افغانستان د نیابتي جګړو میراثي ډګر

 
له نګاه تلوېزیوني شبکې څخه مې په ژوندۍ بڼه د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار خبرې واورېدې چې ویل یې: په افغانستان کې د روسیې او امریکا تر منځ نیابتي جګړه بیا پیلېدونکې ده. زه غواړم د ښاغلي مسلمیار پر دې خبرې باندې د لرلید، شالید او ژورلید د زاویو له کنجونو څخه یو ځغلنده نظر له ګرانو هېوادوالو سره شریک کړم، خو قضأوت یې خپله همدوی او د روان ریښتیني تاریخي بهیر اصلي پرېکړه یې خپله راتلونکو نسلونو او مشهود تاریخ ته پرېږدم: ګرانو هېوادوالو! مخکې تر دې چې پر خپلې اصلي موضوع باندې پیل وکړم لومړی غواړم د افغانستان پر د پام وړ جفرافیایي موقعیت باندې خبرې وکړم: لکه څنګه چې موږ او تاسې ټول یې په خپلو سترګو وینو چې افغانستان د اسیا زړه، په وچه کې پروت یو داسې بډای هېواد دی چې ټوله نړۍ یې په فزیکي، سیاسي، پوځي، فرهنګي، اقتصادي او تجارتي لحاظ سره تړلې ده.
د انساني نړۍ په تاریخي بهیر کې د نړۍ ستر تمدنونه له همدغه کانال (افغانستان) څخه د جولا د څوَښکي (ماکو) په څېر له شرق څخه غرب ته او له غرب څخه شرق ته په ځلونو تېر شوي را تېر شوي دي .هو؛ د غربي او شرقي تمدنونو، فرهنګونو، عقايدواو سوداګریزو توکو انتقال له همدې لارې صورت موندلی دی، تجارتي او سیاسي اړیکې له همدې خاورې ټینګې شوې دي، بالاخره دې خاورې ته د نړیوالو پام ور واوښت او د وخت هر زبر ځواک هر وخت د خپلو پوځي، اقتصادي او ستراتیژیکي ژورو موخو په سترګه ورته کتل، همدا لامل و چې افغانستان د وخت د زبر ځواکونو د سیالیو په ډګر بدل شو.
کله به د سکندر کبیر د لښکرو په ګردونو کې پټ و او کله د چنګېز خان او ګورګین خان چاپې او داړې ور باندې ولوېدلې، کله به د برتانوي هند تر حملو لاندې
راغی او کله به هم د تزاري روسانو د باروتي فیلانو د قافلو په ګرد کې پټ و، خو د هغه وخت افغانان هم لاس تر زنې نه وو ورته ناست او د هر استعماري ښکېلاک په وړاندې یې په خورا مېړانه له خپلې خاورې څخه د خپلو سراو مال په بدله دفاع کړې ده . څه وخت چې انګرېزي لښکرې درې ځلې د افغانانوله خوا له شرمېدلې ماتې سره مخ او انګرېزي ځواکونه پر افغانستان باندې له واک چلولو څخه نا هیلي او وروسته ووتل، نو له تزاري روسانو سره د جوړجاړي په صورت کې یې د افغانستان پر سینه باندې د ډيورنډ کرغېړنه او نه منونکې منحوسه کرښه د (سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه) د فورمول له مخې د خپل ژور یهودي ډوله منافقت، خباثت او رذالت له مخې را کاږله، د افغانستان له شمال شرق څخه تر جنوب غرب پورې یې صفري (عايقه سیمه) وټاکله او افغانستان د دوو استعمارې ځواکونو تر منځ د غیر منسلک (نا پېیلي) هېواد په توګه وپېژندل شو، ولې متأسفانه چې لکه د اوس په څېر د روسانو او انګرېزانو له پټو کورنیو لاسوهنو څخه هېڅکله هم خوندي نه و او نه دی .
