د پرون سیاسیون د نن په هنداره کې

 
لیکنه: سیف الرحمن منګل/خوست
افغانستان په جغرافیايي لحاظ  له خورا ارزښت او پراخو اقتصادي زېرمو په درلودلو سره د اسیایي هېوادونو په قطار کې په خورا لوړه کچه له ښه نوم او موقعیت څخه برخمن هېواد دی اونړۍ ته په کُلي ډول د یوې حاکمې نقطې ارزښت او اهمېت لري.
همدې ارزښت ته په کتو نړۍ افغانستان ته د هر ډول مرستو ټټرډبوي او د اوږمهالو مرستو ژمنه کوي؛ موږ ډېر کله په همدې موضوع سره مجادله کوو،چې نړۍ او په خاص ډول امریکا د خپلو کټو په خاطر افغانستان ته د مرستو او خپلو موخو ته د رسیدو په پار ځانونه د افغانستان خواخوږي بولي هو بلکُل سیاست همدې ته وایي نړۍ که ګټه لټوي خو موږ باید د همداسې یو کلکې سیاسي ارادې پر مټ د هغوی په سیاستونو کې خپلې ګټې ولټوو؛ خو زموږ د پرون واکمنانو د خپل سیاسي موقف د ساتلو لپاره د هېواد په ملي ارزښتونو لوبې وکړې د حکومت په تشکېل کې له لوړپوړي تر ټیټ پوړې پورې تر پرونه په پراخ فساد کې ښکېلتیا، ملي ګټو پر ځای ځاني ګټو ته ژمنتیا، په زېربنايي پروژو کې د کیفیت پر ځای کمیت ته پاملرنه، د ضوابطو پر ځای راوبطو ته اولیت ورکول، د افغانستان د اقوامو ترمنځ تفرقه ، واټن ایجاد کول، د خپل سرو ملېشو او اربکیو جوړول، د دولتي شتمنیو غصب، چور او چپاول، په هېواد کې د ننه د مساوات او برابرۍ اصل تر پښو لاندې کول، د کاغذ پر مخ قانون او نه خبري، د جهادي مشرانو او د جهاد تر چتر لاندې زورواکي، او داسې نور په لس ګونو مواریدو کې هغه عمده او مهم موضوعات دي چې پخوانیو حکومتونو په ځانګړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د نظام د مداري سیاست پایله  وه چې نن افغانستان د پآڼ او پړانګ ترمنځ واقع دی.
اوس افغان ملت پدې شو چې رښتیا هم یو ملي زعیم ته اړتیا ده تر څو افغانستان  د روان بحراني حالت څخه وباسي، هغمغه وه، چې افغان ولس ددې لپاره چې تېرې ترخې او زهري تجربې بیا تکرار نه شي نو په یوې ملي او هېوادونۍ علاقې سره یې د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ خو بدبختانه چې دې افغانانو پدې ملي اراده او رایو باندې هم رشخند ووهل شو چې دغه پړه هم په مستقیم ډول د تېر مفسد او کثیف نظام پایله وه؛ که چېرې په تېرو دیارلسو کلونو کې حد اقل د نورو مهمو او بنسټېزو کارونو سره، سره یو په همدې یعنې د ټولټاکنو د دیموکراتیکې پروسې لپاره د انتخباتو د کمیسون پدې خورا مهم بنسټ باندې کار شوی وای او د یو شفاف سیستم او پروسې له لارې ټاکنې شوې وای ولې به د اوسني حکومت مشرانو یو، یونیم کال پر هغو نندریو تېروه،چې باید نه وایې تېر کړی. خو دادی؛ یو ځل بیا د یوه ملي زعیم په شتون د عامه ذهنیت پر جوړونې، تر څنګ د بادارۍ خپل ځای خدمتګارۍ ته پرېښود، د هېواد په ډېری برخو کې بنسټېزې مهمې پروژې روانې دي، د وړ او په کارپوه کادرونو ګمارنې چټکتیا موندلې، په کورني سیاست کې د پام وړ تغیر راغلی؛ د ګاونډیو او سېمه ایزو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر بنسټ د یوې روښانه لپاره وړ سیاسي ستراتېژي جوړه شوه، د ګاونډي هېواد پاکستان د دوه مخي سیاست څخه پرده د نړیوالو په وړاندې پورته شوه او ټولو ته نن دا ثابته شوه چې افغانستان ملت د یوې ښې راتلونکي او هېواد، سیمې او نړۍ ته د مخلصانه هلو ځلو په کولو سره د نړیوالو مخ افغانستان ته ګړ.
