
افغانستان یو غرنی هېواد دى چې وجود یې ډېرو لوړو ژورو، دښتو مېرو، کڅ ـ شاړو او آبادو پوښلی. د اټکل له مخې شاوخوا۳۰ ميلیونه نفوس لري. خلک یې په کرکیله، باغدارۍ، مالدارۍ او لاسي صنایعو باندې لګیا دي. بډایې ارزښتناکې ځمکنۍ زېرمې لري چې د سیمې او نړۍ پام یې ځانته ور اړولی دى. له نږدې پينځو لسیزو راپدېخوا جمهوري نظامونه په کې چلېږي، خو بیا یې هم خواریو او غریبیو ګرو کړي مجبور خلک د خپل کورني ګبین ترڅنګ نه په ګېډه سم ماړه شول او نه هم په تن په کې پټ شول. د خپلو سیندونو له غاړو به له تندې مړه کېدل او په اوبو یې تر ننه پورې پرته له کومې بیې د ګاونډیانو تنده ماته ده. هېواد به یې له څلورو خواوو څخه په داسې سرحدي دېوالونو کې بند و چې هېڅ خوا ته یې د تلو راتلو کومه پرانیستې تجارتي دروازه او دریڅه نه لرله. څلورو خواوو ته افغان سرحدونه د افغانانو پر وړاندې د سد سکندر اوسپنیز دېوال و او افغانان لکه یأجوج او مأجوج دننه په کې بند ساتل شوي وو او بس .
خو متأسفانه چې په خپل دغه تاریخي بهیر کې د کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو، سیاسي زدو بندونو، معاملو، نظامي موخو، ستراتیژیکي موقعیت او استخباراتي لاسوهنو له امله افغانستان تراوسه پورې د متمدنې پرمخ تللې نړۍ په منځ کې د بې روحه کالبوت په څېرپروت دى او پرته له ناامنیو څخه یې هېڅ وده د خپلو ګاونډیانو او نورې نړۍ په پرتله نه ده کړې .
له نېکه مرغه اوس چې افغانستان له څو تاریخي پړاوونو ژوندی راوتلی، مشرانو ته یې په کار ده چې مسئولانه د خپل هېواد هراړخیزې رغونې ته ټینګه ملا وتړي. له کاره لوېدلي اقتصاد ته یې په ډیپلوماټیک چوکاټ کې د مستعدو افغانانو، سیمه ییزو او نړیوالو پانګه والو د پانګونې له لارې وده وركړي، خو د دغه کار لپاره غواړم لاندې څو ټکو ته ګوته ونیسم :
لومړی: افغانستان خپل غرنی اسکلېټ (طبیعي غرونه)، متفکر فعال مغزونه او د ځمکنۍ بشپړتیا وجود لري، خو شارګونه ( مواصلاتي لارې) یې نیمګړې دي. د دې لپاره چې د اسیا زړه (افغانستان) له اقتصادي پلوه فعال شي، لازمه ده چې په لومړي ګام کې یې یاد شارګونه (لويې لارې) ورغول شي، ترڅو افغان ماشین (حکومت) په خپلواکه توګه خپل رغنده ملي فعالیت پیل کړي او د ژوندانه اړینه وینه (اقتصادي روح) ګام په ګام په متوازن ډول د هېواد ټولو برخو ته ورسوي .
خو مواصلاتي لارې رغول نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواد څخه د باندې هم له اقتصادي پلوه د هېواد د اقتصادي پرمختیا لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دى چې باید د چین او ترکمنستان په څېر د دوستو ګاونډیانو په مرسته بشپړې ورغول شي. ځکه افغانستان د اوس لپاره نه د بیارغونې کومه پرمختللې ټېکنالوزي لري چې د واخان په څېر د پامير لوړې سطحې (د نړۍ بام) ورباندې څیرې کړي او نه هم کوم اقتصادي وس ورسره شته .
