
د دولسم ټولګي وروستۍ ازموینې ته څو ورځې پاتې وې، په ولسوالۍ کې مو د انتخاباتو کارتونو ویش پیل شو، استاد راته وویل: ټول لاړ شئ کارتونه واخلئ موږ هم واړه ټولګیوال یو ځای ولاړو، کارتونه مو واخیستل، چې کله ټولګي ته راغلو له استاد نه مو پوښتنه وکړه، کرزی خو نشي نوماند کیدلی چا ته رایه ورکړو؟ ځکه کرزی د انتخاباتو تر وروستي کال پورې په خلکو ګران و، او سره ددې چې غټ مداري دی. چې خبره بلې خوا راڅخه لاړه نشي، زموږ ټولګيوال همدې ته په اندیښنه کې وو چې چا ته رایه ور کړي؟
استاد هم وویل: هو کرزی نشي نوماند کیدلای ځکه د افغانستان اساسي قانون اجازه نه ور کوي چې د دوه دورو نه زیاته ولسمشري وکړي، خو په افغانستان کې اساسي قانون هسې کیسې دي داسې ماتيږي لکه په ښوروا کې ډوډۍ... خبره مې د ټولګي کوله ټولګیوال مو دې ته په فکر کې وو چې د ټاکنو په ورځ به چا ته رایه ور کوي، څو ورځې وروسته استاد وویل: اشرف غني هم ځان نوماند کوي یو ټولګيوال ورته وویل: استاده هزاره دی که تاجك؟؟ چې څوک پوهیدل کټ کټ له خندا نه شنه شول استاد وویل: نه خوارشې پښتون دی یعني کوچی دی. پنځلس ورځې وروسته ټول خوست ښار د اشرف غني تصویرونو ونیوه په څو ورځو کې دومره د خلکو په زړونو کې ودان شو ما ویل چې کلونه کلونه به د ولس په زړونو کې د اشرف غني نوم او څیره ودانه وي چا به ویل چې د امریکا د ولسمشر اوباما استاد تیر شوی دی چا به ویل چې نه د نړۍ اول مفکر و، خو په ټاکنو کې درغلی ور سره وشوه دوهم یې کړ ګني لایق خو د لومړۍ مفکرۍ دي خو افسوس چې افغان و ځکه دا لویه جفا ورسره وشوه... داسې په سلګونو کیسې ورپسې کیدلې هغه د چا خبره وړیا کمپاین ورته ښه په درز کې روان و... کله چې د واک په ګدۍ کیناست هغه ژمنې چې د ولس سره یې کړې وې دوی او ټیم یې پاتې پکې راغلل او خپل ګټلی حکومت یې د سقاوي ګل مر جان سره ۵۰٪۵۰ نیم کړ، د هغه مینوالو په زړه کې یې چې دنګ دنګ منارونه په څو میاشتو کې جوړ کړي وو ورو ورو د نړیدلو په حال کې شول، دی چې کله واک ته ورسېده ټول هغه خلک یې هیر کړل چې د ده لپاره یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي وې هغو خلکو چې د ټاکنو په وخت به یې د سر په بدل د اشرف غني له نوم څخه دفاع کوله بد رد یې پسې پیل کړل او هغه خلک یې اوس هم په ډیرو مجلسو او ټلویزیونو کې رټي ... لنډه دا چې اشرف غني شهرت د هغه سندرغاړې په څیر و، چې نوي بازار ته را ووځي او ښه سندره ووايي په کم وخت کې ډیره مشهوره شي او بیرته په کم وخت کې د خلکو له زړونو ووځي، د ښاغلي اشرف غني کیسه کټ مټ همدا شان وه. اوس چې اشرف غني د پخوا په شان مینوال په ولس کې نه لري پرون بیا هم ښه چانس لاس ته ورغلی و، خو بدبختانه چې هغه چانس یې ډیر په اسانۍ له لاسه ورکړ، د سنبلې په یولسم چې کله د شمالي ټلولې خره او غوایان د غل، رذ یل، او بې دینه بچه سقاو او دهغې ملګرو تش تابوتونه د شهرآرا غونډۍ ته په خپلو اوږو روان کړل، ټول افغانان یې سخت خفه کړل ځکه سبا به بل غل مري دوی به یې د بلې غونډۍ په سر خاورو ته وراچوي نو د کابل غونډۍ یوازې د شمالي ټلولې د غلو هم نه بس کیږي.
هو!! پرون اشرف غني د ولس په زړه کې بیرته پخوانی ځای پیدا کولی شو خو خدای خبر چې ولې یې دا طلایی چانس له لاسه ور کړ، د ده پر ځای هغه دوستم چې پښتنو به قاتل وحشي بللو نن يې همغو پښتنو په خپلو پروفایلونو تصویرونه لګولی دي، چې پرون یې د خپل پښتون ورور قاتل بللو. هغې دوستم یو وار بیا د پښتون ولس په زړه کې ځای پیدا کړ... خو پوښتنه دا ده چې ولې یې خپله اشرف غني مخه ونه نیوه، ولې یې ملې امنیت مخه ونه نیوه... ایا اشرف غني ډاریږي؟؟ ایا د سقاو په دفن خوښ و؟؟ که اشرف غني ډاریدلی نه نو ولې یې بیا مخه ونه نیوه؟؟؟ ولې یې ملی امنیت ته امر ور نه کړ چې د دغه غلو مخه ونیسې؟ ولې یې د هغه نه قانونه وسلوال تراوسه نه دي نیولي... چې پرون ورځ یې د کابل کوڅې نا آرامه کړې وې. او د کابل ښاریان یې په ډار کې واچول. اشرف غني ته همدا اوس هم سر وخت دی، هغه تش تابوتونه چې بچه سقاو او ملګرو ته یې منسوب دي لرې وغورځوي ، که چیرته همدا کار یې وکړ او د هغو غلو تابوتونه یې له شهرآرا غونډۍ لرې ګوزار کړل، زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې ولسمشر غني به بیرته د ولس په خوږ زړه کې یو وار بیا له سره را زرغون شي او همدا خدای وهلی ولس به یې قوي ملاتړ وکړي..