
د هېواد جوړونې لومړنی اصل د ملي فکر پر بنسټ ولاړه سیاست جوړونه ده، داسې سیاست جوړونه چې ملي ارزښتونه او ملي ګټو ته په کتو سره یې بنسټ ايښودنه شوي وي، د سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز ژوند د هر اړخ لپاره د هېواد داخلي وضعیت ته په پام سره د بهرني سیاست بنسټ جوړونه وشي.
له بده مرغه چې موږ افغانان لا هم د دغه ډول رغونکي فکر څخه په ډېر لرې واټن کې قرار لرو، زموږ سیاسي مشران چې د هېواد په سیاست جوړونه کې لوبېدلي او لا هم په دې لوبه کې ښکیل دي، یو پر بل د قوم پالنې او بې باورۍ تورونه پورې کوي.
داسې برېښي چې دوی یواځې او یواځې د ځانګړو ملیتونو ګټې په پام کې نیسي او د همدغو ځانګړو ګټو لپاره کار کوي، د دغو سیاسي مشرانو دا لنډ او تنګ لید د هېواد ملي ګټې په خطر کې اچولي او ملیتونه یو د بل پر وړاندې واقع کوي.
که څه هم د ملي یووالي د حکومت ستنې له همغه لومړیو څخه کاواکې او سستې اېښودل شوې وې ، خو د دغو لوړ پوړو دولتي چارواکو وروستیو څرګندونو جوته کړه چې ، د ملي یووالي د حکومت ځنې مشران د ملي یووالي پر ځای د ملي لریوالي شپیلۍ غږوي، چې دغه شپیلۍ د هېواد جوړونې پر ځای ، هېواد او هېواد وال د تباهۍ د کندې پر لور رهي کوي.
دا چې د ملي یووالي د حکومت د دوه مشرانو تر منځ واکونه دهمغې لومړۍ ورځې څخه ۵۰ /۵۰ سلنه ویشل شوي و، چې همدغه ویشنه په خپل ذات کې د ملي یووالي پر حکومت د بې باورۍ او کاواک توب فضا رامنځته کړه، د دواړو مشرانو ترمنځ د ځېنو مسایلو پر سر اختلافونو د ولس تر منځ لا نوره هم د ملي یووالي پر حکومت د بې باورۍ فضا غښتلې کړه.
څه موده وړاندې د ملي یووالي د حکومت اجرایه ریس عبدالله په یوه غونډه کې پر ولسمشر غني سختې نيوکې وکړې او په سبا یې د ولسمشر ویاند د نوموړي څرګندونې د دولتدارۍ موازینو او روحې مخالفې وبللې.
د ځوانانو یوې غونډې ته اجرایه ریس خپلې نیوکې داسې را غبرګې کړې (( د افغانستان ښاغلی ولسمشره، ته دومره وخت نه لرې چې له خپل اجرایيه رئیس سره په دریو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ساعته یا یو ساعت یوازې یو په یو وګورې، نو ستاسو ښاغلي وخت په څه تېرېږي، هغه څوک چې د بحث حوصله نه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري )).
دغه راز نوموړي د ملي یووالي حکومت په اداري کارونو هم نیوکې وکړې او و یې ویل (( وزارتونه فلج دي، وزارتونه خویندي او خورلڼې لري، وروڼه او بیا سکه او ناسکه لري ))
عبدالله عبدالله دا هم وویل چې خلک د هېواد له روان وضعیته راضي نه دي او خلک له ما ګیله کوي چې ولې دې دا کار داسې ونه کړ او پر هغې موضوع دې ټینګار ونه کړ .
تېره اونۍ د ملي یووالي حکومت لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم پر ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تور پورې کړ چې یوازې د خپلو قومونو ګټې په پام کې نیسې ، د ده واکونه یې ترې اخستې او پر ده باور نه لري.
جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا ډول څرګندونې د ښاغلي دوستم له موقف سره نه ښايي او تورونه یې عدليي او قضايي پلټنو ته اړتیا لري.
د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود هم په ولسمشر او اجرائیه رئیس باندې نیوکې کړې وې.
اوس پوښتنه داسې را ولاړیږي، که چېرې د ملي یووالي په حکومت کې مشران د ملي ګټو د خوندیتوب او ملي پالیسیو د طرحو پر ځای د قوم پالنې لار غوره کړي ؟ د هېواد او هېواد والو راتلونکی به د څه ډول برخلیک سره مخ شي؟ تبعیض چې د یوې ټولنې د بربادۍ لپاره هغه ستر دښمن دی ، چې د ټولنې د بربادۍ لپاره د خونړي خنجر غښتلی لاستی جوړوي ، د دغو چارواکو دا ډول څرګندونې به دغه لاستی څومره لا نور هم غښتلی کړي؟
د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ دا ډول څرګندونې په افغانستان کې چې وار لهمخه له سیاسي شخړو سره مخ دی د قومي ستونزو او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي د لا غښتلې کېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.
په دغه ډول وضعیت کې چې د افغانستان مسائل ډېر پیچلي دي نو پکار ده چې سیاسي مشران او حکومتي رهبران خپلې څرګندونې په ډېر احتیاط او د مسؤلیت له مخې وکړي ، که چېرې د ملي یووالي حکومت مشران چې د دوی تر منځ له وړاندې څخه هم همغږي شتون نه لري د قومي مسایلو په اړه پارونکې څرګندونې وکړي، لرې نه ده چې په هېواد کې روان سیاسي کړکیچ لا نور هم زور واخلي .
د هېواد سیاسي وضعیت ته په کتو سره، سیاسي مشرانو او رهبرانو ته په کار داده چې څرګندونې یې د مسولیت پېژندنې تر څنګ د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې وي، ملي ګټې یې د څرګندونو اساسي ټکي وي او د هر ډول پارونکو خبرو څخه چې د ملیتونو تر منځ بیلوالی او درځ رامنځته کوي ډډه وکړي.
که چېرې د ملي یووالي د حکومت مشران او سیاسي رهبران د ملت جوړونې پر ځای قوم پالنې ته زور ورکړي ، لرې نه ده چې په هېواد کې به دغه قومي رهبران ملیتونه په خپلو کې دخونړي خنجر د کلکو لاستو په توګه وکاروي، چې په دې صورت کې به د راتلونکو ټولو ورانیو مسولیت د همدغو قومي رهبرانو او سیاسي مشرانو په غاړه وي.
لیکنه : نظیف الله نظیف