
زموږ په هېواد کې اوسنیو حلاتو ته په کتو د افغانستان د خود کفایۍ لپاره د حکومت اړوندې ادارې باید لاندې څوټکو عملي کولو ته خپل پام ور واړوي :
لومړی : ـــ نننۍ متمدنې نړۍ خپلې ټولې اقتصادي او سیاسي ستونزې د اړیکو له لارې هوارې کړې دي. موږ هم باید له نورې نړۍ زده کړو چې دا اړیکې څنګه نیول کېږي .
الف: ــ په کور دننه او له کوره د باندې اړیکې : دغه اړیکې د حکومت له خپل ولس سره په ژبه او لاس سره داسې نیول کېږي چې ولس واکه حکومتي ژبه د چاپي او برقي رسنیو او په مستقیمه توګه د سیمه ییزو حکومتي چارواکو له لارې د ولس او حکومت تر منځ د رغنده افکارو د تبادلې ـ او روا اړتیاوو د پوره کېدو په موخه په پسته او نرمه لهجه او معقوله ـ له پند او حکومت څخه ډکه طریقه استعمالېدای شي، تر څو حکومت او وس دواړه یو پر بل باندې خپل باور سره ټینګ کړي .
خو دا اړیکې اسباب او وسیلو ته اړتیا لري، دغه وسیلې په لومړي پړاو کې په پاخه او اساسي شکل د مواصلاتي لارو جوړول دي چې حکومت او رعیت دواړو ته د ارتباط او تلو راتلو تر ټولو ښې زمینې او آسانتیاوې پرې برابرې شي.
په مواصلاتي لارو جوړولو کې باید تر ټولو لرې پرتې سیمې او کلیوالي ژوند هم په پام کې ونیول شي، ځکه هغوی هم د افغانستان تبعه دي، بچیان یې د دې خاورې عسکر ـ او خپل حکومت ته ټکس ( مالیه ) ورکوي .
هغوی هم د ښاري خلکو په څېر په دې خاوره کې د متمدن ژوند کولو حق لري او لږ تر لږه باید د دوی کلي په نقشه برابر او په اساسي او پاخه سیستم ورغول شي. د څښاک د پاکو اوبو سیستمونه ـ د رغتیا لپاره کلینیکونه او ډاکټران، د تعلیم لپاره مکتبونه، په نصاب برابر کتابونه ـ ښوونکي او نورې آسانتیاوې ور ته برابرې شي. تر څو د خلکو یقین په خپل حکومت باندې پوخ شي .
که حکومت همدا اوس ژر تر ژره دا کار ونه کړي، لرې نه ده چې د افغانستان شرقي او غربي ګانډیان به په ټولو لرې پرتو سیمو کې خپل کلینیکونه او ښوونځي په عام ډول جوړ او فعال کړي . د هویت تذکرې به په کې ووېشي او یو وخت به د عامه ریفرېنډم پر مهال دا ټولې سیمې د افغان حکومتونو د بېغورۍ له امله پر یادو ګاونډیانو پورې ور وتړل شي. ځکه همدا اوس دا هڅې په ډېر زور کې د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانې دي. ښایي حکومت هم پرې خبر وي.
له بله اړخه مواصلاتي لارې په هېواد کې له اقتصادي پلوه داسې شارګونه دي چې د هېواد ټولو اړوندو سیستمونو ته پرې د حیات اوبه او وینه رسېږي. همدغه مواصلاتي لارې دي چې حکومت، رعیت او نړۍ یې ټول سره تړلي دي. ددې لارو په رغولو سره موږ له هېواده د باندې هم خپلې اړیکې په اقتصادي او پو لیټيکي لحاظ د خپل رغنده سیاست په چوکاټ کې غځولی شو. د خپل هېواد اړتیاوې له بهره پرې پوره کولی شو، د خپلو صنایعو(الته که یې یو وخت څښتن شو)، محصولاتو او تولیداتو لپاره په سیمه او نړۍ کې مارکېټ ور باندې پیدا کولی شو. د سیمې او نړۍ له هېوادو سره خپلې جیو پولیټیکي اړیکې ورباندې ټینګولی او ساتلی شو . د تجارت او راکړې ورکړې په داسې کورنیو ـ سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو کې پیسې هم پرې تر لاسه کولی شو.