انګرېزانو په افغانستان کې د تیمورشاه له زمانې را هیسې د خپلو نیالګیو مالیاري کړې ده او روسانو بیا د امیر شېرعلي خان له وخته را نیولې، بیا د ډاکټر نجیب تر واکمنۍ پورې له افغان حکومتونو سره خپله پوځي، اقتصادي، ګمراه کوونکې پوهنیزه، فرهنګي او ډیپلوماتیکه (سیاسي) پټه او ښکاره یارانه چلولې ده او په پټه کې یې افغان بچیانو ته تر هغو پورې په چپي ګوندي کټوري کې اوبه ورکولې تر څو چې د یحیی کورنۍ د ور تړلي کورني سیاست قلف یې ورباندې مات او د بیان د ازادۍ په نوم یې د سو خوز او کلخوز استعماري مزرعو ته د مارکسېزم او لينينېزم د پوچې دهري سفسطې نوې دروازې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د سفارت په ملاتړ او لارښوونه پرانيستلې او د خپلې دې پروژې د پر مخ بيولو لپاره یې افغاني چپي بړېڅي کټ مټ لکه د انګرېزانو په څېر په دروازو کې ورته پیره داران وټاکل . انګرېزانو به شاه شجاع ډوله افغانانو ته د تریاکو د عايداتو نا چلې او تورې هندۍ کلدارې ورکولې، او روسانو به هم خپلو چپیانو ته تور روبلونه ورکول. هلته به هم د کورنیو او بهرنیو مافیایي کړیو بېزنس روان و، د کوه نور الماس او نور لرغوني توکي انګرېزانو ېووړل او اوس د انګلیس شاهي کورنۍ هغه د خپل ملکیت برخه ګڼي او روسانو هم په (۱۳۵۰) لمریز کال کې یواځې د زابل په مېزانه کې د ملا میراخند د غونډۍ په څېر د سرو زرو د خښتو کان لوټ کړ چې پوره څلور میاشتې بسته د ممتاز ترانسپورټ هره ورځ د روسیې سفارت ته راوړل، په هغو کې د سرو زرو یوه داسې مجسمه هم وه چې په (۱۳) تنو یې د ممتاز ترانسپورټ یوه لس ټايره موټر ته ور پورته او په کابل کې یې د روسیې په سفارت کې ښکته او روسانو روسیې ته يووړه. خو ظاهرشاه یې په اړه ملت ته هېڅ هم ونه ویل .
خو کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ، بیا یې له ګازو نیولې تر نورو افغاني تولیداتو، عايداتو او ځمکنیو زېرمو پورې ټول ممکنه څیزونه روسیې ته يووړل؛ ځکه دوی خپله ویل چې په افغانستان کې دوی (۴۰۰) کانونه موندلي وو.
