بدلنۍ/ لنډه کیسه:

 
لیکواله: غرڅنۍ ساهو
وخت ځان ټکنده غرمې ته نېږدې کوو، هوا را توده شوي وه، وارې د تودیدو و، د اوړی پادشاهي وه، ګلان غوړیدلې و، انګر هم ښه شین و. کابل کې ډیر لږ کورونه دي، چې شین او سمسور انګړ لري، یو له دغه کورو څخه د ډګروال کور و. نن ټوله کورنۍ کور کې وه، ځکه جمعه وه. نوري ورځې خو رسمیات وي، پرته له شپې څخه یو بل سره ډیر نه ويني. ټول سره خوشحاله ناست وو، چې د ټیلیفون غږ را پورته شه.
-بلې،علیکم سلام ،وړکیه څنګه يي؟ خیرت خو به وي؟
-ښه یم اکا، خو، خیرت نه را ته ښکاري.
-څه سوي؟ سم غږیږه.
-اکا.....هغه، هغه د تینداری نوي ناوه نه ده .
-ښه زربخته ښه يې، سه يې کړي؟
-هغې د بې غیرت لور دوايي خوړلې
-څه وايې وړکیه، څرنګه دوايي، اوس چیرې يي؟
-کسم کې، که خبر یم. کمال دوي اسپټال ته ویوړه. ادي هم لاړه ورسره، اکا راسه کنه دلته.
ډګروال هک پک پاتی شه، مخ یې ښځې ته ورواړه و.
-دا څه نخره يې را کړي؟ دا شرم به چیرته ښښوم؟
-خدای خبر چې دی تینداري زامنو به څه لیبه کړي وي ،چې ناوی داکار کړي.
ډګروال مخ وطن ته کړ، کوریې ښځې ته وروسپار.
-ګوره، ځان سره پام کوه غرمه هم ده لږ زر زر سه، کنې زړه خو مې نه کیږي  سبا نه به تللې وي. طالبان هم ډیر سوي خدای مه کړه په کومه بلا وانه وړې.
-ځه غم مکوه تر څلورو بجوطالبان نه وي.
وطن ته لاره دوه نیم ساته وه، تر دریو بجو ورسید.زر تر زره ځان يې روغتون ته ورسوو. مخ ته يې د تره زامن ورغلل.
-وروره ستړي مسې،تا ولې زان را پازابه و؟
-تاسی ستړي مسې، وړکو څه مو کړي چې دا بد ورځ مو را ښکاره کړه؟
-ولاکه مو که څه کړي وي د ړنډي لور ده، نخرو په سر کړی وه. مازې مې یو دوه لغتی ویلې وه.
-یا خدایه ته صبر راکې، نو خريي؟ ښځه به تر کله ټکوي؟ څه وخت سړي کیږي؟
-وروره د ړنډي لور ده، بلا يې هم نه وهي. رازه کلا ته لاړ سو، وړکې سته رابېولي.
-که تاسې لاړ سې ماغز به مې په کرار سی. رنګ مو پرته کي، مړتدو.
د سپوږمۍ ړنا را خوره شوه، په شنه اسمان کې د سپوږمۍ پادشاهې وه. ښایسته هوا د نرم شمال سره لګیده، خو د چا چېرې ورته پام وه، ټول دغم په ټغر ناست وو چې ډاکټر را ووت
-ناروغ مو....
-مهرباني ډاکټرصایب، ورینداره څنګه ده؟
-په ډیر خواشنۍ سره....
-اوووووو چې جدې وه والې مو غږ نه کوه؟ چې کابل ته مو بېولې وه.
-ښه وه معده مو هم ورمینځلې وه، خو د خدای رضا نه وه چې پاتې سي.
-ډګروال سره اسویله وویستله، حیران پاتې شه، چې اوس به په کوم توان جنازه پورته کوي، څنګه به کلیوالو ته ګوري، ابک (د ناوې پلار) سره به څنګه سترګې جنګوي. په ډیرې بېوسې او عاجزې جنازه کلا ته راوړله. ټوله هوا کې چوپتیا حاکمه وه، چا واک نه درلود چې سکون مات کړي، عجیبه وه نه چا ژړل نه چا پښتنه کوله چې ولې؟  بس نراو ښځه کې سا بنده وه. یواري ډګروال سکوت مات کړ  وویل:
-کوم د سړي زوی سته چې ریښتیا ووایي راته، په ښځه مو څه مرګی راوسته يي وو؟
په دی وخت کې تیندارې یې مخ ورواړه وه:
-ګوره زویه وړکي څه نه دي کړي مازی یو دوه لغتې بیګا ویلې وه، د سرې لور ده هم يي زان وشرموو هم موږ.
په دی وخت کې د ډګروال ورینداره چې ریښتنه او زړوره ښځه وه غږ پورته ګړ:
-ورورکه: له کومې ورځې چې را واد وه بده ورځې وسره اخیستی وه، هغه خو د ابک اکا لور وه، مازی د سترګو په برګیدو هم خوابدې کیده. خو دوي ظالمانو شپه او ورځ به يې ټکوله، کورانکې نه تینداري نه میړه یې نه لیورو یې اخ ورباندي کړي وي. هر یوو خپل وار کړې. هغه ړینۍ هم زبه وره وه. ډګروال حیران پاتې شه چې اوس کوم یو زر له ګریوانه ونیسي. وریندار یې  ور زیاته کړ:
-نن ګهیځ ناوې ښایسته بنارس یې اغوستې و، مخ يې په وریخمینې ټیکري کې کلک کلک پټ کړی و، حمام یې کړې و، په سپینو ليچو کې بنګړي اچولي وه، خپل کالي را ټول کړي و کاریز ته تله. ته به وایي له خپل مرګ څخه خبره وه ملایکې ورسره وي، دنګه بنګه روانه وه.
د ملا تر ازانونو هر یو ځان سپیینه وو. خو چې اسمان را سور شه یوه یوه کلا را خبریده تر لمر راختو په ټول کلي کې ماتم خپور شو. هر چا په خپل وار سره ساندي کولې لا خبرې نه وي چې د موږک ګولې خوړلي خو خبره پټه هم پآتې نه شوه. د ناوې مور سختي ساندي کولې په ساندو کې خپله ګلورینه، دنګه بنګه، نازولې لور او د هغې شین وجود په خواره غمجنه ژبه یاد و.
په دی وخت کې یوه نازکه وړه جنۍ چې لا یې د ژوند دولسم پسرلی هم پوره نه و، بې سا ولاړه وه، په سپین مخ کې وینه تښتیدلې وه، لکه پاڼه تریده، رډې رډې سترګې راختلې وې له ډاره اوښکې پکې وچې شوې وې. ښځو یو بل ته ښوله او ویش او وای ورته کوو.
-خورې هغه څوک ده؟
-هغه لاچاره خويې بدلنۍ ده.