نړيواله سيالي او دافغان حکومت بې واکي

     نن ورځ نړۍ نه یوازې په یوه یا دوو بلکې په څو بلاکونو ویشل شوي ده او هر بلاک یو بیل نظامي او اقتصادي ځواک دی . د دغو ځواکونو سیالیو په نړیواله کچه لویه نانداري رامنځته کړي ده ، هر ځواک هڅه کوي چې د خپلو ګټو او نفوذ لپاره په نړۍ کې غیرمشروع جګړې په یوه او بل نوم پرمخ یوسي ، خو دغو غیرمشروع جګړو په نړۍ کې لویه بشري غمیزه رامنځته کړي او ډیر ملتونه د خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې شوي دي.
   نن ورځ د جګړې محور دریمه نړۍ ګرځیدلي ده ، امریکا او ناټو په دغو دوو لویو وچو ( اسیا، افریقا) کې خپل شتون اوږد مهاله کړی او د خپلمنځي مخالفتونو سره سره یې په یو شمیر هیوادونو کې د نظامونو په بدلولو او پرځولو پیل کړی او کوشش یې روان کړی چې د خپلې خوښې نظامونه رامنځته کړي او هغه څوک واک ته ورسوي چې په شتون کې یې ګټې خوندي وي . خو د امریکا او ناټو دغه عمل په سیمه او نړۍ کې حساسیتونه او غبرګونونه راپارولي او پرضد یې مختلف فعالیتونه راټوکیدلي دي. امریکا او متحدین به په راتلونکي کې په بېلابېلو نومونو جګړې او کړکیچونه رامنځته کړي او د دې سره به د سیمې هیوادونه هم خپل تګلوري ته بدلون ورکړي.
  دغې لوبې به نړۍ په نا ارامۍ کې واچوي او د ډیرو ولسونو او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ سوله او ثبات لکه څرنګه یې د خطر سره مخامخ کړی په راتلونکي کې به دغه نا انډوالۍ او نا ارامۍ لازور واخلي. مونږ هم یو داسې ملت یو چې اوږد مهاله جګړو او نړیوالو سیالیو مو ژوند را تریخ کړی او نن هم د سیمې او نړۍ د زور واکو قدرتونو په سیالۍ کې زښت زیات زیانمن شوي یو.
څرنګه چې زمونږ هیواد د اسیا زړه دی او د اسیا لپاره د څلور لارې حیثیت لري ، نو د خپل ستراتیژیک موقعیت د درلودو په اساس لوی ځواکونه هڅې کوي چې دغه نقطه ترخپل نفوذ او کنترول لاندې وساتي ، ترڅو په راتلونکي کې په سیمه کې خپل پلانونه عملي کړي ، نو ځکه ویلی شو چې زمونږ هیواد یوځل بیا د لویو ځواکونو د سیالیو مرکز ګرځیدلای او د ډیرو هیوادونو څارګرو شبکو خپل فعالیتونه  په لار اچولي . د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ایساف او همدارنګه د ناټو ځواکونو راتګ او خپلسریو د هیواد سوله او ثبات ډاډمن نکړ بلکې د هغو راتګ له ځانه سره زیات ګواښونه راوړل. د دغو هیوادونو فعالیتونو په لوی لاس زمونږ سوله ، امنیت او ملي یووالی په خطر کې واچوه . یو شمیر غربي ډیپلوماټانو او سیاسیونو په ډیرې سپین سترګۍ سره د افغانستان د ویش او د ډیورنډ په رسمیت پیژندلو لپاره په مطبوعاتو کې اوازونه اوچت کړل ، چې دا کار د نړیوالو اصولو څخه په ښکاره ډول سرغړونه او په لوی لاس زمونږ په کورنیو چارو کې
لاسوهنه وه ، او د دوی دا کار په حقیقت کې د نړیوالو اصولو ماتوالی او نړیوالو اصولو او نزاکتونو ته بې احترامي او بې اعتنايي هم وه .
همدا ډول امریکا ، ناټو او اروپايي ټولنه هم په درې اړخیز کړکېچ کې راښکېل ده او د دوی ترمنځ بې باوري مخ په زیاتیدو ده . که څه هم په ځینو برخو کې د ګډو ګټو او اهدافو په اساس سره متحد پاتې شوي ، خو په ځینو برخو کې بیا جدي اختلافات سره لري . همدارنګه د امریکا خپلسرۍ او ځانګړي ستراتیژۍ دوی هم په تشویش کې اچولي او په نړیواله کچه د تروریزم په نوم په پیل شوي جګړه کې ورسره صادقانه مرسته نه کوي ، خو دا هم باید هیره نکړو چې د تروریزم جګړه پر پښتنو تپل شوي جګړه وه او ده ، د دې جګړې موخې له یوې خوا د ښکېلو او د جګړې د طرحه کوونکو هېوادونو د سیاسي او نظامي نفوذ پراختیا او د اقتصادي ګټو خوندیتوب او له بلې خوا د پښتون قوم د ټکولو او کمزوري کولو څخه بل هېڅ مفهوم او مانا نلري . امریکا هم نه غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسیږي، خو بیا هم په ظاهري ډول داسې بریښي چې د تروریزم ضد جګړه کې د دوی همکاري پیکه ده او هر لوري پکې د خپلو ګټو او اهدافو لوری تعقیب کړی ، نو ځکه ویلی شو چې د امریکا او نړیوالې ټولنې شړیدلي او بې مسوولیته ماموریت افغانستان په اقتصادي او نظامي بې وسۍ او سیاسي بې واکۍ کې ایسار پاتې کړی . امریکا ، ناټو ، اروپايي ټولنه او په ځانګړي ډول د سیمې او ګاونډ هیوادونه یو پیاوړی ، ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ نظام په افغانستان کې نه شي زغملی او دا د دې لپاره چې د پیاوړي نظام په راتګ سره د دوی د ګټو مخه نیول کیږي او د واک ټغر یې ورسره تولیږي . همدا ډول باید ووایو چې افغانستان تهد نړیوالائتلاف په راتګ سره امریکا او متحدینو یې کوښښ کړی چې نظام په قومي بې انډوله ترکیب وویشي او دا کار ترننه پورې دوام لري . د دوی دې کار زمونږ د ملي نطام بنیاد ونړوه ، ځکه ائتلافي حکومت دلته د ملي حکومت پرځای سهامي شرکت رامنځته کړی ؛ د دې پرځای چې خلک مسوولیتونه قبول کړي او خپله کاري ساحه وپېژني ، دوی د امتیازاتو د ویش په قضیه باندې سره لاس او ګریوان پاتې شول او نظام یې د قانون واکۍ پرځای بې قانونۍ ، د ټینګښت پرځای کمزورۍ ، د یووالي پرځای نفاق ته ټېل واهه او دا په حقیقت کې یوه سازمان شوي طرحه وه او دې وضعیت ترننه زمونږ نظام بې ثباته ساتلی او قومي ټیکه دارانو ته يې د دې جرئت ورکړی چې د ملي ګټو پرځای د شخصي او ګوندي ګټو په موخه خپله لوچکي او لنډ لغاري ښکاره کړي ، ترڅو د دې لارې خپل امتیازات په لاس راوړي.