
د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې ډېرې ګرمې اوازې وې، چې د سقاو زوی (حبیب الله کلکاني) هډوکي ځینې لنډغر او کوڅه ډبان راباسي او بیرته یې په خاورو منډي، هغه وخت با احساسه افغانان یې په دا فکر کې کړل چې که دا غل رښتیا را وباسي د کرزي حکومت او کابینه په د افغان ولس د سخت غبرګون سره مخامخ شي، کیدای شي د سقاو زوی پلویانو هغه وخت د کرزي نه غوښتنه هم کړي وي. چې د حبیب الله کلکاني د تدفین فرمان لاسلیک کړي او په شاندارو مراسمو یې بیرته هډوکي خاورو ته وسپاري خو څنګه چې تاسو ته ښه معلومه ده کرزی غټ مداري دی په څه چل ول به یې ځان ورنه خلاص او یا به یې په نن نه سبا... غولولي وي. له ښه مرغه د سقاو زامنو كوم دم دارو په پخواني ولسمشر کوم تاثیر ونه کړ. چې کله د ملي وحدت حکومت رامینځ ته شو او د سقاوي ګل مرجان سره ۵۰٪۵۰ تقسیم شو یو ځل بیا سقاویانو ته د سقاو زوی د بیرته خښولو زرين چانس په لاس ورغی څه مو به سر خوږوم لنډه دا چې څنګه د سقاو زوی کمیسیون د سنبلې یولسمه نیټه د سقاو د بیرته خښولو وخت ټاکلی و، همدا سې وشول سقاویانو د سقاو زوی او دهغې ملګرو ته منسوب لس تابوتونه په خپلو اوږو د کابل عیدګاه جومات ته راوړل او قطار یې کیښودل..... د شمالي ټلوالې او د پخواني حکومت فاسد چارواکې یې تشو تابوتونه ته و دریدل د قهرمان او خادم دین رسول الله لقبونه یې ور کړل او په همدې درواغجنو لقبونو یې په خپلو خلکو کې سیاسي بګرونډ نور ښه کړ، او ريښتينو افغانانو ته یې خپلې منحوسې څیرې یو ځل بیا ښکاره شوې... اول باید زه د خادم دین رسول الله لقب باندې لږ وغږیږم د سقاو زوی خپل لمونځ هم نه و زده چې په موږ او تاسو خدای ج فرض کړی دی، او بل دی غل او رهزن ؤ، ایا غل او یو بد اخلاقه انسان خادم دین رسول الله کیدای شي؟؟؟؟؟ ایا هغه کس ته موږ د خادم دین رسول الله لقب ور کوی شو چې د خپلې واکمنۍ په وخت کې یې په لسګونه مسلمانو او افغانو باکره پیغلو سره بد اخلاقۍ کړي وي؟؟ ایا هغه بداخلاقه او ګوډاګي کس ته موږ د خادم دین سول الله لقب ورکوی شو چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې په غیر مستقم ډول زنا، لواطت ، غلا او فساد ته لاره هواره کړي وي؟؟ زه خو وایم چې د نړۍ یو انسان او مسلمان به دغه بد اخلاقه او غله ته دغه سپیڅلی لقب ور نه کړي. خو د شمالي ټلوالې ځینې متعصب او خره غوایان له ډېره ړانده تعصبه همدې غله ته په رڼا ورځ دغه سپیڅلی لقب كاروي، خو زموږ علما او روحانيون په غټو غټو ورته ګوري یو ملا د خپل منبر په سر خپلو مقتدیانو ته و نه ویل چې وااا مسلمانانو دغه لقب یې ولې دغه غل ته ور کړ خو خیر چې خبرې را نه ګډې وډې نشي سقاویانو غوښتل چې د سقاو زوی جنازه او دفن په ښه تشريفاتي مراسمو وکړي خو خدای نه وو غوښتي هغه زموږ په سیمه کې متل دی وايي: چې خدای دې شرموي مړي به دې د غسل په تخته ټیزونه اچوي!! همداسې وشول کله چې یې تش د هډوکو تابوتونه د شهرارا غونډي ته روان کړل د دوستم کسانو د سخت غبرګون سره مخامخ شول، څنګه چې تاسو ته ښه پته ده خبره په مسلحانه جګړه واوښته د خدای شرمولو ته ګوره چې کله د دستم کسانو د سقاو د جنازې په بهیر ډزې وکړې سقاویانو تش د هډوکو تابوتونه د سړک په سر پريښودل او نور یې دوه خپلې کړې او دوه پرې او ځانونه يې د دوستم له کسانو خلاص کړل.
