پاکستان اروايي شکنجه را کوي

 
دا یوه اونۍ  په ټولنیزو رسنیو کې د شربت ګلې د بند خبره سخته ګرمه روانه وه، ځینو  د پاکستان په حکومت نیوکې کولې او بدرد  یې  پسې ویل، خو زه د پاکستان حکومت ته دلته دومره څه نه وایم زه یوازې  د سپْره جنګ نه ګیله من یم، همدا د شربت ګلې کورنۍ څو ديرش کاله مخکې جنګ د خپل ټاټوبي څخه بل دیار ته مجبوره کړه او د پاکستان په کیمپونو کې یې استوګنه کړه هغه وخت شربت ګله وړه وه، چې یو خبریال ترې تصویر واخیست، او وروسته یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، شربت ګله پیغله شوه خو د افغانستان بدرنګه جګړه کراره نشوه اغلي په پښتونخوا کې واده وکړ، او د بچیانو مور شوه. د همدې سپره جنګ له امله  شربت ګله مجبوره شوه چې د پنجاب شناختي كارت(تذکره) واخلي، او  د ارام ژوند لپاره د پنجاب  حرامي حکومت او دکتاتورۍ لاندي خپل ژوند ته داوم ورکړي.
هغه یو متل دی چې هر چاته خپل وطن کشمیر دى، زه په ډاډ سره ویلی شم چې شربت ګلې به د مستۍ نه دغه کار نه وي کړي، هغه لنډۍ ده چې وایي : مجبوري بده بلا ده.
پاکستان خو بې له شکه چې زموږ ازلي دښمن دى او په دې کې چې څوک شک کوي په  ایمان او افغانیت کې یې شک دى، پاکستان غواړي  چې  په هر ډول وي افغانان وځوروي کله د بمونو ډک موټر رالیږي  کله مو د تنکیو زلمیانو  په ټټرو د باروتو ډک واسګټونه تړي....
لنډه دا چې  په هر  حراميتوب مو  ځوروي خو دا ځل یې بل ډول شکنجه راکړه چې هغه اروايي شکنجه وه. پاکستاني حکومت چې کله چې شربت ګله ونیوه افغانان یې ډیر په تشويش کې کړل، ځکه چې افغانان په دوه وو ارزښتونو د سر او ماله تیر دي، هغه ارزښتونه یو اسلام او بل ناموس دی، دا ډیره سخته خبره ده چې پنجابی د یوه افغانه خور ونسي او بیا دي افغانان په کراره خوب وکړي.
د پنجاب حکومت افغانانو ته د شربیت ګلې په پیښه دومره سخته اروایي شکنجه ور کړه چې بل وخت یې کیدای شي نه وي لیدلي ما مخکې هم یادونه کړي ده، چې پاکستان حرامي ملک موږ چې هر ډول وي ځوروي، کله بندرونه را تړي کله د افغانانو ناموس په خپلو زندانونو کې اچوي دا کارونه پنجاب یوازې او یوازې د افغانانو ځورونې لپاره کوي...
خو اوس هم ځینې افغانان دا ملک سم نه پیژني، او په ډکو مجلسونو کې ورڅخه  دفاع کوي زموږ ځينې پټانان اوس هم  په هغه هیواد سر ماتوي چې د افغانانو ناموس په زندان کې ساتي او دوى په  هغه رذيل ملک ځانونه قربانوي ....
پا کستان موږ ته د زهرجن مار نه هم خطرناک دى او موږ ته د هغه لیوني سپي په مثال دی چې خپل او پردی نه پیژني او هرچاته یې چې خوله ور واچوله داړي یې.