ژباړه: حمیدالله حمیدي
د سهار ۰۷:۰۰ بجې:
۱- د هغه څه لپاره چې همدا اوس یې لرئ، د خدای پاک شکر وکړئ.
د سهار ۰۸:۰۰ بجې:
۲- هره خبره په مثبت احساس سره وکړئ.
د سهار ۰۹:۰۰ بجې:
۳- هر کار په پوره مینه، شور او شوق ترسره کړئ.
د سهار ۱۰:۰۰ بجې:
۴- له بریاليو کسانو سره مينه ولرئ، هغوی چې ماتې خوړلې مرسته ورسره وکړئ.
د سهار ۱۱:۰۰بجې
۵- له نورو سره په مرسته کې مخکښ و اوسئ.
د غرمې ۱۲:۰۰ بجې:
۶- په ورځ کې مو یو ځانګړی وخت د تفکر او دعا لپاره ځانګړی کړئ.
د ماسپښین ۱:۰۰ بجه:
۷- د نورو پر احساساتو لوبې مه کوئ.
د ماسپښین ۲:۰۰ بجې:
۸- سخي او ژمن و اوسئ.
د ماسپښین ۰۳:۰۰ بجې:
۹- ((مینه درسره لرم)) جمله ډېره تکراروئ.
د مازد یګر ۰۴:۰۰ بجې:
۱۰- د هرې غوښتې په سر کې د ((هیله کوم)) او ((مهرباني وکړه)) جمله مه هېروئ.
د ماښام ۰۵:۰۰ بجې:
۱۱- په ورزش کولو سره مو خپل غړي قوي کړئ او له ناروغۍ ځان وژغورئ.
د ماښام ۰۶:۰۰ بجې:
۱۲- همدا اوس چې څه ډول یاست، قبول یې کړئ او د خدای پاک شکر وباسئ.
د ماخوستن ۰۷:۰۰ بجې:
له وېده کېدو مخکې د سبا ورځې لپاره مهالوېش ولرئ.