افغانستان د ځواکمنو په لومه کې

 
د افغانستان په خاوره کې لسیزې د بهرنیو زبرځواکونو او په سیمه کې د ګاون‌ډیو هېوادونه په لمسون د جګړې اور بل پاتې شوی؛ لا هم د جګړې سنګر ګرم دی؛ لا هم افغان وژنه په شدت سره دوام لري؛ بمباري کیږي ښځې، واړه، زاړه ددې جګړې په اور کې سوځي
افغانستان د د مرکزي اسیا د یوې حاکمې نقطې په توګه دامریکا په اهدافو کې یو ستر هدف دی
امریکا د خپلو ستراتیژکو اهدافو او غوښتنو پربنسټ په سیمه کې پخپله ثبات له منځه وړي او هڅه کوي اور ته لمن ووهي؛ او دوی په ځلونو خپله ویلي چې تر هغې چې په افغانستان کې سم ټیکاو نه وي راغلی ترهغې به خپل ځواکونه ونه باسي دا پخپله ددې معنا لري چې امریکا دلته د پاتې کېدو لپاره غواړي وضعیت پداسې یو متزلزل او ضعیف حالت کې وساتي لکه یو څوک چې نه مري او نه رغیږي؛ ځکه  که دلته  ثبات حاکم شي بیا خو ددوی شتون ته اړتیا نه پېښېږي نو په همدې لحاظ غواړي اوبه خړې کړي او ماهیان ونیسي؛ د هېواد په ختیځ او شمال کې امریکا شموله پروژه اسلامي دولت یا دداعش امریکا غېرې مستقیمه حمایه کوي؛ چې د همدې ډلې له لارې د سمیه ایزو قدروتونو د ټکولو لپاره استفاده وکړي ترڅو د همدې ستراتیژکو اهدافو لپاره د افغانستان په خاوره کې د جګړې اور بل وساتي او په منځ کې یې افغان ولس لولپه کړي؛
طالب د روانې جګړې یو بل بُعد دی؛ چې د منطقې هېوادونه پاکستان، ایران او نور پرقدرته هېوادونه یې ترشاه ولاړ دي او خپلو موخو ته د رسیدو په پار یې څرخوي؛ د افغان وژنې اصلي لوبغاړي همدا زموږ خواخوږي دي؛ چې په مرموزو زهرو مو وژني؛
کله چې د جګړې طراح معلوم شو؛ اوس به نو دا د خپل واکمن نظام ضعف وبولو؛چې پر خاوره یې  پرادي سره ښکر په ښکر شوې او دې یوې پرادۍ تحمیل شوې نیابتي جګړې پر وړاندې څه دریځ لري او د کومې پالیسۍ له لارې د روانې تودې جګړې مسیر تغیرولی شي؛
ټولو ته معلومه ده؛ چې زموږ خواخوږي په رښتیني معنا نه غواړي چې افغان پوځ دې یو باصلاحیته، خودکفا او په مهمو نظامي تجهیزاتو تجهیز او سبمال پوځ اووسي ، هوايي ځواک صلاحیت مو د چاسره دی او په نشت وضعیت کې قرار لري چې ثبات په ټینګښت کې یې اولنی فکتوریادولی شو خلاصه دا چې اصلا ددې جګړې د پیل او پای ریموډ له بل چاسره دید جګړې رهبري او مدیریت مو د سمبولیکو جنرالانو په لاس کې ده.
افغان حکومت ته لازمه ده؛ چې د یوه خپلواک نظام په توګه بیرونۍ جاسوسې کړۍ له خپل منځ څخه وباسي او په جرئت سره نور د پرادیو په لاس افغانان ونه وژني نور د افغان په وینه سوداګري ونه کړي؛ نور خپله خاوره د پرادیو د جګړې ډګر ونه ګرځوي او په بعضې ملي مسایلو کې ملت ته رجوع وشي او د یوه قاطع تصمیم په مټ نوره افغان وژنه بس کړي کنه داسې ښکاري چې افغانستان په لوی لاس د یوې سترې بلا په خوله  کې لویږي.