شربت ګله د پروننيو او نننيو ناخوالو هنداره

 
نويده خوشبو
کلونه وړاندې د پخواني شوروي يرغل، يتيم ولي بې کوري،لوږه، کډوالي، بې سرپرستي مهاجرت مرغانچې ته ورته د پاکستان لخوا افغان کډوالو ته د ناصر باغ پنډغالى، مسافرت او محروميت و چې د شربت ګلې سترګو ته يې ځانګړنه ورکړه، عکس يې اغيزمن د کډوالو د حالت سمبول او نړيوال شهرت ته ورسيد.
معصومه څېره، وچې شونډې، له هيلو ډکې شنې سترګې او په ماشومتوب کې د مسؤليتونو او غمونو ډکه غلې څېره نړيواله شوه، لويديځ له دې عکس څخه د پخواني شوروي د بدنامولو لپاره ډېره استفاده وکړه.
د دولس کلنې شربت ګلې انځور د شوروي د يرغل او په افغانستان کې د روانو حالاتو، د لسګونو يتيمانو او بې وزلو استازيتوب وکړ، د شربت ګلې شاته د خړې خېمې څنډې په پاکستان کې د افغان زده کوونکو د حالت ښودنه وکړه، د هغې کوت زوړ سور سالو د مهاجرينو بې وزلي څرګنده کړه، او په شنو سترګو کې يې د درد څړيکو تبلور وليدل شو!
د نړۍ مشرانو او سياستوالو هغه د افغان ماشومې په نوم وپېژنده؛ څېره يې ور مطالعه کړه خپله ګټه ـ وټه يې وکړه خو د هغې غم يې ونه خوړ . په بد مرغيو کې د شربت ګلې د ماشومتوب او ځوانۍ له پاى ته رسېدو وروسته، دا ځل د مکار هيواد په لومه کې ولوېده. اوس د ترهګر هيواد د پېژند پاڼې د لرلو په تور تر څوارلسو کلونو بندې کېدو ګواښونه ورته کيږي.
پاکستان چې په بې ګناه افغانانو زندانو ډګ نه کړي نو څه به کړي؟ ترهګر هسې هم د دوى کوربانه او خاص مېلمانه دي. دا د پاکستان لخوا د افغانستان پر وړاندې کوم نوى عمل نه دى؛ په وطن ميين افغان مشران يې وژلي، پوځ يې له منځه وړى، د ترهګرو مرکزونه يې پرانستي، ښوونځي ښوونکي، کدرونه، شخصيتونه، اقتصاد، فرهنګ او ټول ارزښتونه يې زيانمن کړي، نو شربت ګله به ترې څنګه خلاصه شي؟! افغانه موناليزا زغملی نشي، ښه شوه چې په قاچاق ترهګري او يا قتل يې نه ده تورنه کړې. دا مکرجن هيواد هر ډول تور لګولى شي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وينا: شربت ګله د افغانستان د ښايست،هڅو او درد سمبول ده، او د هغې څېره له نږدې ديرشو کلونو راهيسې د افغانانو استازيتوب کوي.
شربت ګله نن بيا د افغانانو د کړاونو هينداره شوه؛ د شر بت ګلى بې رنګه بې موسکا او مروره څېره د لسګونو کونډو بې وزلو او بې وسو افغانانو انځور دى.په لسګونه ځل پاکستاني پوليسو په دې هېواد کې مېشت افغانان ځورولي وهلي او په يو تور او بل تور يې بنديان کړي.
چادري په سر چوپه خوله شربت ګله د هغو زرګونو افغان مېرمنو او کونډو د کړاونو او سختيو کيسې کوي، چې د شرق او غرب په سياليو کې زيانمنې شوي دي.
شربت ګله نارى وهي! : ډېرې کونډې او بې سرپرسته په هېواد کې سرپناه، مړۍ ډوډۍ او خونديتوب نه لري او په مهاجرت کې عزت او حيا نه لري.
د سترګو رنګ يې اوس اوښکو وړى، اوس روپينې، زاهدې او عاليې (لورګانې) راتلونکې ته انديښمنه ده.
کلونه تېر شول خو د وطن او افعانانو حالت بدل نشو، د څوکۍ او قدرت وږي لا هم په خپلو ګټو پسې ګرځي، اوس په عصري ډول زما او ستا لوبې روانې دي، لوبغاړي هماغه دي د لوبې ډول بدل شوى، خو د دولس کلنې يتيمې او پنځه څلوېښت کلنې کونډې شربت ګلې په ژوند کې يوازې د ستونزو ډول بدل شوى؛حالت نه!
د ټولو شربت ګلو د حالاتو مسوول همدا ډلې ټپلې او ناتوانه چارواکي دي!