي په قوانینو او مقرراتو باندې ملنډې مه وهئ.
۱۳ ـــ د ماشوم عاطفي ستونزې د هغه په وړاندې مه بیانوئ.
۱۴ ـــ له هغو ډالیو او انعامونو څخه ډډه وکړئ، کوم چې د بډو او باج غوښتنې بڼه لري.
۱۵ ـــ په ځانګړې توګه په جنسي مسایلو کې ماشومانو ته د ژر یا ځنډ رسېدونکو روزنو څخه په کلکه ډډه وکړئ.   
۱۶ ـــ د ماشومانو د اړتیاوو له ځپلو څخه ډډه وکړئ.
۱۷ ـــ له خپلو ټولو اولادونو څخه د یوې تګلارې پرمټ یو شان چلند مه کوئ او یو شان هیله هم مه لرئ.
۱۸ ـــ د ماشوم په وړاندې د خپل ځان او خپلې مېرمنې ترمنځ له شخړې او جګړې څخه په کلکه ډډه وکړئ.
۱۹ ـــ له ماشوم سره د هغه د درسي ستونزو په هوارولو کې تل مرسته مه کوئ.
۲۰ ـــ د هغه د ځانګړو استعدادونو د پیاوړي کولو له پاره، د ژمنو له ورکولو څخه ډډه وکړئ.
۲۱ ـــ د جنسي مسایلو په اړه د هغه پوښتنې او ځیرکتیاوې مه ځپئ.