ولس چاته شکايت وکړي؟

 
نويده خوشبو
که څه هم د ملي يووالي حکومت په نړۍ کې انتيک او بې سارى حکومتي چوکاټ لري؛ ورسره يې شپږګوني چارواکي نوښتګر او مبتکرين دي
د ټاکنو د پايلو له غير منطقي پايلو وروسته، د يو عجيبه نظام بنسټ په لاسليکونو، لاس ورکونو، غيږ نيونو او ريا کارۍ پيل شو. دا چې د حکومت دې بڼې ته چا او ولې زمېنې برابرې کړې جلا بحث دى.  
د هېواد امنيتي حالت په اړه به هيڅ نه وايم، اقتصادي ستونزې، وزګارتيا،فقر، بې وزلي فساد او نورې ناخوالې دې په خپل ځاى وي.مرورتيا پخلاېنه، نېوکې تورونه، يوې غونډې ته جلا سفرونه؛ ګېلو او پلمو ته به څه کړو؟
پخوا به ولسونو پر حکومتونو نيوکې کولې؛ په اوسني نوښتګر حکومت کې مسوولو چارواکو دا چار په غاړه اخيستى؛ نن يو او سبا بل کمرو ته ولاړ شکايتونه کوي. د  رسنيو بازار تود دى، نيوکې دي او ګېلې دي ولې مو زما قوم ته سفارت رانکړ، ولې مو زما ډلې ته وزارت رانکړ؟!
ولس حېران دى، د ولسونو له ستونزو او کړاونو؛ د دغو بد مرغو تکليفونه ډېر دي، په واک او قدرت پسې يې زړونه پړسېدلي او سترګې يې نه دي مړې شوي. دوى په ډيرو سرونو نه ماړه کيږي او په ډېر وينو يې تنده نه ختميږي، دوى عادت دي، ازمويل شوي دي له دوى د ښوو تمه نه کيږي.
ولسونه خپل منځ کې وحدت لري، خوښۍ او غم کې شريک دي که فارياب کې امنيت وي که باميان کې سوکالي، که لوګر کې خيريت وي او يا پنچشير ارامه وي ټول ملت پرې خوشحاله وي، برعکس که کنذز سقوط کوي هلمند نا امنه وي يا غور شهيدان ولري ټول ولس غمجن وي!
خو سياسي مشرانو تل د خپلو ګټو لپاره ملت کارولى او قرباني کړى يې دى اوس بيا د امتياز اخيستنې لپاره له قومونو  استفاده کوي. ښه پوهيږي چې د دوى خپل منځني ستونزې له امنيتي کړکېچ څخه هم هېواد ته ډېر  زيان اړولى شي، خو پروا يې نشته.
  افغانانو ته  خدمتګار،خاين او جنايت کار معلوم دى،پوهيږي چا تعصب او قوم پالنه کړى، او څوک تبعيض لري؟ که په رښتيا کړېږئ او ستونزې لرئ خوږه څوکۍ پرېږدئ؛ورځئ  اپوزيسيون شئ! اشپز که دو تا شد غذا شور ميشه يا بې نمک! د  ملي وحدت حکومت له اولې ورځې معلوم و، دوه
  مخالفې او سيالۍ ډلې يو ځاى کار نشي کولې،په ځانګړې توګه چېرته چې د قانون حاکمیت نه وي ، صلاحيتونه مشخص نه وي، ریيس او مدير معلوم نه وي او ټول من وي.
ولسمشر د خپل مرستيال او مرستيال د خپل مشر له تاريخ  نه پوره خبرتيا سره ډله جوړه او ټاکنو کې  ګډون کړى، هغه مهال د ملت غم نه و خپلو ګټو پسې ګرځېدل، نن  يو ځان خادم او بل  خاين  ګڼئ.
ولس  د معاصر دولت بنسټ دى وړاندې له دى چې د افغانانو زغم پاى ته ورسيږي، خپلو مسووليتونو ته متوجه شئ،ورشئ ځانونو پسې د پنجابيانو طنزي او مسخره ګي ټوټې وګورئ! نړۍ مو ځان پورې خندولى.
    په ياد ولرئ د ولس قهر د الله غضب وي!