
یو وخت وچکالي راغله،غربت حاکم شو، د کارونو پیدا کیدل سخت شول، ډیرئ اړ شول چې یا خپله او یا هم زامن د روزۍ د پیدا کیدو لپاره بل وطن ته ولیږي.د چا به چې د دوستانو یا ملګرو له جملې څوک په پردي وطن کې وو، هغوئ ته به د پردي وطن د مزدورۍ ویزه برابره شوه، خو د چا به چې، د دوستانو یا ملګرو له جملې په پردي وطن کې څوک نه وو نو هغوئ به په کلي کې وزګاره ګرځیدل او دومره وچه مړۍ به یې پیدا کړه چې شپه به یې پرې سبا او ورځ به یې پرې شپه کړه.
یو ځوان چې د کور سرپرستي ورپه غاړه وه او پلار یې بوډا ؤ د کوم کار تمه نه ترې کیده، ډېر وګرځید خو کار یې پیدا نه کړ، د غنمو فصل یې هم د وچکالۍ له وجې تر لاسه نه کړ، ناکام ورته پهلوان شو او یو سهار یې دوه غوایان له کوره راوباسل او د کور ترمخې یې وتړل، اوازه شوه چې ځونډي د کور تر مخې غوایان تړلي دي او په یوه غویمه غوا پنځوس روپۍ اخلي.
د هر کلیوال په خوله کې به دا خبره وه چې دغه ځونډی بې شرمه ګوره! اوس په غوایانو کورنۍ ساتي.
کله به چې همدغو کلیوالو خپلې غواګانې د ځونډي غوایانو ته وروستې نو بیا به د دوئ لپاره شرم نه ؤ بلکې دا شرم یواځې د ځونډي لپاره ؤ چې له غوایانو یې د روزۍ په ګټولو کې ګټه اخیسته.
هو ! چېرته چې ناپوهي او جهالت موجود وي هلته د ژوند د پرمختګ لپاره ډېرې روا چارې د شرم کار وي.