
داسې افغان به نه وي چې د پاکستان د پولیسو او چارواکو کړه وړه نه وي ور معلوم. د تلاشۍ په پلمه به چرس او هیرویین جیب ته در واچوي،.. یا به وايي چې ویزه دې جعلي ده، پاسپورټ دې جعلي ده او داسې نور. دا هر څه د پیسو لپاره او بس. د مهاجرو نه ښه عایدات لري. خو اوس چې مهاجر ټول بیرته د راتګ په حال کې دي، خپل کورونه او مالونه خرڅوي، دوی حیران دي چې په څه ډول یو څه ترېنه بود کړي، نږدې ده چې ژوندي یې وخوري. اوس یې په شناختي کارټو پسې را آخستې او په همدې پلمه یې شربت ګله هم په جېل کې آچولې ده.
آیا د ملا منصور شناختي کارت او پاسپورټ هم جعلي ؤ؟ نو بیا څنګه ایران ته پرې تلو راتلو؟ آیا د ملا هیبت الله شناختي کارت او پاسپورټ هم جعلي دی؟ نو بیا څنګه روسیې ته سفر پرې کوي؟ که د دې نه ور تیر شو هغه د زرګونو افغانانو پاسپورټونه هم جعلي دي چې خلیجي ملکونو ته پرې تللي او هلته کاروبار پرې کوي؟ نه دا هیڅکله هم جعلي ندي. دا هغه رسمي او معتبر اسناد دي چې د پیسو د بنډلونو په مقابل کې د پاکستاني مقاماتو لخوا ورکړل شوي او په پیسو کې یې وزیران هم شریک دي. چې داسې وي نو د شربت ګلې څه ګناه ده؟ پاکستان دې خپل په فساد اخته مامورين بندیان کړي.
عجیبه خو دا ده چې خپله به در پسې ګرځي، په بنډلو پیسې به درنه آخلي،.. رسمي شناختي کارت به درکوي، بیا به دې نیسي چې ته خو مهاجر یې دا دې له کومه کړی؟ بیا به دې بندي کوي، که نور بنډلونه دې لرل،.. ښه،.. که نه نو په جېل کې پروت اوسه. یوه خبره ټولو افغانانو ته ښکاره او روښانه ده، هغه دا چې بې آدبي معاف،.. پاکستان هغې رنډۍ ته ورته دی چې هم پیسې درنه واخلي، هم ځان درباندي یخ کړي او بیا دې پولیسو ته په لاس ورکړي چې دغه سړي له ماسره داسې کار وکړ.