
لیکنه: سیف الرحمن منګل/خوست
ځوانان په ټوله کې د نړۍ مهم ځواک او خورا مهمه انرژي بلل کیږي؛ چې د هېوادونو په رغنیزو او کلیدي بنسټونو کې د کاري بهیر د ځواکمنتیا لپاره ورڅخه کار اخېستل کیږي؛ خو په افغانستان کې بیا برعکس ددې لپاره چې د افغاني ځوان بشري ځواک د هېواد په بیا جوړونه کې جلب جذب شي پر ځای یې نورې نړۍ ته په ځانګړي ډول اروپايي او خلیج هیوادونه ته مخه کوي او خپله پر قدرته انرژي بهرنیانو ته په مصرف رسوي او یا په لارو کې بې برخلیکه د ماهیانو خوراک کیږي.
افغان دولت په تېرو دیارلسو کالونو کې د ځوانانو پر سرنوشت لوبې وکړې؛ ډیری ځوانان مو د پرادیو د ګټو قرباني شول په تېره بیا هغه ځوان علمي کادرونه چې د هیوادونو د علمي ظرفیت لوړونې غوره علمي شتمني بلل کیږي؛ په سیمه کې شته استخبارتي کړیو په یو نه یو ډول د ترور او وژني هڅې کوي؛ چې هره ورځ موږ ددې پېښو شاهدان یو.
موږ د مادیاتو او لږو امتیازاتو په مقابل کې د خپل ورور وینه څښو؛ ژر غولیږو ، د هیواد سره د مینې، همدردۍ، او وطن پرستۍ حس ژر بایلو چې یوازینۍ علت یې زموږ په په منځ د افراطیت د ژورو ریښو حضور په ګوته کولای شو، چې د اوس مهال مو د ډیری ځوانان خپل فکري توازون بایلالی او ورځ تر بلې یې تالیبنیزم ایکستیرمیزم په لورې سوق کیږي.
تر څو چې ددې زهرو غړپ مخه ونه نیول شي د عامه ذهنیت پر جوړونې کار ونه شي او د یوې ملې ارادې پر اساس د هیواد په کچه په دولت کې د ننه هغه مضرې او بهرنۍ کړۍ په نښه او خنثه نه شي روانه ځوان وژنه به همداسې دوام کوي؛ چې بلاخره یو ورځ به د یوې بلې بلا خولې ته لویږو.
چې ښه بیلګه د هیواد د یو سترې علمي هستۍ اروښاد استاد نقیب احمد خپلواک په شهادت رسول یادولی شو؛ چې ضایع یې نه جبرنیدونکي ده؛ دا یوازې مرحوم خپلواک نه دی همداسې په لس ګونه ځوانان هره ورځ په یونه یو ډول له منځه ځي؛ نو لازمه ده چې ددې ډول پېښو دوسیې په کلکه تعقیب شي او هغه سپین سترګي ملي خاینین چې لا هم د خپل دولتي موقف څخه په سو استفادې د پرادیو په اشاره افغان وژنه کوي او یا زمینه سازي کوي په ملي خیانت تورن او په علني ډول په اعدام محکوم شي.
تر څنګ یې حکومت دنده لري چې د ځوانانو او علمي کادرونه د مصئونیت لپاره ځانګړی پام وکړي او په سیمه د شتنه جاسوسو استخبارتي کړیو ریښې وباسي او په کور د ننه د یوې ملي مبارزې پراساس د خپلو هیوادنیو ملي ګټو لپاره کار وکړو په ځانګړي ډول د هیواد د علمي بنسټونه په بیا رغونه کې کارنده ونډه واخلو ځکه دوښمن پدې پوهیدلي چې ددې ملت بربادي یوازې د علم د خزانو څخه په محرومیت کې ده.