افغانان یې په جګړو کې سره ښکېل ساتلي وو او دوی خپلې غلاګانې کولې. بل لور ته پاکستان او ایران هم لکۍ په سر واړولې او د بې څښتنه او بې پولې افغانستان په خاوره او کلتور یې خپل ناروا یرغلونه پیل کړل. ایران د افغانستان په غربي، جنوب غربي، مرکزي او شمالي ولایتونو کې خپلو منفي افغاني ضد هڅو ته دوام ورکړ چې ښه بېلګه یې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په شمال کې د ایران د (۲۵) ډیپلوماتانو وژل کېدل، ایران ته ورغلي د شیعه مذهبه لږه کیو (۸) ګوندونه جوړول او د سني مذهبه افغانانو را شړل، د افغان مجاهد ینو پر ضد له روسانو سره د خپلو اتومي پروګرامونو پر سر پټې معاملې او زدو بندونه کول، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپل (۷۰۰۰۰) کسیز پوځ د افغانستان پر غربي او جنوب غربي ولايتونو باندې د پوځي یرغل لپاره چمتو کول چې بیا وروسته د خپلو بدوعواقبو له امله پر شا شول او د کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اوبو پر سر د ایران له خوا خنډونه او د ټیلېفوني اړیکو غلا کولو او فلجولو دستګاه وې موږ په ګوته کولی شو. خو د پاکستان د پوځي او څارګرې ادارې له خوا د افغان مجاهدینو سیاسي، مردمي، پوځي او اقتصادي ملي قومانده پر څو برخو وېشل، توکړې کول او یو له بله په خپلمنځي جګړو سره اخته کول، له افغان مجاهد ینو سره د سیمه يیزو او نړیوالو مالي او نظامي مرستو واګې په خپل لاس کې نیول او یوازې له هغه کانال څخه خپل ځان داسې تمویلول چې د مرستو پستې او لمان دوی وخوړل او هډوکي یې افغان مجاهدینو ته ور غورځول، د روسانو د وتو پر وخت د افغان مجاهدینو پر ځای په ملګرو ملتونو کې د یوې پټې او مرموزې کرغېړنې معاملې په ترڅ کې د پاکستاني چارواکو له خوا استازیتوب کول، مجاهدین په خپلو کې سره اخته کول، بدنامول او وروسته یې د طالب په جامه کې پر افغان خاوره باندې بربنډ تېری کول، په افغان خاوره او صفري (عايقو) سیمو کې د سرحدي نوو تاڼو او دروازو جوړول، د کونړونو د اوبو خپلول، منځنۍ اسیا ته په افغان خاوره کې ځان ته پرته له ټکس ورکولو څخه مفته لاره لټول، پر افغان ګوندونو او مشرتابه باندې له نړیوالو سره ناروا معاملې او خپل سوړ تجارت کول، په ملګرو ملتونو کې د افغان دولت پر ضد منفي تبلیغات او په درواغو د افغانستان په اړه غلط راپورونه ورکول او خپل باج پرې ټولول، افغانستان په لوی لاس د پردۍ تپل شوې جګړې ډګر جوړول، افغانان په خپلو کې سره جنګول او خپلمنځي بین الافغاني سولې ته نه پرېښودل، پر افغانانو باندې د سواګریزو توکو د لېږد رالېږد لارې تړل، له افغانستان څخه خپل ځان ته د بې کفیته توکو د تورید بازار جوړول، افغان تاسیسات ړنګول او په افغانستان کې د صنعت او زراعت او تولید مخه نیول، له افغانستانه د اتومي توکو غلا کول، په افغان خاوره کې د خپلو اتومي کنجاړو تشول، په افغانستان کې د خپلې خوښې مزدور او پاکستاني ګټو ته وفادار یو داسې حکومت جوړول چې پرته له پاکستان څخه له بل هېڅ هېواد سره ډیپلوماتیکې، پوځي، اقتصادي او تعلیمي اړیکې ونه لري، ټول هغه څه دي چې ټول افغانان، سیمه، نړۍ او تاریخ ترې انکار نه شي کولی او ځواب به یې هم خپله پنجاب شاهي ورکوي .
بل لور روسانو هم څه کمی ونه کړ؛ ځکه که له یوې خوا پخواني شوروي اتحاد د وارسا پکت په شتون کې په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړه، هره ورځ د غټو لوړرتبه پوځیانو جنازې ور روانې وې، افراد خو یې له سره نه وړل، د شوروي په سره جال کې بندو ملتونو خپل خپلوان ورڅخه وغوښتل، خو شوروي چارواکو ملتونو ته په درواغو ویل چې ګواکې د هغوی خپل خپلوان له مجاهدینو سره بندیان دي، په همدې خاطر یې روسي مېرمنې مجاهدینو ته راولېږلې چې ورشۍ له مجاهدینو خپل خپلوان وغواړئ، زما ښه په یاد دي چې ۳۰۰ روسۍ مېرمنې پاکستان ته راغلې او له مجاهدینو یې خپل ورک زامن، وروڼه او خاوندان وغوښتل، خو مجاهدینو په زرګونو د جګړې قربانیان (ګوډ، مات، شل، ړانده، بې لاسو او بې پښو افغانان ورته په موټرو کې وښودل چې دغه افغانانو خو هم هېڅ ګناه نه وه کړې، ستاسو چارواکو زکموږ دغه خلک په خپلو کورونو، کلیو، بانډو او دفترونو کې دې حال ته ورسول، هغوی خو څه کیف، لېنینګراد، باکو او سپینې روسیې ته نه وو ورغلي چې په خپل هېواد کې د یوه زبر ځواک له خوا دې حد ته ورسېدل .
