
سره له دې چې د ایران په بهرني سیاست کې د خلیج هیوادونه مهم ځای لري، خو د دې ترڅنګ په اوسني وخت کې افغانستان هم د اهدافو او ګټو په مرکز اوښتی. سره له دې چې په اساسي ډول د طالبانو له ارزښتونو سره ایران جوړ ندی، خو نن له طالبانو سره نږدې اړیکي پالي او له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې، امریکا او افغان دولت پرضد د فشار د آلې په توګه کار اخلي. د دې علت دا دی چې ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون او دائمي اډې د ځان لپاره یو لوی خطر بولي، پدې اساس سره له یوې خوا د طالبانو او د افغان دولت له نورو مخالفینو سره اړیکي ساتي او له بلې خوا د دولت د مرکزي هستې له یو شمیر چارواکو او افغان سیاسیونو سره اړیکي پالي او د دې لارې خپل دوه مخي سیاست ته پرمختګ ورکوي. همدارنګه د شیعه مذهبو وګړو سره د دوی مرستې او اړیکي هم د یو ځانګړي هدف په موخه تر سره کیږي، او د وګړو سره د دوی خپلسري مرستې نظام په قومي سیاستونو ویشلی. د ټولو مخالفتونو سره سره بیا هم د ایران او افغانستان اړیکي په اقتصادي لحاظ د ځانګړي پام وړ دي، افغانستان پدې هڅه کې دی چې په راتلونکي کې په تجارتي برخه کې د پاکستان په نسبت خپله تکیه پر ایران او منځنۍ اسیا زیاته کړي، چې د منځنۍ اسیا له لارې به افغانستان د اروپا سره وصل شي او د ایران د چابهار او عباس بندرونو له لارې به د خلیج هېوادونو سره یو ځای شي، خو دا وضعیت د پاکستان لپاره د زغم وړ نه دی، پدې اساس سره د پاکستان او ایران سیالي د افغانستان په بې ثباتۍ کې بې تاثیره نده. همدارنګه له یوې خوا د تروریزم پرضد جګړه کې د امریکا سره د پاکستان پاتې کیدل او له بلې خوا د جندالله له ترهګرې ډلې سره چې په ایران کې بریدونه ترسره کوي د پاکستان ملاتړ او همدارنګه په افغانستان کې د سني توندلارو ډلو نه د پاکستان استخباراتي شبکې ملاتړ هغه څه دي چې د ایران او پاکستان پټې سیالۍ ته یې په افغانستان کې زمینه برابره کړي، خو ددې ټولو مخالفتونو سره سره اوس د پاکستان او ایران اړیکې یوه نوي پړاو ته ور د ننه شي.
په هر صورت د منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول د تاجکستان نه د افغانستان له لارې د نفت او ګازو د نل لیکې غځول د ایران په سیاست کې یو بل ټکی دی چې د افغانستان د نظام په ضد یې ایران تاریخي دښمنۍ ته ملاتړلي ده.
همدا ډول د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو او خاورې ستونزې یوه بله تاریخي مسئله ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ یې روابط کړکیچن کړي دي. په سیمه کې پر اټومي ځواک د ایران بدلیدل د امریکا د سیاست یو بل ټکی دی؛ امریکا او اروپايي متحدین یې پدې هڅه کې دي ایران تر سخت فشار لاندې ونیسي.
ایران کوښښ کوي چې په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه امریکايي ضد پالیسي رامنځته کړي. امریکا هم په افغانستان کې د خپل فوځي او نظامي حضور د کمیدو سره سم په سیمه او په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې په خپلو ګټو د سره کتنه کوي او دا وضعیت منځنۍ اسیا په لوی کړکېچ کې اچولی شي، ځکه ایران هڅه کوي چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو کمیدلو سره سم په سیمه کې د قدرت تشه ډکه کړي او په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. په همدې ترتیب امریکا هم په یو نا یو شکل سره غواړي چې په سیمه کې خپل نفوذ په بشپړ ډول د لاسه ورنکړي او د خپلو استخباراتي فعالینو په ذریعه سیمه تر خپل نفوذ لاندې راولي.
په هر صورت امریکا غواړي چې په سیمه کې خپل اوږدمهاله شتون یقیني کړي او پدې برخه کې د افغان دولت سره په ستراتیژیک تړون ټینګار هغه څه وو چې په سیمه کې یې خپل ستراتیژیک شتون ته د عمل جامه ور واغستله. ایران په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ماموریت او د امریکا د اوږد مهاله هدفونو په اړه جدي اندېښنې لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا د اغېز مخه په یو نا یو شکل سره ونیسي او دې سیالۍ په افغانستان باندې منفي سیوری غوړولی. ایران دا هڅه هم کوي چې په راتلونکي کې هم په افغانستان کې ایران پلوی رژیم رامنځته کړي او یا داسې کسان په کابینه کې ځای په ځای کړي چې د ایران ګټې خوندي کړای شي، ترڅو د هغې له لارې د امریکا اغیز په افغانستان کې کمزوری کړي، او دا ډول اهداف پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه هم لري، خو د یوه پیاوړي او باثباته افغانستان رامنځته کول هم د سیمې او هم د امریکا او هم د ایران او پاکستان په ګټه دي.