د سقاو زوی په بيا ښخولو کې د کرزي رول:
ما مخکې هم وویل چې سقاویانو ډیر کوښښ وکړ چې په هغه وخت کې یې په شاندارو مراسمو خاور ته بیرته وسپاري خو کرزي د خپل قوي مداريتوب نه کار واخیست خلک یې په یوه او بله بهانه وغولول خو کله چې د ملی وحدت حکومت منځ ته راغلو کرزي ته د نورو چانسونه سره سره دغه دې سقاو زوی چانس هم په لاس ورغلو زما په فکر کرزي په غیر مستقم ډول دا خلک را جګ کړل او دې کار ته یې و هڅول، کرزي غوښتل که د سقاو زوی د ولسمشر اشرف غني په فرمان خاور ته وسپارل شي د ملي وحدت حکومت به د توند غبرګون سره مخامخ شي هغه خلک چې د اشرف غني سره لږه مینه هم لري ورسره مخالف به شي خو داسې ونه شول، کرزی په خپل رنګ کې دورند کوټ وخوړو، خو بیا یې هم وار خطا نه کړ بل پلان ته لاړ هغه دا چې پرون یې په لندن کې په یوه غونډه کې ویلی دی چې سقاو بیرته خاور ته وسپارل شو باید د طالبانو لومړی مشر ملا عمر هم په ښو مراسمو بیرته خاورو ته وسپارل شي، کرزی د ملا عمر اخند له غمه نه دی مړ یوازې اوبه خړوي او کبان نیسي، خو زموږ ولس یې دا خبره سخته ور سره بدرګه کوي او ځینې احساساتي پښتانه هم په خپلو فیسبوک پاڼو لیکي چې باید ملاعمر هم په کابل کې خاورته وسپارل شي، خو زه وایم چې دا ځوانان غیر شعوري کرزي ته لګیا دي اوبه ورته خړوي او کبان به کرزی او کرزيخيل پکې نیسي، کرزي چې په خپله دوره کې کوم خیانتونه سقاویانو ته کړي دي هغه به تاریخ او افغان ولس هیر نه کړي.
سقاو او حکمتیار:
چې کله د سقاو غل زوی په غلا د شهرارا په غونډۍ کې بیرته په خاور ومنډل شو دا پیښه د ځینې خلکو د ښه غبرګون سره هم مخامخ شوه چې د هغه جملې نه د حکمتیار زوی هم و، د حکمتیار زوی حبيب الرحمن په خپله فیسبوک پاڼه د وحدت یار په نوم لیکنه خپره کړه چې د سقاو زوی ته د خادم دین رسول الله لقب پکې ور کړل شوی ؤاو دا یې هم پکې ویلی وو چې باید د افغانستان حکومت د ښوونځیو په نصاب کېله حبیب الله دغله نوم لرې کړي او نوموړی یې یو ريښتیني مسلمان او غازي بللی و، او په بل غږیز پیغام کې خپله د سقاو زوی ته د خادم دین رسول الله لقب کارولی و. ګلبدین حکمتیار ځکه د یو قاتل او غله ملاتړ کوي او دفن سره یې خوښي څرګندوي ځکه چې ښاغلی حکمتیار او سقاو یو رقم دي دی فکر کوي چې که نن یې سقاو پرېنښود سبا ته ما هم څوک خښولو ته نه پریږدي که موږ تاریخ په سمه توګه وګورو د سقاو نه ګلبدین ډیر افغانان په شهادت رسولی دي نو ځکه یې د سقاو په دفن خوښي څرګنده کړي وه لنډه دا چې سقاو ګلبدین ملا عمر درې واړه یو دي خو... څومره تاوان چې پښتنو ته دغه دوه کسانوګلبدین او ملا عمر رسولی دی سقاو نه دی ورته رسولی.