روسۍ مېرمنو چې د روسي ښکېلاک د بېرحمه جګړو افغان قربانیان په خپلو سترګو ولیدل، ټولو را غلو روسۍ مېرمنو وژړل او بیا مجاهدینو هغوی ټولو ته یو یو پړونی او یو یو جاینماز د خپل اسلامي او افغاني درانه دود له مخې د تحفې په توګه ځکه ورکړل تر څو هغوی دا انګېزه له ځانه سره یوسي چې افغانان مسلمانان دي او خپل عزت او حیا ورباندې د سر له بیې هم ګران دي او روسي ښکېلاک د ټولو نړیوالو او انساني نورمونو پر خلاف د افغانانو پر جغرافیایي، دیني، ملي، اقتصادي، کلتوري او خپلواکۍ پر حریم باندې بربنډ تېری کړی او د روسي ملت اولادونه یې په ناحقه د خپلو شخصي مفاداتو لپاره پر افغانانو باندې وژلي دي، هماغه و چې راغلې روسۍ مېرمنې په خپله مخه ولاړې .
روسي ښکېلاک د خپلو کورنیو، سیمه يیزواو نړیوالو فشارونو او د دونالد ریګن د دیپلوماتیکو اړیکو د شعاع له امله وتلو ته اړ شو، خو بل لور ته یې له هغو افغانانو سره پټ پروتوکولونه لاسلیک کول، چا چې د جهاد پر وخت د جهاد له سپېڅلي نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستو سره پټه یارانه ورسره چلوله او د افغانستان د تجزیې او لوی تاجکستان جوړولو او له شمالي برخو څخه د پښتنو د عام وژنو او یا شړلو لپاره یې له روسانو، انګلیسانو، پاکستانیانو امریکایانو، فرانسویانو او نورو نړیوالو استخباراتي چینلونو څخه په پوځي او نغدي توګه ځانونه اکمالول .د یادولو ده چې په افغانستان کې د پښتنو په ځپلو کې روسان، انګلیسان او امریکایان ټول سره یوه خوله وو او دي؛ ځکه پښتنو په افغانستان کې انګلیسان او روسان دواړه ځپلي او هغوی دواړه له پښتنو څخه خپل غچ اخلي، ځکه خو روسانو د خپل اشغال پر مهال د خپلو پوځي او اکمالاتي کتارونو د مصئونیت په خاطر د شمال ځینو مجاهدنما افسانوي عناصرو ته دستور ورکاوه او هغوی به هماغه نخبه مجاهدین له منځه وړل، څوک به چې روسانو او خپله دوی ته خنډ وو .که څوک غواړي چې د دې خبرې کره ثبوت ترلاسه کړي، په تاند ویب پاڼه کې دې د (موږ ملي اتلان او ملي خاينان ښه پېژنو) تر سرلیک لاندې د عبدالکریم رحیمزي مطلب وګورئ په هغه مطلب کې هماغو بهرنیانو د دغو مجاهدنما عناصرو څېرې افشا کړې، له کومو سره یې چې پټې یارانې چلولې دي. بیا به خپله پوه شئ چې د افغانستان په اړه مهندسي شوې پردۍ لوبه د کومو کرېکټرونو له خوا څه ډول پیل شوې او همدا اوس یې څوک د کومو اهدافو لپاره پر مخ وړي؟ خو امریکایان بیا په افغانستان کې په اصل کې د جهاد او سوچه اسلامي نظام ضد دي؛ ځکه خو یې په مجاهدینو کې د جهاد له اصلي دښمنانو سره په دومره لږو مالي امکاناتو معامله وکړه او بل لور ته امریکایانو خپله ویل چې په نوره نړۍ کې موږ ته یوه پوسته په دومره لږو پیسو لاس ته نه وه راغلې، خو اوس ټول افغانستان موږ ورباندې اشغال کړ. لنډه دا چې جهاد ته یې چیلک ور واچول، مجاهدین ـ په تېره طالبان یې استعمال کړل، خپل ځان یې منځنۍ اسیا ته ورباندې ورساوه، افغانستان یې همداسې وران ویجاړ پرېښود، مرستې ټولې همدوی او له دوی سره راغلو افغان مافیایي بانډونو وخوړلې، ګاونډویان یې پر پښو ورته ودرول، زموږ نظام یې په اداري فساد او لس فیصده ملت یې په پوډرو راته روږدی کړ، لا تر اوسه یې د ترهګرۍ په پلمه افغانستان د خپلې جګړې مرکز جوړ کړی خو اوس یې د امریکایي داعشي ډلې په پلمه د خراسان د خلافت په نامه بله مسئله په کې راپورته کړه، (يعنې په افغانستان او سیمه کې د امریکې دايمي حضور او د روسیې او امریکې تر منځ د اقتصادي او پوځي سیالیو تقابل.) خو تر څنګ یې دا ځل د افغانستان د اوبو پر سر له افغان ګاونډیانو سره د جګړو نوی بوی هم تر سپنګو کېږي. له بلې خوا د ویټو حق لرونکو پنځو سترو قدرتونو له ډلې څخه یو هم د افغانستان پخوانی کینه کښ او غچ اخیستونکی ستراتیژیک دښمن او په اصطلاح اوسنی دوست (انګلیس) دی چې د ایتلافي ځواکونو د جنګي ماشین د معاونیت اشترينګ یې په لاس کې نیولی و تر څو د ایتلاف پر مټ له افغانانو څخه د خپلو وژل شوو استعماري لښکرو پخوانی غچ واخلي .دوی د افغانستان تر ټولو امنې سیمې (هلمند) ته ولاړل او د خپلو سمندري ځواکونو د بېړۍ لنګر یې په هلمند کې واچاوه او هغه سیمه یې لومړی تر ټولو نا امنه کړه، بیا یې د تریاکو کښت او تولید ته زور په کې ورکړ، ورپسې یې د دیشو له ولسوالۍ څخه په هرو دوو میاشتو کې د (۲۵) میلیارده ډالرو په ارزښت خام یورانیم وړي چې دا خبره خپله د (سي ای اې) یوه پخواني مشر له رسنیو سره هغه وخت شریکه کړې وه څه وخت چې د انګرېزانو او امریکایانو تر منځ د یورانیمو د غلا کولو او د تریاکو د کلني (۷۲) میلیارده ډالرو په ارزښت د عايداتو پر سر لانجه راغله. خو امریکایانو هم په افغانستان کې (۱۵۰۰) ځمکنۍ بډایې زېرمې د خپلو (۵۰۰) جیولوجستانو او د افغانستان د سروې جیولوجي ریاست له لارې په ګوته او اعلان کړې چې له مخې یې د پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، کونړونو، د هندوکش او بابا غره تر منځ سیمه او باګرام دوی خپله ونیول او د افغانستان تورې برخې یې د ایتلاف نورو ځواکونو ته پرېښودلې. کله یې چې دا سیمې په تېرو (۱۳) کالو کې لوټ کړې، بیا خپله ترې ووتل او د افغانستان (۹) زونونو ته سره ټول شول. په سرحدي سیمو کې خو یې ان پاکستانیانو ته خپل بېزونه ور پرېښودل، د افغانستان درنې وسلې یې ورته تباه او برباد کړې، د وسلو حساسې پرزې یې ورته ترې و ایستلې او اوس یې له بل چا څخه یې د