خو په لومړي پړاو کې یې امنیت او پخلاینې ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه که امنیت نه وي او د ريښتینې پخلاینې پروسه په کې عملي نه شي ـ د بیارغونې او نورو دولتي نهادنو رغول او پراختیا ورکول زموږ په هېواد کې ناشوني دي. حکومت دې داسې کاري او صادق ټیم ځانته جوړ کړي چې پر مټ یې هم په هېواد کې سوله راشي او هم بیارغونه په کې وشي . ځکه له ځان غوښتونکو دا څو لسیزې څه جوړ نه شول.
ب: ــ افغانستان د میلیاردونو او ټرېلیونونو متر مکعب تولیدي اوبو ظرفیت په ځان کې لري چې که آب ګردان بندونه ور ته جوړ شي او پر هر بند باندې د وارداتي بهرنۍ برېښنا کلنۍ ټکس ولګېږي ـ هر کال لږ تر لږه یو بند ور باندې رِغېدلی شي. که موږ په ريښتیا سره د اوبو بندونو رغولو ته په سر کې ملا تړلې وای، نو اوس به د (۱۳ ) بندونو څښتن شوي وو او په زرګونو مېګاواټه برېښنا به موږ بهر مصرفي هېوادونو ( پاکستان، هندوستان او چین ) ته خپله صادروله او له افغانستان څخه به اوس خپله حاتم طايي جوړ شوی ؤ . خو متأسفانه چې د افغاني تپل شویو زور واکو له لاسه زموږ دا فرصت او ګټه ټول له لاسه ووتل .
خو اوس هم وخت شته، ځکه طبیعي منابع تر اوسه زموږ په لاس کې دي. افغان حکومت دې بندونو جوړولو ته زور ور کړي چې پر مټ یې افغانستان هم صنعتي او تولیدي هېواد شي او هم زراعتي .
که حکومت سر له اوسه په دې ارزښتناک کار باندې لاس پورې کړي، په ډېر لنډ وخت کې به افغانستان د خپلې برېښنا، خپل تولید، خپل صنعت او خپلې ماشیني کرکیلې خاوند شي. خود کفاء به شي. د نورو له احتیاجه به پرې خلاص شي. اوس خو افغانستان د نورو پردیو توکو په یو مصرفي مارکېټ بدل شوی، خو که موږ خپل تولیدات ولرو ـ کېدای شي چې هم خپله خود کفأ شو او هم به د خپلو تو لیداتو له پاره په سیمه او نوره نړۍ کې د خرڅلاو مارکېټونه پیدا کړو. پر خپلو پښو به ودرېږو. له کند او کچکول څخه به پرې خلاص شو. نور خلک به زموږ له مجبوریتونو څخه ناړه استفاده نه شي کولی. ځکه موږ به خپله په سیمه او نړۍ کې خپل ملي یووالی، وزن او قېمت لرو. د نړیوال تمدن له کاروان سره به د سیالو هېوادو په څېر یو ځای شو .
پس حکومت ته لازمه ده چې په ګران هېواد افغانستان کې د مواصلاتي لارو جوړولو ، صنعت او زراعت ته د افغانستان د بنسټیزې بیا رغونې په خاطر د لومړيتوب حق همدا اوس ورکړي او هغه ته په درنه سترګه وګوري . د پاکستان او ایران خو د سیمې او نړۍ په کچه خپل خواخوږي او مشوره ور کوونکي لري ، خو خواره خواري د افغانانو ده چې په بهر کې د روغې مشورې څوک نه لري ـ او په کور د ننه ټول منونه دي ، هېڅوک نیمنی او چارکی په کې نه شته .
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې.