باوري ولس او بې باوره چارواکي!

 

دا یوه عامه ایډیالوژي ده چې نه یوازې په هغو هېوادونو کې چې له حده زیاتې ستونزي ولري بلکې په هغه هېوادونو کې هم موجوده ده چې پرمختګ يې د میډیا سرټکي وي
باوري ولس په یو همفکره،هم مذهبه ،هم کلتوره ټولنه کې ژوند کوي او پر دې تکیه کوي چې څرنګه کولای شو په یو لور چې هم پکې د هېواد خیر وي او هم پکې د ولس ګټې خوندي وي حرکت وکړو چې دا یو نوی دود نه بلکې له پیړیو پیړیو یو ملت ته پاتې کیږي دا چې په بله معنا د یو متل په ډول وايي ( د ولس زور د خدای زور دی) په دې چې ولس یو قوت یو فکر او یو عمل دی خو بیرته راځو د یوې ټولنې هغه اړخ ته چې درې قوي يې په منظمه توګه تر واک لاندې وي او دا اقدامات او یا د عمل نقطه يې یوازې ولسونه وي
چارواکي د ولس له مینځه د وړتیا پر اساس د ولس خدمت لپاره غوره کیږي او دا غوراوی د باور پر بنیاد رامنځته کیږي خو متاسفانه چې زمونږ په ټولنه کې دا قانون تر اوسه نه دی مروج شوی او پړه يې یوازي پر داخل کې د خارجي معاملو پر مټ په ګمارل شوو د ولس پر ناکامو خدمتګارانو اچول کیږي چې مثال يې شته حکومت بنسټ او د تیر حکومت نیمګړتیاوي خودلی شو
که پر دې بحث وکړو چې تیر حکومت نیمګړتیاوي څه دي نو زما په نظر چې یو پیاوړي او دقیقې سروي(څیړنې) ته ضرورت پیدا کیږي چې نسبتآ د تیر ښه او بد کارونه پرتله کړي او نتیجه يې د فیصدي پر بنیاد ولس ته وړاندې چې دا دنده په لمړۍ سر کې د راتلوونکي حکومت وه خو په متاسفانه چې شته حکومت د تیر حکومت یوازې منفي اړخونه د یو دلیل په شکل وکارول او هیڅ وخت يې د تیر حکومت له منفي اړه نه یو څه لاسته رانه وړل چې د راتلوونکي په پلان کې يې ځای پر ځای کړي او هغه تشه چې د تیر حکومت وه په منظم ډول ډکه کړي
شته حکومت د تیر حکومت په پرتله ناکام ځکه وو چې یوازې يې د تیر حکومت پر کړنو نیوکې وکړي ولس يې له ځان لري کړو او باور يې پر خارجي استخباراتي کړیو او د هغوي پر داخلي لاسپوڅو وکړ چې مثال يې د امنیت شورا او په همدا ډول د اجرایه ریاست او د ولسمشرۍ لمړۍ مرستیال چوکۍ ورکولای شو،دا هغه خلک وو چې د مجاهدینو له دور مخکې د یو منظم حکومت په ړنګیدا کې يې پوره پوره ونډه یوازې ددې لپاره واخسته چې څرنګه د خارجي استخباراتو سره خپلې شخصي ګټې خوندي کړای شي په همدې اساس تیر حکومت هم دا اشتباه کړې وه خو هغه وخت مجبوریتونه تر دې تیر وو او دا یو واقعیت وو چې د ټولو سیاسي او غیر سیاسی احزابو په یو ځای راغونډینه نه کیدله خو ددې لپاره چې خارجي استخباراتي کړیو جنګ په افغانستان کې روان وو نو همدا خلک وو چې د همغو کړیو شوم پًلانونه يې پر مخ بیولی وي دا چې هغه وخت ولس پکې تر نن ډیر رول لوبولي شو متاسفانه چې ولس له هغه زرین چانس نه ګټه پورته نکړه او د فیل په غوږ کې ویده پاتې شو
دا ننۍ جګړه چې د بیلابیلو اړخونو له لوري روانه ده او ولس پکې قرباني ورکوي د تیر نتیجه ده چې مونږ د فیل په غوږ کې ویده وو او تر ډیره په ننۍ جګړه کې لاس د بهرنیو هغو استخباراتي کړیو دی چې نه غواړي په سیمه کې جنګ پای ته ورسیږي ځکه که افغانستان ارام شي نو د دا اور دسیمې او حتا د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیږي،خو نن زمونږ رول پکې د پرون په پرتله ډیر کم رنګه او هیڅ دید نلري نو په همدې اساس نوي حکومت دې  ته کومه خاصه توجو ونکړه او د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شول