اغېزمنو درنو وسلو رانیولو ته هم نه پرېږدي. افغانان یې څه پر پاکستان باندې بې وسلې کړل، اردو یې ورباندې ړنګه کړه، څه یې په خپله د (ډي ډي ار) له مخې بې وسلې کړل، مسلکي صاحب منصبان یې د وخت پر حکومتونو باندې وشړل او پر ځای یې د یوې، دوو او درېیو اوونیو ماشیني مصنوعي داسې عسکر د صاحب منصبانو په نوم پر دندو وګومارل چې هغوی ته لا د افغانستان اربعه حدود، خپلې بین المللي پولې او صفري نقطې (عايقې سیمې) لا نه دي ورمعلومې، د تروريزم له ځالو څخه طالب، القاعده او داعش په لوی لاس را وټوکېدل، افغانستان یې پرې نا ارامه کړ، خپله جګړه یې پرې توده ساتلې، خو قرباني او بیه یې افغانان او د افغانستان خاوره پرې کوي؛ ځکه دلته نه پردۍ جګړه ختمه شوه، بلکې لا یې هم زور واخیست، نه امنیت ټینګ شو، نه ښه حکومتولي راغله او نه افغانان خپلې بین الافغاني سولې ته څوک پرېږدي .
په دې وروستیو کې د افغانستان په نامه کومې مرستې چې د بروکسل غونډې له ادرس څخه اعلان شوې، هغو ته هم وار له مخه شرطونه کېښودل شول چې موږ یې د نه پوره کېدو ښکاره بېلګې په خپلو سترګو ونیو او هغه دا چې په افغانستان کې مرکزي واک او اډاڼه د ذات البیني دېکتې شوو اختلافاتو له امله ورځ تر بلې تر سوال لاندې راځي، خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، نړیوال خپلو ژمنه شوو مرستو ته پلمه جوړوي او هغه پر خپلو پوځیانو باندې لګوي .د دې ټولو بدمرغیو معنا همدا ده چې نړیوال نه د افغانستان بیارغونه او پر خپلو پښو درول غواړي او نه هم په افغانستان کې د جګړې بندول او ښه حکومتولي؛ ځکه خو به کله روسان، کله پاکستانیان، کله ایرانیان، کله امریکایان او کله هم هندیان او چینایان په دې خاوره کې خپلې استعماري اسپې ځغلوي او افغانستان به تل د نیابتي جګړو یو میراثي ډګر وي. هو ! اصلي لوبه همدغه ده .
خو زما خواست ټولو اصیلو افغانانو ته دا دی چې د خدای تعالی د دین، د دې سپېڅلې خاورې، خپلې خپلواکۍ او خپلو ځورېدلو خلکو په خاطر خپل کورني اخلافات یوې خوا ته سره پرېږدئ، لومړی ټول په یوه صادقانه خوله، یو لاس، یو اواز، او یوه قومانده سره راټول شئ، یو مرصوص بین الافغاني بنسټ سره تشکیل کړئ، تر څو د افغانستان او افغانانو اصلي دښمنانو ته د پلمو ځای او موقع په لاس ورنه شي، خپل ځان په خپله جوړ کړئ، خپله ځان ته یو باوري ادرس پیدا کړئ چې پر مټ یې لومړی له خپلو دښمنانو سره حساب کتاب پرې وکړئ او ورپسې خپلې کورنۍ لانجې د خپل قانون او خپلې ملي وثيقې او شریعت له مخې سره حل او فصل کړئ، تر څو د تل لپاره له کورني، سیمه يیز او نړیوال شر او فساد څخه پرې خلاص شئ .
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه