
انسان یو ټولنیز مخلوق دی، چې د ټولنې او پرګنو پرته ژوند نه شي کولای، پدې اساس سره اړ دی چې په ټولنه کې د نورو ترڅنګ ټولنیز ژوند وکړي؛ نورو ته مینه ورکړي، په غم او ښادیو کې یې برخه واخلي، غوښتنو او هیلو ته یې ځواب ووایي او بالاخره د نورو د ژوند ژغورنې لپاره مټې راونغاړي او یوه لویه ټولنه ښیرازه کړي.
هو! انساني غوښتنې، هیلې، او ارمانونه د ټولو یو ډول نه دي، خو په عموم کې هر انسان د پرمختګ، ښیرازئ، درنښت او اقتدار غوښتونکی دی، نوځکه ویلی شو چې سیاست د انساني ژوند یو نه بیلیدونکی اړخ دی. له کومې ورځې چې انسان پیدا شوی، څښتن تعالی د واک او ځواک مینه او تلوسه هم په زړه او خاطر کې وراچولي، د دې تلوسې او علاقې له مخې په دې هڅه کې شوی چې واک او ځواک تر لاسه کړي او نوره یې اطاعت او تابعداري وکړي.
څرنګه چې سیاست د انساني ژوند نه بېلیدونکی اړخ دی، همدارنګه سیاست د انساني ژوند یو ښه او غوره چوکاټ هم دی، همدا سیاست دی چې ټولنې رهبري کوي، په ټولنو کې نظم، امنیت او ډسپلین رامنځته کوي، د خلکو هیلو او غوښتنو ته ځواب وايي او وګړي په مستقیم یا نا مستقیم شکل سره په واک او ځواک کې شریکوي.
که څه هم سیاست د واک او ځواک د ترلاسه کولو، واک او ځواک ته د پرمختګ ورکولو او د هغې د ساتلو نوم دی، خو ددې ترڅنګ سیاست ګڼ تعریفونه هم لري، ډیری خلک فکر کوي چې د هرې ممکنه لارې د واک ترلاسه کولو ته سیاست وايي، چې دې ته هم ناسم تعریف نشو ویلی، خو کله چې مونږ انسان ته د اشرف المخلوق او انساني ژوند ته د ارزښت له عینکو ګورو نو بیا سیاست د ښیرازۍ نوم دی، چې هلته په انساني ژوند کې د مینې، درنښت، عدالت، مساوات، تقوی، زړه سوي.... تحرک رامنځته کیږي.
په هر صورت سیاست د واک او ځواک د ترلاسه کولو او موخو ته د رسیدلو د وسیلې نوم دی، هرهغه څوک چې د سیاست د لوبغاړو په توګه رول لوبوي، هغې ته سیاسیون وايي او دا سیاسیون اړ دي چې په ټولنه سیاست او د نورو په ژوند رهبري وکړي، خو هغه څوک چې په سیاست کې یا هېڅ برخه نه اخلي او یا خپل واک او اختیار یې نورو ته ورکړی وي، نو اړینه ده چې د دوی اراده بل څوک تمثیل کړي.
مونږ سیاست او ژوند ته د یوې سکې دوه مخونه وایو، ځکه سیاست او انساني ژوند یو له بل څخه نه بیلیدونکې دي، پدې مانا؛ چیرته چې انساني ژوند دی، هلته غوښتنې، اهداف او ارمانونه هم شته، ترڅنګ یې ظلم استبداد، عدالت او مساوات هم شتون لري، خو دا ټول د سیاست او نظام پرته ناشوني دي. نو پدې اساس سره ویلی شو چې انساني ژوند د سیاست له شتون پرته دوام نه شي کولای او بالاخره که سیاست ته د اسلام له نظره وګورو، نو په یوه لنډه جمله کې ویلی شو چې په اسلام کې دین او سیاست سره یو دي، ځکه اسلام هم دین دی، هم رهبري ده، حکومت دی، عدالت دی او بالاخره د انساني ژوند یوه جامع تګلاره ده، چې د ژوند چوکاټ یې په سیاست رنګین کړی.
په درنښت