ولسمشر غني په پوره قوت ، ملي ارادې، کلک سیاسي هوډ، او سپېڅلي دریځ سره شپه ورځ د بینادي پروژو پر تطبیق د حکومتي نظام پر اصلاح او دوام کار کوي، د اقتصادي بډاینې لپاره د هېواد د طبعي زېرمو شفاف استخراج باندې د متخصصو او په کارپوه اشخاصو پرګمارنه تاکید کوي، ددولتي شتمنیو د غصب پر وړاندې یې جدي دریځ خپل کړی، د افغانستان عاید د پخوا په نسبت ډیروالی موندلی تر ډېره بریده د قراردادونو په امضا کې شفافیت رامنځته شوی په نظام کې د مفسدو اشخاصو پر تصفیه کار روان دی
د هېواد په اکثره لویو ښارونو کې نسبي ارامۍ صورت نیولی په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات په موخه یې د یوې ځانګړي دریځ او پالیسۍ په جوړلو سره وتوانید چې  مخالفین په څو ډلو وویشي؛ په سیمه کې د استخبارتي کړیو په له منځه وړلو سره یې د تر ډېره بریده د تروریزم ریښې وا ایستلې. د هېواد امنیتي قطعاتو په تقویه او تجهیز سره ولسمشر غني وتوانید د بهرنیو قواوو له مرستې پرته وسلوال پوځ د هېواد په نا امنه سیمو کې مخالفین او په ځانګړي ډول نړیوال ګواښ داعش وځپي.
خو یو لړ منتقدین بیا استدلال کوي چې د پخوا په نسبت امنیتي وضعیت خراب شوی دی؛ بې کاري اوج ته رسیدلې هو لکه څرنګه چې پورته یادونه وشوه چې ولسمشر غني په سل ګونه مواریدو کې اصلاحات رامنځته کړل اوس د پخواني نظام هغه پړسیدلې ریښې او فساد کې غرق چارواکي ملي خیانان په لوی لاس ګډوډۍ ته لار هواره وي؛ ځکه نظام اصلاح شي نو بیا خو ددوی ګټې په خطر کې لویږي؛ نو کوشش کوي چې د هېواد د ناامنیو او نورو ستونزو یو بد انځور وړاندې کړي.
هو دا منو؛ چې  اوسني نظام به هم له ستونزو او نیمګړتیاوو خالي نه وي؛ هو خو  فورا د دیارلس کلنې دورې چټلۍ له منځه وړل د هرچا د وس کار نه دی دې خلکو دومره ژورې ریښې کړي دي چې ایستل یې پوره صبر او زغم ته اړتیا لري.
د نړۍ څومره ډیری هېوادونو د بریا راز دادی؛ چې د خپل نظام د بربادۍ پر ځای یې د نظام څخه ملاتړ کړی نیمګړتیاوې یې ور پو ګوته کړيدي؛ خو د نظام تخریب او پر وړاندې یې توطیې جوړول ددوی لپاره د برداشت وړ نه دي خو موږ بیا برعکس ددې لپاره چې د اوسني نظام ملاتړ وکړو، په چارو کې لاس ورکړو هڅه کوو چې نظام له پښو وغورځوو حکومتونه له ولسونو جوړیږي همدا ولسونه دي چې هیوادونه له انزوا څخه ژغورلی شي او هم یې د انزوا خواته کشولی شي.
نو لحاظه؛ که مو پر پرون باور وکړ؛ همدا نن بیا په اسانۍ له لاسه ورکوو؛ راځئ همدا نن چې څه لرو په همدې کار وکړو ملاتړ یې وکړو او ملا یې ور تړو.