د سولي پروسه د ولس په فکري تغیر کې کومه مثبته لاسته راوړنه نه درلوده او نه يې لري ځکه خارجي استخباراتي کړیو د مقابل دښمن نه مونږ ته په نظام کې داخل دښمن ډیر قوت ته رسولی دی او همدا اوس هم په نظام کې په لوړو پوسټونو لګیا دي کار کوي او په ډیر مهارت د خپلو شخصي ګټو د ساتنې په پار د پردیو استخباراتي کړیو پلانونه پر مخ وړي چې دا نه یوازې زمونږ د پرمختګ خنډ ګرځیدلی بلکې د هېواد حیثیت ته يې تر ټولو ستره ضربه رسولي ده ،په دې جنګیز دور کې د هېواد واقعیتونه له ولس د همدې کړیو په واسطه پټ ساتل شوي دي او یوازې یوه درواغجنه هېله يې ولس ته ورکړې ده چې نه يې پر نن تاثیر کمیدلی شي او نه يې د  راتلوونکي پر وضیعت کوم مثبت تاثیر لویدلی شي،نو داسې حکومتونه یوازې پردۍ ایډیالوژئ پر مخ وړي هیڅکله د یو ولس او هېواد غم ورسره شتون نلري
ددې پر ځای چې د هېواد بقا تضمین شي او ملي ګټو سره سره شخصي ګټې هم خوندي شي د حکومت چارواکي دا کار نه کوي ځکه چې دوي د ملي ګټو نه غلا کړې او دا ملي ګټې يې خپلې شخصي ګټې بللي،اداري فساد،د ځمکو غصب او داسې نور کارونه د دوي ورځینئ دندې دي چې دا د ملت مال دی او دوي اوس په شخصي بدل کړی دی،خو دا یو ویښ ولس ته ضرورت لري چې د پرون جهاد په نامه د یو محلي ډلګۍ سرتیری نن د حکومت چارواکی ولي جوړ شو؟
که ولس په دې اړه فکر وکړي او ویښ پاتې شي نو هیڅ وخت یو محلي جنګي ډلې ورانی کوونکی شخص د هېواد د یوې لويې چوکۍ خاوند کیدلی نشي
په همدې اړه یوه لنډه تبصره کول غواړم
د پرون جهاد تر سپیڅلې نامې لاندې چې کوم وحشت او بربریت پر افغانانو تیر شو نن يې نتیجه ګورو او د هغو کړیو له کړنو د دښمن قوت هم ګورو چې د جهاد افغانستان او دفاع پاکستان تر نامې لاندې به يې شعارونه ورکول او ورپسې به يې ستر ستر کمپونه ورته جوړول،له نړیوالو به يې مرستې راټولولی او یوازې د هغو مرستو لسمه برخه به يې د همدې جهادي تنظیمونو مشرانو ته ورکوله نورې ټولې به يې پخپلو استحباراتي کارونو لګولی تر څو نړۍ ته خپل قوت وښايي او په هماغه ډول يې وکړل
نو دلته هم که ولس ملامته کړو نو هیڅ وخت به مو اشتباه نه وي کړي او تر ډیره حکومت هم په دې برخه کې ملامت بولم ځکه چې د یو ملت ارزښتونه يې هیڅ وخت نه وو درک کړي او یوازې د یوې کړئ هر د ژوند ضرورت يې پوره کاوه نو دلته که ولس محتاج شي لکه نن چې محتاج شوی دی نو ډیر زر پکې دښمن خپل د سوک ځای پیدا کوي او دا د سوک ځای بیا پر ناسته او اخیر په یو قوت بدلیږي چې په همدې ډول ولس هم پکې تاوان کوي او حکومت هم نور خلاصه وبه وایو چې ولس د حکومت قوت دی او حکومت مجبور او مکلف دی په ولس باور وکړي که په ولس باور ونکړي هیڅ وخت خپل هدف او د هېواد پرمختګ نشي لیدلی او غیر منظم پردی استخباراتي سیسټم به د ډیر کم وخت لپاره دوام کوي او بیا به ړنګیږي،ولس مجبور دی د خپل حکومت تر شا ودریږي تر څو په حکومت کې اصلاحات را منځته کړي او پرینږدي چې پردۍ استخباراتي کړئ پکي همداسې واکداره پاتې شي
که ولس پخپل زور خبر شي نو هیڅکله به ویده پاتې نشي او همیش به په یو غږ د یو ستر افغاني غرور سره د نړۍ پر ډیرو ملکونو خپل واک او راج چلوي د سوکاله پرمختللي او یو موټی لوی افغانستان په لور

و من الله توفیق