چین هرڅومره ژر چې کولی شي ور ته په کار ده چې د واخان پر لاره د ريل پټلۍ د بیارغونې کار پیل کړي، ترڅو له دې لارې له یوې خوا د افغانستان سترو زېرمه ییزو پروژو او قراردادونو ته په خورا آسانۍ سره لاره ومومي، او له بل پلوه منځنۍ آسیا، عربي نړۍ، د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې د هند سمندرګي او اروپایي هېوادونو ته د دې جادې په غځولو سره لاسرسی ومومي. ځکه د واخان لاره هماغه د ورېښمو لرغونې لاره ده چې اروپایي او عربې نړۍ یې له چین سره پخوا تړلې وه. اوس که د چین او ترکمنستان هېوادونه په پاخه او اساسي شکل له واخان څخه تر تور غونډۍ، له شېرخان بندر او حیرتانو څخه د افغانستان تر جنوبي او شرقي پولو پورې دا لارې او د ريل پټلۍ ورغوي، ډېر ژر به افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي، او چین او ترکمنستان به د افغانستان له لارې جنوبي او مرکزي آسیا او نورې نړۍ ته د خپل ځان په وړاندې تجارتي دروازې پرانیزي. د راکړې ورکړې او ډیپلوماټیکې اړیکې به یې له افغانستان او نورې نړۍ سره پیاوړې شي. وزګارو خلکو ته به په افغانستان او سیمه کې کار روزګار پیدا شي او د تروريزم د مینه والو او کرایي اجیرو ګراف به په ټوله سیمه کې ورسره راټيټ، او سیمه او نړۍ به په امن بدله شي .
دويم: د دې ترڅنګ دې افغان چارواکي هڅه وکړي چې ژر تر ژره خپلې اوبه مهار کړي. افغانستان د اوبو ډېرې طبیعي منابع او د سترو برېښنایي تولیداتو طبيعي ځایونه لري چې باید بندونه پرې جوړ شي، ترڅو له یوې خوا زموږ خپل هېواد د کورني برېښنایي تولید خاوند او له پردۍ پُرمصرفه وارداتي او کرايي برېښنا څخه پرې خلاص شي او له بل پلوه زموږ دښتې بیابانونه تر خپلو اوبو لاندې شي چې په دې ترڅ کې به افغانستان هم د برېښنایي تولید او هم د خوراکي توکو له لاري خودکفاء شي، افغانستان به ډېر ژر ورسره په صنعتي او زراعتي لحاظ په یو تولیدوونکي او صادروونکي هېواد بدل شي چې له دې لارې به هم ګاونډیو او د سیمې نورو هېوادونو او نړۍ ته صادرات ولري او هم به یې د سر چارواکي په خپل کور دننه هوسا او بسیا او له پردي کند او کچکول څخه پرې خلاص شي .
خو د دغه کار د سم ترسره کولو لپاره پیاوړي، پر وطن او خپلو خلکو مین صادق متخصصین او سالم مدیریت په کار دى، ترڅو د تېرو څو لسیزو په څېر د دولت پر وړاندې د پوځي او ملکي قراردادي او (اېن جي او) یي سیسټمونو موازي حکومتونه په کې لاره و نه مومي. ځکه هغوی خو د ډونرانو ټولې شوې مرستې خپلو جېبونو ته واچولې او افغانستان همداسې وران ویجاړ پاتې شو، خو دا ځل باید ډېر پام وشي چې د افغانستان د بیارغونې سیسټم ته د تېر په څېر همغسې قراردادي ډوله حرفوي موریانې بیا لاره پیدا نه کړي چې دا ځل به افغانستان د پولۍ ټک ته کېنوي. ځکه دا ځل د افغان حکومت او ټولو افغانانو لپاره دا وروستی چانس دى. که یې دا چانس هم له لاسه ورکړ او پخواني غله د بیارغونې پر سر ور ودرېدل، نو بیا به یې په ټوله نړۍ کې برخلیک د جټانو په څېر وي، افغانستان به همداسې وران ویجاړ پروت وي او افغانانو او د هغوی هویت ته به بیا په ټوله نړۍ کې هېڅوک په درنه سترګه ونه ګوري .
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.