
جنرال دوستم چې کله ډاکټر اشرف غنی خپل لومړي مرستیال وټاکلو زیات خوشحاله وو په همغه لومړیو شپو کې یې وویل: داکتر صاحب رهبر ما است کلان ما است ما اطاعت از داکتر صاحب اشرف غنی می کنیم) کله چې ډاکټر اشرف غنی په دوهم ځل ټاکنو کې به غوڅ اکثریت ټاکنې وګټلې دوستم نو بیا بیخی زیات خوشحال وو خوله یې نه سره ټولیده او ټول وخت به ګرمه کله ګرځيد. له BBC سره یې په مرکه کې وویل( ما به این حق خود خوش هستیم ما زیاتر از این هیچیز دیګه نمی خواهیم) یعنی دوستم خپلې چوکې ته اشاری کولې. خو کله چې د ټاکنو پایلی ځنډنی شوی دوستم یو ځل بیا له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل( همرای ما راز سخنان شریک نمی شوند ما هم آوازه می شنویم که قدرت پنجا پنجا شده ما نګران هستیم) په هر حال کله چې ولسمشر اشرف غنی په لومړیو شپو کې ارګ په چوکې کیناستلو ځینو خاصو کسانو پری د محاصری کار پیل کړ له یو شمیر زیاتو سیاسیونو څخه یې بیګانه کړ.
ډاکټر اشرف غنی کارونه په ډير جدی ډول کول، هیچا ته یې زیاته اجازه نه ورکوله چې پرته له کارې خبرو په نورو وطنی خبرو وخت ور سره تیر کړي خو ځینو خاصو کسانو سره بیا ډیر خوږ وو، ولسمشر زیاتی تیروتنی وکړي. ځینی تیروتنی بیخی تاریخی تورې پاڼې جوړوي او ځینو ته لا د هیلو ځولۍ غوړیدلې دي.
جنرال دوستم د افغانستان په تیر تاریخ او سیاست کې چندان نیک ځای نه لری هغه ټول وخت په وژلو او جنګونو کې تیر کړي هغه جنګې دی او همدي سیاست ته خوشحال دي هغه د بشر د حقوقو په لویو دوسیو تورن دي، جنرال دوستم اوس مهال هم نشې کولای چې امریکی، لندن ته سفر وکړي ځکه د هغه هیوادونو په جورمې دوسیو کې تورن دي.
جنرال دوستم پر ارګ دوه ځلی لوی او تاریخی تورونه پورې کړل: هغه څه وخت مخکی هم په فاریاب ولایت کې وویل( ریس صاحب جمهور واک را انحصار می کند به ما صلاحیت امضاء نمی دهند و در ارګ پول های سیاه تقسیم می شوند) دا هغه تورونه دی چې د ولسمشر اشرف غنی لوی شعار د اداری فساد سره مبارزه تر سختو سوالونو لاندې راولي، او دا هم په ګوته کوي چې د اشرف غنی ټیم نو یو مفسد او ښکیل ټیم دي. د دوستم وروستۍ څرګندونې د زیاتی اندیښنی وړ دی هغه ولسمشر او ډاکټر عبدالله دواړه په قوم پالنه تورن کړل او خپل ځان یې د ملی ګټو د ساتلو لوی ساتونکې معرفی کړ.
له ارګ څخه یوي باورې سرچینی وویل: دوستم د ملی وحدت حکومت په اډانه کې د ټولو سیاسی او ملکی چوکیو د پاره کوم کسان چې معرفی کړي ټول اوزبک او یا هم ځینی ترکمن وروڼه دي هیڅ پښتون او تاجک پکی نشته، تر ټولو لوی ثبوت یې دا چې دوستم هر ځلی د طالبانو دځپلو لپاره خپل ټاټوبی فاریاب ولایت ته ځی خو پداسی حال کې چې هلمند، ورزګان، فراه، هرات هم همدا جګړي ځپې.
ډاکټر عبدالله هم یو زیات شمیر پښتانه، تاجک او ازبک مشران په خپل څلور خواوو را ټول کړي، د عبدالله له خوا وزیران پښتانه هم ټاکل شوي د هغه د ویاند مرستیال پښتون، زیات شمیر مشاورین یې پښتانه دی خو دوستم تر اوسه هیڅ یو پښتون ولسمشر ته نه دی معرفی کړی.
تر زیات بحث تیریږو دوستم ولی ژاړې؟ دوستم ولی هر ځلی یواځي تورونه لګوي؟ آیا کومه بله لوبه ده؟ او که د دوستم سیاسی بصیرت صفر دی؟
دا او ورته ډير سوالونه ممکن د هر چا سره وي. خو راځو دی ته چې آيا دوستم له کومې بلی لوبی ویریږي؟ زما شخصی نظر او زما شخصی تحلیل دا دی:
اشرف غنی له حزب اسلامی سره په مشروط ډول سوله وکړه، په وروستي فرمان کې چې د ولسمشرۍ له ماڼې خپور شو لیکل شوي وو: حزب اسلامی نور د هیڅ ډول وسلوالو کړنو واک نه لري.
ولسمشر پدی وروستیو کې په هیواد کې زیاتو جنګونو، د ولایتونو سقوط او د افغان ځواکونو مرګ ژوبلی دی ته اړ کړ چې له طالبانو سره هم د سولی خبرې پیل کړي د ولسمشر نیت دا دی که د سولی پایلی ته ونه رسیږي حد اقل ډزبند په هیواد کې وکړي. پرته له شکه دا ډز بند به هم په مشروط ډول وي.
دوستم او د دوستم په شان ورته نور سمتی قومی مشران او جهادیان کومو چې له طالبانو سره جنګ او جګړي کړي هیڅکله هم زړه نه ښه کوي چې له طالبانو سره د سوله وشې دوی هر وخت اوبه خړي کوي او کبان نیسئ ځینی سرچینی دا هم وایې چې عبدالله عبدالله هم له طالبانو سره د سولی مخالف نه خو د سیاسی واک د ورکړي مخالف دي.
پدی وروستیو کې د حکومت دوه لوړ پوړې چارواکې قطر ته سفر وکړ هغوی له قطر څخه هیله مند راستانه شوي وو همدا علت شو چې نن سهار مهال اشرف غنی هم د قطر په لور سفر وکړ او د دوستم ټول تورونه یې هیڅ وبلل.
ډاکټر اشرف غنی له یوه اړخه سخته خطرناکه لوبه پیل کړي خو له بله پلوه که نړیواله ټولنه ورسره ملاتړ وکړي ممکن له طالبانو سره سوله شونې کړي. له طالبانو سره د سولی پروسه ځکه خطرناکه ده چې ټلواله، د دوستم جنبش، ځینی نور سیاسی او جهادی مشران لکه استاد سیاف، محقق، خلیلی او داسی نور تړي او حزبی جوړښتونه لری که یو ځل د ځینو هیوادونو په لمسون او ملاتړ جنګ پیل کړي په هیواد کې به یو ځل بیا لوی ناورین رامنځ ته کړي او اشرف غنی چې په هیڅ ډله پورې تړي نه دی خپل سر به سلامت او یا ککرې وخورې او په شخص پورې به وتړل شې.
دوستم هم چې د طالبانو د سقوط په وخت کې یې یو زیات شمیر طالب جنګیالان ووژل ممکن دوستم به له طالبانو سره په سوله کې خپله چاړه په اوبو کې وینئ ممکن داسی نه وي. په هر حال ولسمشر اشرف غنی له دوستم څخه اجرائیوی واک اخیستی یواځي هغه یې د فاریاب جنګ ته وقف کړي کله کله ځینی دوستمیان چې د هیواد حالات تحلیل کړی نو دوستم ته د توندو غبرګونو مشوره ورکوي چې د ولسمشر سره بیا په یوه لیدنه هر څه بدل کړي. دوستم د جوړونې، پرمختللی اقتصاد، د ښه سیاست فکر نه لری خو په هغه نفوس چې په اوزبک او ترکمن قوم کې یې لري وخت نا وخت مرکزی اداری رټې.
خو په ټوله کې د دوستم تورونه ددی نه دی چې د هیواد سیاسی او امنیتی حالت به ترینګلې کړي خو د ځینو پټو معلوماتو د ښکاره کولو یو لوی تاوان دي کله کله داسی د ضعیفی اداره له وجهې درزونه نور لا ژور کړي.
لیکوال: ذبیح الله وردګ